حوت 19, 1402 18:46 Asia/Kabul
  • د نېکمرغۍ خنډونه

لیکوال: محمد قدوسي

لكه څرنګه چي نېکمرغي ځانګړي اسباب او عوامل لري همدا راز خنډونه لري چي دنېکمرغۍ او انسان ترمېنځ درزونه اچوي چي ځیني يي په لاندي توګه دي .

لومړی حسد او کېنه ده چي په هغه چا نېکمرغۍ او خوشالي حرامه ګرزوي څوک چي ورباندي اخته شي . رېښتیاهم چي څه ډول به یوڅوک دنېکمرغۍ خوند څکي پداسي حال کي چي ویني دالله تعالی نعمتونه په خلګو اوري خو دده پېرزو نه وي دحسد په هکله بشپړه پوهنه دحسد په بحث کي وګورﺉ شاعر وايي :

إِنِّي لَأَرْحَمُ حَاسِدِيَّ لِحَرِّ مَا ضَمَّتْ صُدُورُهمُ مِنَ الأَوْغَار
جَحَدُوا صَنِيعَ اللهِ بِي فَعُيُونُهُم فِي جَنَّةٍ وَقُلُوبُهُم فِي النَارِ

زما خوپه هغه چا زړه سوځي څوک چي له ماسره حسد کوي ځکه چي سېنه يي دحسد له اورڅخه تودوخي نېولي وي څه چي الله تعالی له خپلو بندګانو سره کوي هغه نه مني سترګي يي په جنتونو لګېږي او زړونه يي په اور کي سوځول کېږي .

تمه دانسان او نېکمرغي ترمېنځ ځکه خنډ پرېوزي چي تمه لرونکی انسان په هېڅ شي نه قانع کېږي ولوکه ددنیا سره اوسپین ټول دهغه په واک کي وي .

کله خو انسان د ژوند دجمود له کبله دخوشالي او نېکمرغي له احساس څخه محروم شي او خپګان او اوتنګي ورباندي پېڅول وغوړوي، یوشی که هرڅومره ښکلی او ښایسته وي خوچي په تکراري بڼه دانسان مخي ته راځي هغه ورڅخه خواتوری کېږي او دتنګۍ احساس کوي .

دا زړتنګي هغه چاته هم پېښېږي څوک چي په ښکلو قصرونو او لوړو آپارتمانونو کي په عیش او عشرت کي اوسېږي لکه پاچاهان او بډایان چي دهمدغي نېکمرغي دتلاش او دزړتنګي دلېري کولو په موخه په کال کي څو څوځلي بېدیا او بدوي ژوند ته مخه کوي .

دژوند دخړپړتیا دلېري کولو، دخوشالي دلاس ته راوړلو او دزړتنګي دختمولو لپاره انسان ته په کار ده چي کله هم پدې احساس اخته شي هغه پخپلو ځینو شیانو کي نوښت او تنوع راولي، دمثال په توګه دکورني ژوند مېتود بدل کړي، خوراک اوڅښاک ته تغیر ورکړي، دلوستلو او مطالعې ډګر تبدیل کړي، یوې خواته سفر وکړي، که امکانات په لاس کي ولري دڅه وخت لپاره نوي چاپېریال یابلي سیمي ته کډه وکړي همدغه دژوندانه دتګلارو بدلول دهغه دزړتنګي په لېري کولو کي مرسته کولای شي .

دمثال په توګه لیمودی چي که يي انسان په یوه شکل دزیات وخت لپاره وخوري ورڅخه خواتوری کېږي خو که يي کله په خوراک کي وکاروي، بل وخت شربت ورڅخه جوړ کړي او بل وخت يي په چایو وکاروي نه ورڅخه خواتوری کېږي .

غوښي خو دهرچا خوښي وي خو که دتل لپاره په یوه شکل پخېږي انسان ورڅخه خواتوری کېږي خو که کله شوروا، بل وخت سالن، او څه وخت وروسته کباب ورڅخه جوړشي دانسان خواتوري ختموي او خوند ورڅخه آخلي .

کله خو بیا دالهي نعمتونو دوام انسان له ژوند څخه خواتوری کړي دمثال په توګه که هغه تل په ډکه خېټه ګرزي دخوشالي احساس يي ختم شي زړتنګي ورباندي وغمېږي داچي الله تعالی په انسان باندي په یوه ټاکلي وخت کي حلال نعمتونه درمضان په میاشت او دحج په موسم کي حرام ګرزوي یو ستر حکمت يي داهم دی چي هغه ته دنېکمرغۍ او خوشالي احساس بېرته راوګرزي.

تاسوبه آزمویلي وي چي درمضان په میاشت کي انسان دروژه ماتي په وخت کي له ساده خوړوڅخه دومره لذت آخلي چي په عامو ورځو کي يي له ډېرو ښو ډول ډول خوراکونو څخه نشي اخېستلای داځکه چي هغه دڅه وخت لپاره ورڅخه اېسار شوی وي .

شاعروايي:

لَعَمْرِي لَقُدْمًا عَضَّنِي الْجُوعُ عَضَّةً فَآلَيْتُ أَلَّا أَمْنَعَ الدَّهْرَ جَائِعَا

والله چي یوه ورځ لوږي داسي وچېچلم چي له ځان سره مي هوډ وکړ چي ټول ژوند به وږی سړی ونه شړم.

که یو دوست او یا ملګری دزیات وخت لپاره درڅخه بېل شي خو چي کله درسره مخامخ شي زیات دخوشالي احساس کوې خو که سرچپه هغه هره ورځ درسره ویني او یايي هره ورځ په لمانځه کي وینې هغومره دخوشالي احساس نکوې.

همدا راز انسان دعادي ژوند په خوند هغه وخت پوهېږي چي دڅه وخت لپاره په روغتون کي بسترشي او یا یوڅو ورځي زندان ته واستول شي .

که ستا کور دبرېښنا په ډول ډول څراعونو رڼا وي اوستا په خوشالي کي يي ارزښتمن رول نوي خو چي کله برېښنا دڅه وخت لپاره قطع شي او بیا بېرته راشي څومره خوشالي او نېکمرغي درک او دالله تعالی شکر په ځای کړې او بې ارادې دالحمد لله په خوله راشي .

دهمدغو مثالونو له وړاندي کولوڅخه داحقیقت جوته کېږي چي مونږ هغه وخت دشیانو په خوند پوهېږو کله چي دڅه وخت لپاره ورڅخه اېسار او محروم شو، ځکه خومسلمان ته په کار دی چي پدې پوه شي چي الله تعالی چي ځیني شیان په هغه حرام ګرزولي دي یوحکمت يي داهم دی چي په خوند يي پوه شي او خوشالي او نېکمرغي يي په برخه شي .

که غواړي چي ستا لوټ شوي خوشالي او نېکمرغي بېرته درته راوګرزي نو دڅه وخت لپاره دالله تعالی حلال نعمتونه دروژې په وسیله پخپل ځان باندي حرام کړه هم به د الله تعالی په وړاندي اجر مومې او هم به دنعمتونو له مطلوب خوند څخه برخمن شې . لکه ددوشنبې او پانشنبې په ورځ روژه نېول او درې ورځي دهري میاشتي په نېمايي کي روژې نېول چي مسنون عمل دی او ګټي يي نوري هم ډېري زیاتي دي .

هغه ګناهونه چي انسان يي مرتکب کېږي دهغه له ژوند څخه خوشالي او نېکمرِی تښتوي ډېر داسي کسان شته چي کله دخوب بستر ته پناه یوسي خپل بد عمل او کړي ګناهونه يي خوب وتښتوی او دګناهونو بدمرغي يي شړي.

ددې لپاره چي دګناهونو په وسېله دهغه لوټ شوي خوشالي او نېکمرغي بېرته دانسان انګړ ته راوګرزي هغه ته په کار ده چي الله تعالی ته توبه ګارشي او د الله تعالی درحمت او مغفرت دروازه هروخت خلاصه وي .

ځیني کسان داسي هم وي چي دخوشالي وسایل او دنېکمرغۍ اسباب يي په لاس کي وي خو هغه دکمتري په احساس اخته وي په دې معنا چي ګواکي ټولنه او دهغه چارپېره انسانان هغه ته په درنه سترګه نه ګوري او یا دهغه حق نه ورته ورکوي هغه ته په کار دی چي پدې عقیده وساتي که دهغه تګلاره مخلصانه او صادقانه وي بالآخره به داسي څوک ومومي چي دتګلاري ملاتړ او درنښت وکړي.

کله هم ددې تمه مه ساته چي خلګ تا اوستا کارونواو یا ستا اهدافوته په هغه ارزښت قایل شي کوم چي تاته يي لري لکه ته چي هغوی ته په دومره ارزښت قایل نه يې څومره چي هغوی ته ځانونه ښکاري.

له نورو څخه پوښتنه وکړه چي هغوی په څه شي خوشاله کېږي چاچي دخوشالۍ او نېکمرغۍ خوند څکلی وي له هغوی څخه پوښتنه وکړه، له متخصصینو او دټولنېزو چارو له پوهانوڅخه دنېکمرغۍ داسبابو پوښتنه وکړه ، دنېکمرغۍ په موضوع باندي لېکل شوي کتابونه ولوله او مهم ټکي له ځان سره یاداشت کړه دنبوي سېرت مطالعه وکړه کوم چي دټول بشریت لپاره دنېکمرغۍ دتحقق ترټولو ارزښتمن پیغام دی .

رېښتوني نېکمرغي او حقیقي خوشالي د الله تعالی دحکمونو په منلو او دنبوي لارښوونو په پیروي کي ده چي انسان يي پخپل عملي ژوند پلي کړي .

يَا خَادِمَ الْجِسْمِ كَمْ تَسْعَى لِخِدْمَتِهِ أَتْعَبْتَ نَفْسَكَ فِيـمَا فِيهِ خُسْرَانُ

أَقْبِلْ عَلَى النَّفْسِ فَاسْتَكْمِلْ فَضَائِلَهَا فَأَنْتَ بِالرِّوحِ لَا بِالْجِسْمِ إِنْسَانُ

اې دبدن چوپړ وهونکیه څومره يي په چوپړ کي ستړی يې پداسي څه کي دخپل ځان ستومانه کړی دی چي په هغه کي دتاوان دی خپل ځان ته مخ ورواړوه او نېکيوي يي بشپړي کړه ځکه چي ته پروح سره انسان ګرزول شوی يې نه په بدن سره.