د کندهار تاریخي ښارد ځينو سیمو معلومات دلته ولولئ!
د احمدشاه بابا ټاټوبی، تاریخي کندهار خورا ډېرې تاریخي سیمې لري چې یو څو یې دلته درپېژنو.
د کندهار تاریخي ځایونه
منډيګک
دغه غونډۍ ٣١ متره لوړه ده. د غونډۍ دغه لوړوالى د هغو سر پر سر جوړو شویو ودانيو څخه را منځته شوى دی چې د وخت پېښو زرونه کلونه وړاندې په خپل وار نړولي او د غونډۍ شکل يې غوره کړى دی. دغه غونډۍ له 2000 کلونو راهيسې متروکه او د ورانۍ په حال کې پرته ده. د منډيګک له لومړنۍ ودانۍ چې عمر يې (٩٠٠٠) کاله کېږي، د انسان د لاس ډېرې لومړنۍ نخښې موندل شوي دي لکه ځيني توږل شوې ډبرې او د څارويو تېره شوي هډوکي خو نور څه نه دي ترې تر لاسه شوي. د دغې غونډۍ له لومړي پوړ څخه تر 15 پوړ پورې د بېلابېلو اوسېدونکو د ژوند بشپړتيايي ګامونه را څرګندېږي چې وروستى پوړ يې له ژېړو څخه جوړ شوي لوښي هم لري.
د اشوکا کتيبه
د کندهار د سر پوزي په سيمه کي پيدا شوې د اشوکا کتيبه په ١٣٣٧ لمریز کال کې موندل شوې ده او له لرغونو آثارو څخه ګڼل کيږي. دغه کتیبه د کندهار د زاړه ښار له دروازې سره پر يوه لويه ډبره کیندل شوې ده. د دغې ډبرې اوږدوالى (۵۵) او پلنوالی يې ۴۵ څخه تر ۵٠ سانتي مترو پورې دی.
دغه ډبرليک په يوناني او آرامي ليک لیکل شوی دی چې پورتنۍ ديارلس کرښې يې په يوناني او لاندېنۍ اووه نيمې کرښې يې په آرامي خط ليکل شوي دي. دغه ډبرليک هغه وخت کيندل شوى و چې بودايي دين د (اشوکا) په وسيله د کندهار سيمو ته رسول شوى و. د ليک تاريخ يې (٢۵٠) کاله له ميلاده وړاندې دی. د ډبرليک ژبه يوناني او پخوانۍ پښتو ده.
چهل زينې
چهل زينې د زاړه کندهار شمال لوري ته د غره په ډډه کې يو دالان دی چې دغره له بېخه زينې ورختلي دي. دالان او زينې دواړه د غره په ډبره کې د اوسپنې په قلم کيندل شوي دي. پخوا د دالان دواړو خواوو ته د ډبرې دوه زمريان هم پراته وو چي اوس نشته. هلته څارغالى هم و چي وروسته نور کار پرې شوى و. چهل زينې د بابر پاچا د زوى (عسکري ميرزا) له خوا جوړې شوې دي چي د ودانېدو کار يې په (٩٣٠ سپوږمیز لېږدیز) کال کې پیل او په (٩۵٣ سپوږمیز لېږدیز) کې پایته رسېدلى دی. د چهل زينو دالان د نستعليق خط د لیکنې او تذهيب کار د ميرمعصوم کندهاري له خوا تر سره شوى دی. د زينو يوې او بلې خوا ته کنګرې شاه امان الله خان جوړې کړې او دغلته پوره 43 زينې دي.
ارګ
ددغه ارګ بنسټ اېښودونکی احمدشاه ابدالي و او وروسته پېړيو نورو پيړیو ته دغه ځای د امانت په ډول ورکړی دی.
د ارګ ټوله ماڼۍ د احمدشاه بابا د وخت ده او دده اداري شاهي مرکز و چي مخي ته يې څلور چمنونه درلودل. د ارګ په نامه دغه ماڼۍ د احمدشاهي کندهار شمال لوري ته پرته وه چي د 19 زېږديزې پېړۍ تر پايه پورې لا په هماغه لومړني شکل ولاړه وه خو د ارګ اوسنۍ وداني د سراجي عصر له ودانيو څخه ده چي د سراج المله والدين اميرحبيب الله خان په حکم د سردار محمدعثمان خان والي په وخت کې جوړه شوې ده. پخوا په دغه ودانۍ کې د ولايت پر مقام سربېره د کندهار زياتره دولتي ادارې هم وې. د ودانۍ شمالي او جنوبي لور ته ودانۍ جوړې شوې وې چې په منځ کې يې لوى غولى دی.
احمدشاهي کلا
د کندهار احمدشاهي ښار د مستطيل په بڼه و او شاوخوا يې يوه کلا را تاوه شوې وه. دغې کلا شپږ دروازې درلودلې (کابل دروازه، ښکارپر دروازه، هرات دروازه، عيدګاه دروازه، توپخانې دروازه او برو دروازه).
دغه هره دروازه له پنډو پنډو تختو څخه جوړه شوې وه او ايربي اېښودل شوې وې.
احمدشاهي کلا په هر سل متره کې يو وتلى برج درلود چي له دغه وتلي برج څخه د کلا دباندې ځای او د کلا بېخ څارل کېدل. د هر برج پر سر باندې د توپ ويشتلو له پاره يوه ځانګړې ځای و او د هرو دوو برجو ترمنځ د باران د اوبو وتلو لپاره پنځه پنځه ناوې جوړې شوې وې.
د کلا وروستىۍ بیارغونه د امير حبيب الله خان په پاچاهۍ کې هغه وخت سر ته ورسېده چې سردار محمدعثمان خان د کندهار د نايب الحکومه په توګه د دغه ښار مقتدر واکمن و.