عقرب 15, 1401 11:03 Asia/Kabul
  • د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ لنډه پېژندنه

ارغنداب يا ارغنداو د افغانستان د کندهار ولايت يوه ولسوالي ده، چې د پنجوايي، کندهار، شاوليکوټ او خاکرېز ولسوالیو سره پوله لري. دا ولسوالي شاوخوا د ارغنداب پر پله چې باغ پل نوميږي نيم افغانستان سره نښلوي. دا يوه ډېره په زړه پورې او ښکلې سيمه ده.

ارغنداب ته د ننوتلو پر وخت شاوخوا ٣ مهمې پوستې د امنیتي ځواکونو ځای راځي، چې زياتره شمېر يې په شخصي کالو کې وي او قومندانان يي لوی ږیري يا لوی برېتي وي کوم چې هغه خلک يي زيات خوښوي.

د ارغنداب د ولسوالۍ په سيمه کې د محلي پولیسو د يوې امنيتي پوستې غړی. محلي پولیس د کلي د خلګو په پيژندلو کي ډير مهارت لري

د لیدو وړ ځایونه:

د ارغنداب رود غاړه ښکلې او صافه هوا لري. د باغ پل دوکانونه د رود غاړې څخه لږ لوړ، د ارغنداب د باغ پل  پارک چې باغ وحش هم نوميږي، د بابا صاحب زيارت چې ټول ارغنداب ترې معلوميږي، د کوهک غرونه چې د ټول ارغنداب په منځ کې پراته دي او ټول ارغنداب ترې ليدل کېږي، د دهلی بند چې د ماهيانو رانيولو او پلورلو مېلې او د ډول سورنا ځای دی. هره هفته په زرګونه خلک د کندهار، هلمند، کوټې، او زابل څخه په چکر راځي څو له ښکلو اوبو سره سره له ماهيانو هم خوند واخلي.

تعلیم

 د دغې ولسوالۍ په تشکيل کې ٢٢ ښوونځي دي، چې پرانيستي او شاوخوا ۴۵٠٠ زده کوونکي په کې زده کړې کوي. د پوهنې پر رياست نيوکه کيږي چې د پوهنې بهير له ستونزو ډک دى او هغوى ورته لازمه پاملرنه نه کوي. ياده دې وي چې ډېرى ښوونځي ودانۍ او د احاطې دېوالونه نه لري. دغه راز د مسلکي ښوونکو او درسي لوازمو کمښت هم جدي ستونزې دي.

خوراک

د افغانستان تر ټولو زیات انار د پنجوايي او ارغنداب په ولسوالۍ کې دي. د انارو سره سره انګور، ګيرينګيچ، شفتالو، الوچه، او داسې نور هم پيدا کيږي. په ډوډۍ کې بانجان، پټاټې، بينډئ، د پسه او چرګ غوښي هم پيدا کيږی. جیب خرڅ په کندهار کې د يوې ورځې معمولاً ۵٠٠ افغاني د يو بهرني مسافر خرڅ راځي، خو که څوک پيژني يا د چا کره اوسيږي بيا شاوخوا ۶٠ يا ٧٠ افغاني کيږي. دغه ولسوالۍ په ٢٠٠١ کي د طالبانو د مرکز په توګه يعنې د هغو د ارګ په توګه کارېدله، ولې چې ملا محمد عمر شاوخوا په همدغو سيمو کې پيداشوی و، نو ځکه يې له بل هرځای څخه په کندهار کې ډېر پلويان درلودل.

تگ