عقرب 15, 1401 11:27 Asia/Kabul
  • د کندهار هوايي ډګر

د کندهار ولايت نړیوال هوايي ډګر د کندهار ښار په جنوب ختیځه برخه کې په ۱۶ کیلومترۍ کې پروت دی.

د کندهار هوايي ډګر د امريكايي انجینرانو له خوا په ۱۳۴۲ لمريزكال كې جوړشو. دغه ميدان په منځنۍ آسيا كي يو له نړيوالو ميدانونو څخه دی، چي ځانگړى اعتبار لري او زموږ ملي هويت ته افتخار وربخښي. په ۱۳۵۳ لمريز كال كې د افغانستان هوايي ځواکونه هم په دغه ميدان كې ځاى پرځاى شول. په لومړيو كې دكندهار د ملكي هوايي ميدان د آمريت پرسونل تقريباً ۱۲۰۰ نفرو ته رسېدلو. د ډاكټر نجيب الله د واك په وخت كې د داخلي جگړو په وجه او پرهوايي ميدان باندې د مخالفو ځواكونو له خوا د راكټونو د توغونې له امله ملكي الوتنې په ټپه ولاړې وې. د طالبانو د واك پر مهال ملكي الوتنې بېرته له سره پيل شوې او همدارنگه د عربو متحده اماراتو او هندوستان ته نړیوال پروازونه كېدل. د سپتېمبر د ۱۱ نېټي تر پېښې وروسته دكندهار هوايي ميدان د جگړې په مركز بدل شو، چې د جگړو په اثر د هوايي ډگر ودانۍ ونړېدلې او د هوا نوردۍ ټول تاسيسات له منځه ولاړل.

د مؤقت حكومت له دورې څخه بيا تر۱۳۸۴ كال پوري د یو اس آی دی موسسې له خوا د هوايي ډگر د بيا رغونې كار جريان درلود او د ۱۳۸۴ كال د تلې/میزان په مياشت كې د هوايي ميدان ترمينل او په هغه پورې اړونده څانګې په فرنېچر او موبل تجهيز او د لومړنيو الوتنو وسايط هم د نوموړې مؤسسې په مرسته برابر شول. له سره سره د مامورينوهستوگنځايونه بېله رغونې پاته شول. په ۱۳۸۶ كال كې د ولايت مقام د خاصي پاملرنې او هڅو په پایله کې يو باب سالون د بهرنيو او داخلي مېلمنو لپاره د ټولو اسانتیاوو، موبل او فرنېچرسره ورغول شو.

د ترمينل شاوخوا سړكونه په قيرورغول شول او د هوايي ميدان پرسونل وستايل شو. په دغه وروستيو كې يو ملي سوداګر چي دافغان يونايټيډ بانك مشري هم پر غاړه لري د ۱۱۰۰۰۰ زره امريكايي ډالرو په لگښت د هوايي ډگر عمومي پارك بيا ورغولو او د هوايي ميدان سره يې د فرنيچر مرسته وكړه.

د كندهار د هوايي ميدان د هوانوردۍ ملكيت ۱۰ زره جريبه ځمكه ده، چي مخکې د دې څخه يوازي ۱۰ جريبه يې د ملكي هوايي ميدان په لاس كې وه او پاته نوره ټوله يې د ايساف ځواكونو، د ملي دفاع وزارت او داخلې وزارت ځواكونو تر خپلي ولکې لاندي کړې وه خو اوس ټول د موقت حکومت یا طالبانو په لاس کې دی. د كندهار هوايي ميدان د كندهار ښارد (نوي ښار) په سيمه كي ۸ بابه د هستوگني كورونه لري.

د کندهار ولايت نړیوال هوايي ډګر د کندهار ښار په جنوب ختیځه برخه کي په ۱۶ کیلومتري کي موقیعت لري. د ميدان آمريت ۲۶ نفره پرسونل لري، چي ۱۰ نفره يې مامورين، ۱۳ يې خدمتي اجيران او ۳ نفره يې اجيرباالمقطع دي. د ذكرشویو ۱۰ نفرو مامورينو څخه يې ۵ نفره مسلكي او ۵ اداري دي، چې د الوتنو له شروع بيا تر پایه پورې همالته وي.

تگ