عقرب 03, 1401 12:31 Asia/Kabul
  • امير عبداللهيان: اوکراین سره د بې پیلوټه الوتکو پلور د ادعا څېړلو ته چمتو یم

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له اوکراین سره په کتنه کې د بې پیلوټه الوتکو د پلورلو د ادعا په اړه د څېړنو لپاره خپل چمتووالی تایید کړ.

سحر افغانستان د ایرنا په حواله راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان له اوکراین سره په ګډه غونډه کې د بې پیلوټه الوتکو د خرڅلاو د ادعا په اړه د څېړنو لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ او ویې ویل: موږ روسیې ته هیڅ ډول وسلې او بې پیلوټه الوتکې نه ورکوو او نه مو ورکړې دي چې په جګړه کې ترې کار واخلی. له اوکراین سره."د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: د جنګ په اړه د ایران مسئله په څرګنده توګه مطرح شوې ده او لکه څنګه چې موږ د سوریې او یمن د جګړې مخالف یو، د اوکرایین د جګړې مخالف یو او په تېرو میاشتو کې څو څو ځله د دغه هېواد د جګړې مخالفت کړی دی.

حسین امیرعبداللهیان زیاته کړه: د جګړې په پیل کې اوکرایني لوري د اوربند په لټه کې وو، خو روسیې ویلي وو چې اوکراین د اوربند په لټه کې نه دی، خو له څه مودې وروسته وضعیت کړکېچن شو او دواړه لورو د اوربند د ماتېدو په تور یو بل تورن کړل.

هغه په ​​دې خبرې سره چې د تهران سیاست متضاد نه دی او مونږ د اوکرایین په شمول په سیمه کې د سولې لپاره هلې ځلې کوو او زیاته یې کړه: اوس زمونږ په خلاف فضا جوړونه روانه ده او په ایران تور لګول کیږی چې مسکو ته د ایران لخوا دغه ډرون ورکړ شوې دي خو زه غواړم ووایم چې ایران او روسیه د دفاع په شمول بېلابېلې همکارۍ لري.هغه همداشان ټینګار وکړ: مونږ په تیرو وختونو کې له روسیې څخه وسلې ترلاسه کړې او روسیې ته یې د اسانتیاو برابرولو او ترلاسه کولو ته دوام ورکوو او مونږ په یو اصولی نظر سره د اوکرایین د جګړې مخالف یو، مونږ د روسیې او د اوکراین د جګړې مخالف یو. او نه موږ روسیې ته د اوکراین پر ضد د جګړې لپاره وسلې نه دي ورکړي.