عقرب 08, 1401 10:00 Asia/Kabul
  • پاکستان کې د لاریونونو دوام ؛ د تحریک انصاف ګوند ستر لاریون پیل کړی

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ ستر لاریون له لاهور څخه د پلازمېنې اسلام اباد په لور وخوځېد.

پرون د دې لاریون تر سفر مخکې عمران خان خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال د 'ای ایس ای' د دوو چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې ولس دې په دې پوه شي چې د عمران خان نیت شخړو ته لمن ووهل او ګډوډۍ رامنځته کول دي.

د پاکستان پخواني صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له پوځ څخه وغوښتل چې په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځي استخباراتو دوه مشران له خپلو دندو ګوښه کړي.

عمران خان د اعتراضونو په دویمه ورځ په لاهور کې پرون وویل چې د 'ای ایس ای' د دغو چارواکو د ګمارنې په تړاو دې تحقیق وشي.

د تحریک انصاف د ګوند تظاهرات د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د جمعې په ورځ پیل شول او دا ګوند اټکل کوي چې د اونۍ تر پایه به د نومبر په څلورمه په پلازمېنه اسلام اباد کې راغونډېږي.

اسوشیتدپریس اژانس څرګندوي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله پرون ادعا وکړه چې عمران خان په زرګونو کسان د اسلام اباد په لور په مخه کړې دي او غواړي چې ګډوډي رامنځته کړي.

رانا ثنا الله وایي چې اسلام اباد ته به د دې لاریون د ننوتو مخه ونیسي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګ زیب بیا عمران خان تورن کړ چې له نورې نړۍ سره د پاکستان دیپلوماتیک روابط خرابوي.

عمران خان چې سږکال د اپرېل په میاشت کې د پارلمان د نه باور رایي له لارې له صدارته لرې شو، ادعا کوي چې له واکه د ده لرې کېدل یوه توطیه وه چې د ده ځای ناستی شهباز شریف او د امریکا متحد ایالتونو جوړه کړې وه. دا تور هم شهباز شریف هم واشنګتن رد کړی دی.