دکابل ښار تاریخ په اړه معلومات دلته ولولئ!
کابل د افغانستان پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار دی چې د هېواد په لویدیځه برخه کې موقعیت لري. کابل ښار یوه ښاروالي هم لري . دغه ولایت په ۲۲ ولسوالیو وېشل شوی دی.
د ۲۰۲۱ ز د اټکلونو له مخې، د کابل نفوس ۴,۶ میلونه دی. کابل همدا ډول د افغانستان سیاسی، کلتوري او اقتصادي مرکز دی. د چټک ښاري کېدو له امله، کابل د نړۍ ۷۵یم ستر ښار دی.
کابل د هندوکش غرونو تر منځ د نرۍ درې په لوړو کې موقعیت لري او کابل سیند په کې بهېږي. کابل د سمندر له کچې ۱۷۹۰ متره (۵۸۷۳ فوټه) پورته دی، نو ځکه د نړۍ یو تر ټولو لوړو پلازمېنو څخه بلل کېږي. ویل کېږي چې: کابل ښار ۳۵۰۰ کاله لرغونوالی لري، چې د هخامنشیانو په دوره کې يې یادونه شوې ده. کابل د آسیا په څلورلاری کې موقعیت لري، چې نیمايي لاره یې لویدیځ کې استانبول او نیمايي نوره يې ختیځ هانوی ته رسېږي، نو ځکه د جنوبي او منځنۍ آسیا د سوداګرۍ مسیر اوږدو په سټراټيژیک موقعیت کې پروت دی. کابل د لرغونې ورېښمنو لارې کیلي ده. دغه ښار د هخامنشي سترواکۍ برخه وه، بیا وروسته ورپسې سلواکیان راغلل، بیا مائوریا، کوشانیان، ساسانیان (کوشانو-ساسانیان)، هندو شاهي او ترک شاهي ګان، صفاریان، سامانیان، غزنویان، غوریان، خوارزمیان، قرلقیان، خلجیان، تیموریان، مغولیان او هوتکیان او ورپسې په ۱۷۴۷ ز کې د افغانستان دراني سترواکي. کابل په ۱۷۷۶ز کال کې د احمدشاه بابا د زوی تیمورشاه دراني پر مهال، د افغانستان پلازمېنه شوه. د ۱۹مې پېړي په لومړیو کې، بریتانویانو دا ښار اشغال کړل، خو د بهرنیو اړیکو له رامنځته کولو وروسته، دوی بیا اړ شول، چې خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
کابل د خپلو تاریخي بڼوڼو، بازارونو او ماڼیو له امله پېژندل کېږي. ښې بېلګې یې د بابربڼ او دارالامان ماڼۍ دي. د ۲۰مې پېړۍ په دویمه نیمايي کې، کابل د سیلانیانو لپاره یو زړه راښکونکی ښار و او د منځنۍ آسیا پاریس یې باله. د ارامۍ دغه موده په ۱۹۷۹ز کال کې د شورویانو په یرغل سره پای ته ورسېده او په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د کورنۍ جګړې له امله، د کابل ډېری سیمې ړنګې شوې. له ۲۰۰۱ ز راوروسته، دا ښارد ناټو په ګډون د ایتلاف ځواکونو له خوا د ۲۰۲۱ ز کال تر اګسټ میاشتې پورې اشغال و.
د نوم پېژندنې ځای او د نومونې لامل
د تاریخ په اوږدو کې کابل بېلابېل تاریخي نومونه درلودل. د کابل معنا معلومه نه ده ،خو د اسلام له ظهور څخه وړاندې يې هم همدا نوم او د هند او یوناني نړۍ تر منځ په لاره کې پروت یو مهم مرکز و. په سانسکریټ ژبه کې به يې کوبها ورته ویل، چې کلاسیکو لرغونو یوناني مؤلفینو کوپهېن، کوپهېس یا کووا هم بللی دی. چینايي ګرځندوی خوان ژانګ (۷مه میلادي پېړۍ) دغه ښار ته کاوفو خطاب کړی دی. د کابل نوم، اول د کابل سیند ته وړاندې له دې کارول کېده، چې د هندوکش او اباسین تر منځ پرتې سیمې ته ویل کېده. دغې سیمې ته کابلستان هم ویل کېږي. الکساندر کنېنګهم (مړینه ۱۸۹۳ز) لیکي چې: د چینايي ګرځندوی له خوا د کوفاو نوم کارول احتمالاً دا ښيي چې، دا نوم د یوچي یا توخاري د پنځو قبیلو څخه د یوې نوم دی. کنېنګهم زیاتوي چې: دغې قبیلې خپل نوم دې ښار ته ورکړی، ځکه دوی په دویمه میلادي پېړي قبل المیلاد کې دغه ښار لاندې کړی و. دا ګمان ډېر احتمال ځکه لري چې افغان تاریخپوه میرغلام محمد غبار (۱۸۹۸-۱۹۷۸) لیکي چې: په اوېستا (د زردتشیانو مقدس کتاب) کې، کابل واېکېرېتا بلل شوی، خو په لرغوني یونان کې اورتوسپانا "لوړ ځای" بلل شوی، چې د سانسکریټ ژبې د اوردهاستانا له کلیمې سره سر خوري، چې د کابل لپاره کارول شوې ده. یوناني جغرافیه پوه بطلیوموس (Ptolemy) (مړینه ۱۷۰ میلادي) کابل ته د کابورا نوم کارولی.