توماس وسټ: راتلونکي میاشت به د افغانستان اماني صندوق د غړو غونډه جوړه شي
د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه غونډه جوړېږي، په پام کې ده دا غونډه راتلونکي میاشت د اماني صندوق د غړو له خوا جوړه شي. توماس وسټ دا خبره د افغانتسان د کنګل شوې شتمنۍ په اړه د یوې انلاین غونډې پر مهال کړې ده.
ویسټ ویلي چې د دې صندوق غړي به یو د امریکا، یو د سویس او دوه د افغانستان استازي پکې شامل دي، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د درې میلیارده ډالرو د برخلیک په اړه مهمې پرېکړې وکړي.
ویسټ ویلي په پام کې چې د افغانستان د کنګل شوي شتمنۍ په اړه د افغانتسان د تجربه لرونکو اقتصاد پوهانو یو بل بورډ هم جوړ شي.
د یادولو وړ ده چې څه وخت مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ څخه به درې نیم میلیارډ ډالره په سویس کې یو بانک ته وسپاري، او هلته به د افغان فنډ په نامه صندوق کې خوندي شي.
هغه وخت دامریکا د دې پرېکړې په غبرګون کې د افغانستان اوسني سرپرست حکومت امریکا د افغانستان د شتمنۍ پر غلا کولو تورنه کړې وه.