عقرب 26, 1401 11:06 Asia/Kabul
  • د انګلستان مرکز لندن په اړه له دغو معلوماتو خبر یاست؟

لندن د انګلستان او متحده سلطنت پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار دی. دا ښار د انګلستان په سوېل ختيځ کې د تيمز سيند پر غاړه، د سیند شمال لور ته د سمندر په داخلي خوله کې پنځوس ميله (۸۰ کيلومتره) دننه موقعيت لري. لندن له دوه زريزو راهيسې يو ستر مېشت ځای دی. د لندن ښار، د ښار لرغونی بنسټ او اقتصادي مرکز د «Londinium» په نوم د روميانو له خوا جوړ شوی و او تر اوسه يې نږدې د منځنيو پېړيو پولې په خپل ځای پاتې دي.

له نولسمې پېړۍ راهيسې، لندن ته د دغه مرکزيت په شا او خوا کې د ستر ښار په سترګه کتل کېږي. له تاريخي اړخه دا ښار د ميلسيکس، ايسيکس، سوري، کينټ او هرټفورډشاير ولسواليو تر منځ وېشل شوی دی چې لندن له همدغو ولسواليو څخه جوړېږي او د لندن د حکومت له خوا اداره کېږي. د لندن لويديځ لور ته پروت د ويست منيسټر ښار له پېړيو راهيسې ملي حکومت او پارلمان لري.

د يو نړيوال ښار په توګه لندن پر هنر، سوداګرۍ، زده کړې، سات تېرۍ، سينګارډول، مالياتو، روغتيايي پاملرنې، رسنيو، ګرځندويۍ او اړيکو باندې د پام وړ اغېز لري. ناخالص کورني توليد (په ۲۰۱۷ز کال کې اته سوه او يو اعشاريه شپږ شپېته ميليارده يورو) دغه ښار په اروپا کې يو له سترو ښاري اقتصادونو او د نړۍ په کچه يو له سترو مالي مرکزونو څخه ګرځولی. په ۲۰۱۹ز کال کې له پاريس وروسته لندن د اروپا په کچه د سړي سر فوق العاده خالص ارزښت تر ټولو لوړه شمېره لرله او له مسکو وروسته د اروپا له بل هر ښار څخه په دې ښار کې ميليونران تر ټولو زيات وو. لندن په اروپا کې پر تعليمي ادارو تر ټولو لوړ تمرکز لري، په طبيعي او تطبيقي علومو کې د لندن امپيريال کالج، د اقتصادياتو او ټولنيزو علومو لندن ښوونځی او د لندن پراخه کالج پوهنتون په دغه ښار کې دی. د نړۍ په کچه په دغه ښار کې پنځه ستوريز هوټلونه تر ټولو زيات دي. لندن لومړی هغه ښار دی چې په ۲۰۱۲ز کال کې د دوبي المپيک درې لوبو کوربه و.

لندن د تاریخي ميراث څلور نړيوالې سيمې لري چې دلته یې لیکم: د لندن څلی، کيو باغ، د ويست مينيسټر د کليا تر څنګ د ويسټ منيسټر ماڼۍ او د سنټ مارګريټ کليسا؛ همدا راز په ګرينويچ کې تاريخي استوګنځای، چېرته چې شاهي څارنه ده، ګرينويچ د  اصلي نصف النهار (۰ درجه جغرافيايي طول) او د ګرينويچ منځنی مهال ښيي. په نورو د لېدو وړو سيمو کې يې د بوکينګهام ماڼۍ، د لندن سترګه، د پکاډيلي سيرکس، سينټ پاول کليسا، د څلي برج او ترافالګار څلور لارې شامل دي. دغه ښار ډېر موزيمونه، د هنري اثارو خونې، کتابتونونه او د لوبو ځايونه لري، د برتانيې موزيم، د هنري اثارو ملي خونه، ملي تاريخي موزيم، تيت مودرن، برتانوي کتابتون او ويسټ اينډ تياترونه په کې شامل دي. د لندن تر ځمکې لاندې لارې (ميټرو) د نړۍ تر ټولو چټک لرغونی د حمل و نقل نظام دی.

تگ