د کندهار مقدس ځایونه
په کندهار کې د حضرت محمد (ص) د مبارکې خرقې د ٢۵٠ کال په ياد د پښتنو په څو تېرو امپرا طوريو کې يوه هم د لوی احمد شا بابا امپراطوري وه ،چې ددې امپراطورۍ شغلې د ايران ختيځو سيمو څخه نيولې بيا تر هنده پوري لګېدلي وې . احمد شاه بابا د هرات د حکمران زمان خان زوى و چې په خټه ابدالي سدوزى په ١١٣۵هـ س کال کې د زرغونې نومې مېرمنې څخه چه په خټه الکوزى وه وزېږېدلو
په کندهار کې د خرقې شريفې زيارت
په کندهار کې د حضرت محمد (ص) د مبارکې خرقې د ٢۵٠ کال په ياد د پښتنو په څو تېرو امپرا طوريو کې يوه هم د لوی احمد شا بابا امپراطوري وه ،چې ددې امپراطورۍ شغلې د ايران ختيځو سيمو څخه نيولې بيا تر هنده پوري لګېدلي وې . احمد شاه بابا د هرات د حکمران زمان خان زوى و چې په خټه ابدالي سدوزى په ١١٣۵هـ س کال کې د زرغونې نومې مېرمنې څخه چه په خټه الکوزى وه وزېږېدلو. احمد شاه باباد خپل عمر پنځه ويشت پسرلي تېر کړى وو چې د ١٧۴٧م کال د اکتوبر په مياشت کې د اوسني کرز د شېرسرخ په هغه لويه جرګه کې د پاچا په توګه و ټاکل شو چې د قومي ترکيب له مخې جوړه شوې وه.
د کندهار ځيني خلک خرقې شريفي ته خلقه شريفه وايي دا چې ولې دوى دغه کلمه د اصلي کلمې څخه بل ډول تلفظ کوي دا بله موضوع ده،خو بهرنيان دغې خرقې شريفي ته خرقه ،چوخه،جبه ،او مرقع وايي چې دهر لغات څېړنه لاندې په لنډ ډول راوړم:
١—خرقه: په پښتو سيند کي د خرقې معنى چپنه يا يو ډول پوښاک چه پر کالو سربېره اغوستل کيږي راغلى دى .
٢—چوخه: په اردو فيروز الغات نومي سيند کې د چوخې معنى يو ډول پرانيستى کوټ دى چه لستوڼي نلري راغلي دي.
٣—جبه: په پښتو تشريحي سيند کې د يوډول پشمي يا وړينه چپنې په معنى راغلې ده.
۴—مرقع: غياث الغات وايي چه خرقه د زير په تلفظ او درلودلو سره څيري او ګنډلي جامې ته وايي په فرهنګ البسه مسلمانان نومي اثر کې بيا راغلي دي چې مرقع يوډول جامې دي چې په ختيځ کې يې زياتره فقيران او صوفيان اغوندي . د هېواد نامتو مورخ او د حسن خط خاوند خداى بخښلى عزيز الدين وکيلي يو ځاى ليکلي: خرقه شريفه يو پنډه وړېنه جامه ده چه اصطلاحاً يې وړينه قاقمه بللې ده،. دواړه مبارک لستوڼې يې د لمنې تر اوږدوالي لنډ دي. د اوښ دخالي وړيو څخه جوړه شوې ده. رنګ يې اسماني غوندې دى او ځانګړې ځلااو شغله لري او د انسان د قد (ونې)په تناسب لنډه ښکاري. اَستر نه لري او د لمنې څنډو ته يې هم بل ټوکر (سنجاف)نه دى ورکړل شوى. دمخ دوه پېشه يې لږ څه شوړېدلي دي او په وړېن تار ګنډل شوې ده .کندهار ته د خرقې شريفې راوړل : په تاريخونو کې راغلي دي چې د کندهار په ښار کې دغه اوسنى خرقه شريفه د حضرت محمد (ص) د رحلت څخه وروسته د هغه د وصيت سره سم يو اوسېدونکي اويس قرني ته ورکړل شوه .
په کندهار کې د خرقې شريفې وداني :
دخرقې شريفې د سپينو زرو پنجره د سردار نصرالله خان په امر جوړه شوه او د علامه رشاد بابا (رح) په ياداښتونو کۍ يو ځاى د وکيل صاحب نور محمد خان پوپلزي له خولې څخه روايت راوړل شوى دى چې د خرقې شريفې د زيارت دروازه، پنجره او دسپينو زرو هګى غلام قادر زرګر جوړ کړي دي. کله چه علامه اقبال په ١٣١٢ هـ س کال د لړم په مياشت کې د کابل څخه کندهار ته راغى او د خرقې شريفې زيارت يې وکړ نو ددې ښار او زيارت په درناوي کې يې وويل :
قندهار آن کشور مينو سواد
اهل دل را خاک او خان مراد
کوى آن شهر است مارا کوى دوست
ساربان بربند محمل سوى دوست
خرقه آن برزخ لا يبخيان
ديدمش در نکته ((لي خرقتان))
دادمارانعرۀ الله هو
١ـ د انجينير شېرشاه رشاد مقاله ١٧٧ ګڼه
٢- د علامه رشاد بابا (رح) سره د صديق الله بدر متنيزه مرکه
٣- د عبد التواب بالاکرزي يوه ژباړه .
د ميرويس خان نيکه مقبره