عقرب 10, 1401 12:57 Asia/Kabul
  • د ګني (Sugar Cane) حيرانونکې طبي ګټې

د ګني شربت (جوس) د سينې سرطان او د انسان د بدن غړو ته د مقاومت ځواک ورکوي

په اسيايي هېوادونو کې ګنی نه يوازې له مالي پلوه بلکې د روغتيايي چارو په برخه کې هم ډېر زيات ګټور تمامېدای شي.

ګنی په ټوليز ډول زموږ په روغتيا باندې مثبت اغېزه غورځولی شي.

اوس د ګني شربت ( جوس) ځیني ګټورې برخې درپيژنو:

نيم سيري , ستوني خارښت , او زکام

ګنی د نيم سيري، د ستوني خارښت او زکام لپاره هم يوه ډېره ګټوره کورنۍ درملنه ده.

کله چې انسان باندې تبه راشي نو ډاکټران هم ناروغ ته د ګني شربت (جوس) د ورکولو لارښوونه کوي.

ژېړي یا يرقان

هغه ناروغان چې د ژېړي یا يرقان په ناروغۍ اخته دي د ګني شربت ورته له اکسيرو کم نه دي، ځکه چې دا د بدن ګلوکوز لوړوي او د ناروغ د بدن د پوستکي په ښکلا کې مهم رول لري.

هاضمه

ګنی د هاضمې او د قبض لپاره ګټور درمل دی.

د زخمونو  تداوي

ګنی د سکروس نامي شکر زېږنده ده، چې په قدرتي ډول د زخمونو په تداوۍ کې ګټور ثابت شوی دی او له دې پرته د شکر یا شوګر د لوړوالې سلنه هم زياتوي.

زړه او کوليسټرول

ګنی د زړه د ناروغانو ساتونکی دی او د بدن د کوليسټرول د لوړېدو مخه نيسي.

سوزاک

ګنی د سوزک ناروغۍ لپاره مهم درمل ګڼل کيږي.

د سينې سرطان

ګنی يوه پيچلۍ برخه لري چې د انسان د غړو او د سينې د سرطان مقابل کې مقاومت ښيي.

د هډوکو د ټينګښت لامل ګرځي

په ګني کې کلسيم او تيز قدرت لرونکي مواد شته چې د هډوکو په ټينګښت کې مهم رول لري.

د وينې کمښت

څوک چې د وينې کمښت لري هغه بايد د ګني شربت وڅښي ځکه چې په ګني کې په پرا خه ډول اوسپنه شتون لري.

ځيګر او پښتورګو لپاره

بېلا بېلو څېړنو دا څرګنده کړې ده، چې د ګني شربت ( جوس) ځيګر او د پښتورګو لپاره ډېر ګټور دی او دا په قدرتي ډول سره د ځيګر او د پښتورګو له پاک والي سره د هغوي د ځواک هم زياتيږي.

ګني نه جوړه شوې ګوړه هم وسپنه لري، او دا څرګنده ده چې د انسان بدن ته وسپنه ډېره اړينه ده، ځکه چې د اوسپنې له شتون سره د انسان په بدن کې د وينې کمښت نه راځي

د انسان بدن ته د مايکرونيوټرنټس ته ضرورت دی، او له دې وجې نه انسان په شعوري او روحي ډول سره يو کار پای ته رسولی شي، او ګوړه د يوه داسې مايکرونيوټرنټس نه برخمنه ده.

تگ