د کندهار د ارغستان ولسوالۍ پیژندنه
ارغستان ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت يوه ولسوالي ده. دا يوه ډېره په زړه پورې او ښکلې سيمه ده. ددغه ځای خلک په مېلمه پالنه کې د افغانستان تر هيڅ ځای کم نه دي. په دغه ولسوالۍ کې ډېر زيات خلک بزګران دي او کسب يې بزګري ده.
د تنګي خوله: چې د ارغستان د اوبو د بند آخرنۍ برخه به وې د ارغستان د خلکو لومړنی او وروستی ارمان دی. د ارغستان د اوبو د بند لومړنۍ سروې د داود خان مرحوم په ریاست جمهورۍ کې و شوه ، چی وروسته حکومتونه يې هم صرف تر سرويګانو پورې محدوده وه. خو د ارغسان پربند عملي کار لا تر اوسه نه دی پیل شوي. د سيمې د غرونو جوړښت اوموقيعت يې د بند لپا ره خورا مناسب او په زړه پورې دي، ځکه غرونه يې اکثره د سختو ډبرو يعني ناري ډبرو څخه جوړدي او سختې ډبري د اوبو د بند لپاره اړيني وي .
د دغې سيمي خلک چي ۹۵٪ نفوس يې پرزراعت تکيه کوي د بند جوړ ولو ته سخته اړتيا لري. که چيرې دا بند جوړ نه شي نو په ډېر نژدې راتلونکي کې به دارغستان خلک دهجرت سره مخامخ شي ځکه چې د ارغستان په اکثرو سيمو کي کارېزونه وچ او اوبه د مځکي تل ته لاندې ولاړي..
تاریخي اثار: په دې ولسوالۍ کې ډېر شمير زيارتونه موجود دي او ډير شمېر نور يې بيا د جنګ په وخت کې له منځه وړل شوي دي.
د لیدو وړ ځایونه: هره هفته په زرګونو خلک د کندهار، هلمند، کوټې، او زابل څخه په چکر راځي څو د ښکلیو اوبو سره سره نورهم ډېر څه وويني.
د کندهار ښار او ارغستان ولسوالۍ ترمنځ د ارغستان پر رود د یوه لوی پله د اساسي جوړولو چاري بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندي شو. دغه پل د یوه خصوصي ساختماني شرکت له خوا جوړ شوی چي لګښت يې نړیوال بانک او تخنیکي چارې يې UNOPS پر غاړه اخیستي وې. د ارغستان ولسوالۍ مربوط دغه پل ۲۶۰ متره اوږدوالی لري، چي د جوړولو چارو يې دوه کاله وخت ونيولو.