عقرب 15, 1401 18:36 Asia/Kabul
  • د وردګو ولایت پیژندنه

وردگ ولايت د كابل په لویديځ كې پروت دى، چې د كابل- كندهار لويه لار په كې غځېدلې ده. دغه ولايت په ۱۳۴۳ لمريز كال كې د ځانگړي ولايت په توگه منل شوى. په دغه ولايت كې بېلابېل توكمونه اوسېږي، چې ډېر يې وردگ قوم پورې تړلي دي او ولايت هم ددوى په نامه نومول شوى دى. دغه ولايت اوس مهال اته ولسوالۍ دا دي: سيدآباد، جغتو، چك، دايميرداد، جلرېز، نرخ، بهسود مركز او بهسودو لومړۍ حصه.

وردگ ولايت د كابل په لویديځ كې پروت دى، چې د كابل- كندهار لويه لار په كې غځېدلې ده. دغه ولايت په ۱۳۴۳ لمريز كال كې د ځانگړي ولايت په توگه منل شوى. په دغه ولايت كې بېلابېل توكمونه اوسېږي، چې ډېر يې وردگ قوم پورې تړلي دي او ولايت هم ددوى په نامه نومول شوى دى. دغه ولايت اوس مهال اته ولسوالۍ دا دي: سيدآباد، جغتو، چك، دايميرداد، جلرېز، نرخ، بهسود مركز او بهسودو لومړۍ حصه.

جوړښت:

دغه ولايت د هېواد د گڼ مېشتو ولايتونو څخه شمېرل كېږي، چې ډېر لوستي خلك لري او د هېواد په هر حكومت كې د پام وړ رول لري. ددغه ولايت خلك په كرنه او مالدارۍ بوخت دي، د مڼو او كچالو د محصولاتو په برخه كې د هېواد تر ټولو مهم ولايت دى. پوهنې ته په كې ډېره پاملرنه كېږي.

وردگ ولايت كه څه هم د هېواد د پلازمينې (كابل) په ۳۰ كېلومترۍ كې پروت ولايت دى او دكابل- كندهار لويه لار په همدې ولايت كې تېره شوې ده.  له وروسته پاتې ولايتونو څخه شمېرل كېږي. په دغه ولايت كې د پرمختگ ډېر امكانات شته خو د وخت د هېڅ حكومت له خوا ورته پاملرنه نه ده شوې او هر څه يې شاړ پراته دي. كه د وردگ ولايت موقعيت ته ونه گورو نو په نورو ځانگړتياوو كې كټ مټ له غور او دايكندي ولايت سره پرتله كېداى شي. د اوسني حكومت له راتلو مخكې خو يې مركز هم د هېواد له ډېرو ولسواليو څخه هم خوار ښكارېده. له يو درجن خټينو كورونو او نيم درجن هټيو (دكانونو) پرته پكې هېڅ نه ليدل كېدل.

دغه ولايت د گوتو په شمېر يو څو خټينې هټۍ او كورونه لرل، دولتي ودانۍ له يوې خوا پكې ډېرې لږ او له بلې خوا د تېرو جنگ جگړو پرمهال ويجاړې شوې وې. په دغه وروستيو كلونو كې د ولايت ټولې دولتي ودانۍ، لكه د ولايت مقام، رياستونه، روغتون، محكمه او امنيتي ودانۍ جوړې شوې، د مركز سړكونه او كوڅې پخې شوې. په ولايت كې ډېر تجارتي ماركېټونه، هوټلونه او لوړمنزله ودانۍ پيل شوې. د ښار شا اوخوا څو ښارگوټي نقشه او د كورنو په زرگونو نومرې ووېشل شوې. ولايت ته په لسگونو مؤسسې راغلې او ودانۍ يې جوړې او يا كرايه كړې. په ولايت كې دار المعلمين، د زراعت لېسه، ديني دارالعلومونه، راډيو ټلوېزون، سپورتي لوبغالى، پاركونه او جوماتونه جوړ شول. دغه ټولو د وردگ ولايت په مركز كې د خلكو گڼه گوڼه، د سوداگرو تگ راتگ او پانگونه او د خلكو د اوسېدو شونتيا ډېره كړه او په دې سره د ميدان ښار نوم خپل حيثيت خپل كړ. د يادونې وړ ده چې په ۱۳۷۶ كال كې د وردگو ولايت د ميدان ښار ښاروالۍ په ټول هېواد كې دريمه درجه خپله او جايزه يې ترلاسه كړه.

د معارف د ۱۳۸۸ کال د احصایې له مخې په وردگ ولایت کې ( ۷۴ لیسې، ۹۶ منځني ښوونځي، ۱۶۰ لومړني ښوونځي، (۵) دارالعلوم، (۹) دیني مدرسې، (۲) دارالحفاظونه، (۴) دارالمعلیمین (۱) تخنیکي او مسلکي لیسې) فعال دي. په لېسو کې (۸۷۵۴) تنه زده کوونکي، په منځنیو ښوونځیو کې (۲۲۰۱۳) تنه زده کوونکي، او په لومړنیو ښوونځیو کې (۹۶۳۲۰) تنه زده کوونکي، په دیني مدرسو کې (۲۰۲۹) تنه، په دارالعلوم کې (۷۵۰) تنه، په دار الحفاظ کې (۱۳۴) تنه، او په تخنیکې ښوونځي کې(۱۳۵) تنه چې جمعا (۱۳۱۰۰۱) تنه زده کوونکې پدې ولایت کې په تعلیم بوخت دي چې د (۴۱۰۶) تنو استادانو له خوا ورته تدریس کیږي.

تگ