حوت 17, 1402 09:47 Asia/Kabul
  • د خواله رسنیو د کاروونکو شمېر تر ۵ میلیاردو واوښت

په نړۍ کې د خواله رسنیو یا ټولنیزو شبکو د کاروونکو شمېر له ۵ میلیاردو او ۴۰ میلیونو واوښت.

د خواله رسنیو د کاروونکو د ډېرېدو دوه دلیله په ګوته کېږي؛ یو د انترنیټ پراختیا او بل د ټولنیزو شبکو د شمېر زیاتېدا.

د ملګروملتو پر اساس، د تېر کال د همدې وخت په نسبت د نړۍ نفوس ۷۴ میلیون تنه زیات شوی چې په دې حساب د نړۍ د نفوس کالنۍ وده صفر اعشاریه ۹ ده.

د انسانانو له ډېرېدو او د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره هم د خواله رسنیو د کاروونکو شمېر ارتباط لري.

کال په کال انترنیټ د انسانانو پر یوې اړتیا بدلیږي. اوس هم داسي ډېر هیوادونه شته چې انترنیټ ورته هومره مهم دی لکه برېښنا.