عقرب 15, 1401 11:18 Asia/Kabul
  • د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ پیژندنه

سپين بولدک يا سپين بولدک ولسوالي د افغانستان د کندهار ولايت ختیځه برخه ده چې لویدیځ ته يې دامان ولسوالي، شمال ته یې ارغستان ولسوالي، ختیځ ته قلعه عبدالله (پاکستان) او جنوب ته يي د ښوراوک ولسوالي پرته ده. دا يوه ډيره په زړه پورې ښکلې او د افغانستان د لويو تجارتي ولسوالیو څخه ده، ددې ځای خلک په بزګرۍ، تجارت، بار وړلو، او چوپانۍ بوخت دي

سپين بولدک يا سپين بولدک ولسوالي د افغانستان د کندهار ولايت ختیځه برخه ده چې لویدیځ ته يې دامان ولسوالي، شمال ته یې ارغستان ولسوالي، ختیځ ته قلعه عبدالله (پاکستان) او جنوب ته يي د ښوراوک ولسوالي پرته ده. دا يوه ډيره په زړه پورې ښکلې او د افغانستان د لويو تجارتي ولسوالیو څخه ده، ددې ځای خلک په بزګرۍ، تجارت، بار وړلو، او چوپانۍ بوخت دي.

سپين بولدک ته د کابل له خوا راتګ تر يو حده لوی او ستړی سفر دی خو د چمن پاکستان څخه تر ننوتلو وروسته همدا ولسوالۍ شروع کيږی. تاسو د الوتکې په وسيله کندهار ولايت ته تللی شئ. د جنوبي آسیا تر ټولو لوی هوايي ميدان په کندهار کې موجود دی، کوم چې تاسو ته د کندهار ولايت او وروسته د سپين بولدک ولسوالۍ ته په راتګ کې اساني راوستلای شي. د ټرین پوسیله: سراسر په کندهار ولایت کي اوس مهال ريل ګاډی نشته خو د هند سره د ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو کې د کندهار چمن د ريل ګاډي سړک هم موجود د. مطلب دلته هر وخت کېدای شي د ريل ګاډي امکانات برابر شي.  د کندهار کابل لويه لاره چې هلمند، کابل، هرات غزني، او داسې نورې سيمي سره نښلوي. په کندهار ښار کې د سپين بولدک او چمن لويه لاره موندلې شئ چې هغه لاره تاسې نېغ د سپين بولدک ولسوالۍ ته رارسوي. د چمن کندهار لاره تر ډيره حده پورې جوړه ده. د بس پوسیله: په سپين بولدک ولسوالۍ کې د بس سيستم شته مطلب تاسې د کندهار ښار څخه تر چمن پوري د پلانکوچ له لارې سفر کولاي شئ او کندهار ښار په خوله کې او په سپين بولدک ولسوالۍ کې د بسونو لويې اډې شته.

تاریخی سیمی، او د ليدو وړ ځایونه

د چمن دروازه، د شوروي اتحاد ويجاړ ټانکونه او نور. د لیدو وړ ځایونه: د سپين بولدک بازار، ګمرک، د فوټبال لوی سټيډيم، د لقمان کلی او داسي نور.

سپین بولدک ولسوالی زړه راښکونکې منظرې او ځایونه لري. خلک يې پښتانه او مېلمه پاله دي. که څه هم خلک يې زده کړي نه دي خو اوس اوس یې اولادونو ته د زده کړو زمينې برابرې او مینه هم ورسره لري. د سپين بولدک ولسوالۍ ته د سفر لپاره د تعليم ډېر ضرورت نشته. په دغه ولسوالۍ کې اوسمهال ډير تعليم يافته دي، خو ١٠ کاله مخکې دلته ډير خلک بي تعليمه وه.

 

تگ