حوت 16, 1402 09:30 Asia/Kabul
  • د (ژوند په ادبیاتو کې) اثر لنډه تحلیلي شننه

پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي

ژوند ته هر انسان له خپله دیده ګوري. دا د انساني غریزې، ذات، فطرت، جوړښت او کرامت یوه لویه ځانګړنه ده چې څوک تلپاتې ژوند غواړي او له مرګ سره مبارزه کوي او څوک مرګ ته ښه راغلاست وايي او اصلي ژوند په مرګ کې ویني. څوک په ژوند کې کوښښ کوي چې ډېر مال او دولت ولري، خو ځینې ګوښه توب غور کوي او ژوند په یوازیوالي کې لټوي.

ژوند یوه مانا او یو تعریف نه لري چې د ټولو انسانانو لپاره یو شان د منلو وړ وي، لامل یې دا دی چې د انسانانو غوښتنې، ذوقونه، ښوونه، روزنه، په بېلابېلو کورنیو کې زېږېدنه، وراثت، انساني توپیرونه، په بېلا بېلو چاپیریالونو کې پیداېښت او لویېدل، عقیدې او باورونه، لاشعور او ټولنیز شعور یې سره توپیر لري.

که ژوند په ادبیاتو کې لټوو، نو لومړني بحثونه یې په اسطورو، فلکلور او حماسو کې لیدل کېږي؛ هلته د ژوند په اړه له بېلا بېلو نظرونو سره مخامخ کېږي؛ څوک یې بریالیتوب ګڼي او څوک یې بې پروا د اخرت په طمعه تېروي.

موږ په ژوند کې د ژوند مانا لټولای شو او پر ارزښت یې پوهېدای شو. په لومړنیو روایاتو کې چې کله انسانان مړه کېدل، خلکو به خوښي کوله چې اصلي ژوند یې پیل شو. د هندویزم تناسخ په نظریه کې په دې اړه لږو ډېرې خبرې شته چې دوی اصلي ژوند په ښو کولو کې لټوي. دا په دې مانا شوه چې اصلي ژوند ښه کول او بد نه کول دي.

د نورستان په اسطور کې موني، ګيښ، ساتارام او نورو ارباب الانواعو خلکو ته ژوند ورکاوه، يمرا خلکو ته د ژوند تګلاره ښوده. له اسلام څخه وړاندې د نورستانيانو په عقيده يمرا په ځمکې، اسمان او ټولو موجوداتو واک چلاوه او د خپل نفس په وسيله يې موني، ګيښ او نورو ارباب الانواعو ته ژوند ورکاوه، يزداني ارباب الانواع يې له خپلې ښي سينې څخه پيدا کړ او ديوانو او پريانو ته يې ژوند ورکړ.

په لومړنیو اسطورو کې ځینې ارباب الانواع د ژوند ورکولو او ژوند اخیستلو وسیلې وې، زیوس د خپلې دښمنۍ لپاره خلک هستول او له دوی سره به یې زور ازمايي کوله، د ژوند ارباب الانواع ژوند ته ارزښت ورکاوه او د تلپاتې ژوند هیله یې درلوده او خلکو ته یې تلپاتې ژوند ورکاوه، د مرګ ارباب الانواع خلک له منځه وړل؛ په دې برخه کې د زردشت اهورامزدا او اهریمن د یادونې وړ دی، اهورا د خلکو ژوند ته خیر رساوه او اهریمن زیان رساوه، یو د ژوند استازیتوب کاوه او بل مرګ ته خلک رابلل. یو وخت د واما خلکو د (ایندر کوڼ) بڼ ته ننوتل او هلته یې د نېکمرغه ژوند هیله کوله.

د نړۍ ډېر انسانان تلپاتې ژوند غواړي او په ادبیاتو کې د ژوند د بېلا بېلو ماناوو په پام کې نیولو سره بیا هم ډېر خلک په دې باور دي چې ژوند ارزښت لري او د تلپاتې ژوند هیله کوي. کله چې په ادبیاتو کې د ژوند په مفهوم خبرې کېږي، له اسطورو او فلکلور څخه وروسته په حماسو کې یې څرګونه لیدل کېږي. له میلاد څخه په زرګونو کلونو مخکې د سومریان او بین النهرین د ګلګمېش په حماسه کې د تلپاتې ژوند فکر لیدل کېږي، دوی په مرګ باور نه درلود، د ګلګمېش ملګری (انکیدو) چې کله مړ کېږي، ګلګمېش پوهېږي چې مرګ شته، د حقیقت څرګندولو لپاره د ملګري په لټه کې بلې نړۍ ته رسېږي، هلته خپل ملګری په بد حال کې پیدا کوي، کله چې بېرته راځي، پوهېږي چې مرګ شته او د تلپاتې ژوند هیله بې مانا ده.

له اسطورو، فلکلور او حماسو څخه وروسته د ټولو شاعرانو شعرونه د ژوند په اړه خبرې او نظریات لري او هر یو (ژوند) د خپل نړۍ لیده له مخې تحلیلوي او مانا ورته ټاکي.

څوک ژوند ته اختیاري عمل وايي او ژوند اختیار ګڼي او ډېر شاعران یې جبر ګڼي او انسان په ژوند کې له اختیار سره سره بې اختیاره ګڼي.

یو شاعر وايي:

په تدبیر که دې د بام سوری بند نه کړ

دا تقدیر دی چې هغه کوټه به څاڅي

دلته ژوند ته د اختیار له فلسفي لیده کتل شوي دي، ژوند انساني کار او عمل ګڼل شوی دی، خو ډېر داسې شاعران شته چې له اختیار سره سره ژوند جبر ګڼي، وايي:

نه په خپله رای راغلم و دې عالم ته

نه په رضا درومم بیا و عدم ته

په څه شان راغلم په څه شان درومم

قطره چې بېله شي درومي بیا یم ته

له پورته دوو بیتونو څخه څرګندېږي چې ژوند له اختیار سره جبر دی. د پورته دوو بېلګو راوړلو لامل دا وو چې ژوند ته هر شاعر، صوفي، عارف، فیلسوف، ارواپوه، ټولنپوه او د داسې نورو علومو عالمان د خپل دید او لید له مخې ګوري.

ځینې شاعران فزیکي پیداېښت ته ژوند وايي او په تصوف کې معنوي پېداېښت ته ارزښت ورکوي. لومړني (جسمي) ژوند څخه دویم (روحاني) ژوند غوره دی. اګزیستانسیالیزم که فزيکي وجود په پام کې نیسـي، صوفیان او عارفان معنوي ژوند ته ارزښت ورکوي، وايي:

 

چې له مرګه پخوا ومرې

نور به نه مرې تل حیات دی

***

چې له مرګه پخوا ومرې

دا ژوندون یې اخرین دی

په حقیقت کې هره متضاده پدېده د بلې لپاره ارزښت لري او هرې دوه پدېدې یو بل پوره کوي او یو د بل لپاره دي. ژوند په مرګ کې او مرګ په ژوند کې تداخل لري او د دوی مداخله ده چې ژوند ارزښت پیدا کوي او مرګ د تلپاتې ژوند کور دی. ځینې وايي چې مرګ اصلي ژوند دی، خپل اصلي کور ته تګ دی او له حقیقت سره مخامخ کېدل دي. که د نړۍ لومړنیو انسانانو مرګ کړی نه وای او د مرګ لړۍ د هابیل او قابیل په وسیله پیل شوی نه وای، نو نن به له ژوند څخه مفهوم نه اخیستل کېده، نه به هر ژوند د ژوند په مانا و او نه به هرې مړینې ته مړینه ویل کېده. دا چې ځینې له مړینې څخه وروسته ژوندي دي او ځینې په ژوندون کې په مړو حساب دي، دلته دی چې دغه دوه متضادې خواوې خپل ارزښت پیدا کوي.

له پورته خبرو څخه څرګندېږي چې ژوند فزیکي وجود نه دی، د بېلابېلو انسانانو ژوند یو شان نه دی، هر یو د ژوند په اړه خپل نظر لري چې (ژوند په ادبیاتو کې) کتاب د همدغو نظریو له مخې د اسطورو، حماسو، فلکلور او د بېلا بېلو شاعرانو په شعرونو کې د ژوند مفهوم لټوي.

پوهاند دوکتور لال پاچا ازمون ډېر پرکاره څېړونکی او پنځوونکی دی، لوی لامل یې دا دی چې استاد په علمي کارونو کې د پختګۍ پړاو ته رسېدلی دی او کولای شي چې په لږ وخت کې ډېر کار وکړي.

 دغه اثر یې څېړنه ده، خو لیکنیزه ژبه یې څېړنیزه او هنري ده، لامل یې دا دی چې استاد په یو وخت کې څېړنه او پنځوونه کوي، نو په ذخیره شویو کلماتو، جملو او ترکیبونو کې یې د تحقیق او تخلیق څرکونه لیدل کېږي. کله چې د هر شاعر په شعر کې د ژوند مفهوم څېړل شوی دی، د شاعر شعر ته د څېړونکي تحلیل او تفسیر ډېر ارزښت ورکړی دی او د لیکوال خپل نظر، کلمات، جمله بندي، سبک او داسې نور مسایل یې د یادونې وړ دي.

په پای کې پوهاند دوکتور ازمون ته دعا کوو چې الله تعالی ورته خوښ، صحتمنده او هوسا ژوند په نصیب کړي چې خپل نور علمي کارونه هم تر سره کړي.