د مطالعې ګټې
عقرب 10, 1401 18:39 Asia/Kabul
مطالعه تاسو ته دا شونتيا درکوي, ترڅو د يوې موضوع په تړاو خبرې وکړئ.
د مطالعې ګټې:
- مطالعه يوه فعاله ذهني تګلاره ده.
- مطالعه تمرکز زياتوي.
- مطالعه په ځان باندې د باور د رامنځته کېدو سبب ګرځي.
- مطالعه د فردي انضباط د ډېرښت سبب ګرځي.
- مطالعه خلاقيت زياتوي.
- مطالعه تاسو ته دا شونتيا درکوي, ترڅو د يوې موضوع په تړاو خبرې وکړئ.
- مطالعه ارزانه بوختيا ده.
- مطالعه تاسو ته دا امکان درکوي, ترڅو په خپل اختيار مطالب زده کړئ.
- مطالعه ستاسو د استدلال ځواک زياتوي.
- مطالعه د دې سبب ګرځي, ترڅو تېروتنې مو را کمې شي.
- مطالعه ستړيا را کموي.
- مطالعه کولای شي, ژوند ته مو بدلون ورکړي.
- مطالعه اروايي فشار (سټرس) را کموي.
- مطالعه تاسو د ډيجيټلي نړۍ له زيانونو څخه لرې ساتي.
- د کتاب مطالعه تل د فلم له کتلو څخه غوره ده.