د پښتو شعر نایابه څېره
لیکنه: عبدالوهاب مومند
د پښتو شعر په دې ګرم بازار کې تر ډېره سړي نه د ښو انتخاب ورک شي، ځکه اوس ډېری شاعران په پښتو شاعرۍ کې لاسبري دي. زموږ ابتدايي شاعران هم اوس په دې پوهېږي، چې د ښه شاعرۍ لپاره لومړی باید رضایت وکاندي، تر څو د الهام وزرې یې لا وغوړېږي. یاد ګرم بازار د شعریت له مخې په حمزه شینواري، صدیق پسرلي، دروېش دُرواني، پیر محمد کاروان، دروېش روښان، رحمت شاه سایل او اباسین یوسفزي باندې د مینه والو سترګې ډېرې را ماتې دي، نو ځکه سړي ته ددغو نایابو څېرو ترمنځ د ښو انتخاب ورک شي، لامل یې دا دی چې یاد درانه شاعران د شعریت په ځولۍ کې داسې شاعري کوي، چې زړه مې غواړي، دا ټول یو شان وبولم او ترمنځ یې د توپیر کرښه را ونه کاږم، ځکه ټول مې د خوښې وړ شاعران دي. سربېره پر دې په کلاسیک ادب کې رزمي، ملي او فرهنګي مفکر او اتل (خوشحال خان) او بیا د صوفي عبدالرحمن شاعرۍ د شعریت په درشل کې دا کرښه کراس کړې ده، چې سړي ته په اوس مهال کې د انتخاب اجازه ورکړي، ځکه خوشحال خان د شاعرۍ مقبولیت د منځپانګې او بڼې له پلوه ـ له شرق ادب څخه په پښتو ادب کې دومره وځلوله، چې پښتو یې احسانمنه ده. دی خپله وايي:
که څوک بهر مواج وايي، ورته ښايي
په دیوان کې مې مونده شي هر سان شعر
****
که د نظم، که د نثر، که د خط دی
په پښتو ژبه مې حق دی بې حسابه
****
ما خوشحال چې په پښتو شعر بیان کړ
د پښتو ژبه، به اوس په اب و تاب شي
پښتو ته د خوشحال خان بښنې د کمیت او کیفیت په لحاظ دومره دي، چې موږ یې د پښتنو په پخواني فرهنګي چاپېر کې بل ساری نه شو پیدا کولی او بویه چې د پښتنو تر ټولو ستر فرهنګي شخصیت یې وبولو، ځکه پر پښتو او پښتنو یې حقوق ډېر دي، په دې برخه کې د خان بابا فرهنګي زیار او مښود د ستاینې څه؛ آن د نمانځنې وړ دی.
ټول په دې قانع یوو، چې د خوشحال خان ځای څوک نه شي ډکولی، خو دا کړۍ زه هله ماتوم، چې د شعریت (فکر، خیال، تصور، آهنګ، عاطفه او احساس) په ځانګړنو کې د کاروان صاحب د شعر خواږه وڅکم. ښه شاعر هغه دی، چې د ټولنې هینداره وي، چې دا غریزه د کاروان صاحب په شاعرۍ کې را برسېره ده. په یو بیت کې وايي:
مرغان دې راشي زموږ په لپو کې دې ځالي وکړي
غر مو نښتر نه لري، کلی مو چینار نه لري
دلته کاروان صاحب له جګړې څخه شکایت کوي، دی وايي، انسان خو پرېږده، آن زموږ ځنګلونه او پکې اوسېدلي ښکلي مرغان هم په امن کې نه دي، نو دی د خواخوږۍ له مخې خپل د لاسونو لپې بې ځایه شوي مرغانو ته پېرزو کوي.
هغه څه چې د کاروان صاحب د شاعرۍ سبک ته یې ځانګړیتوب ورکړی، هغه دده د چینار سېمبول او نښه ده، چې مودام یې په لفظونو کې نازولی دی. زه چې کله په یوه شعر کې هم د چونغر د سیمې ستاینه او سېمبول ولولم، نو نېغ راته د ارواښاد سلیمان لایق د شاعرۍ ملیکه رایاده شي. کاروان په یوه بیت کې خپل مخاطب داسې پوهوي چې همېش یې له ده څخه د «چینار» د سېمبول اړوند پوښتنې مطرح کړي وي:
چوپ شمه که ووایم چې دنګه یاره تا ښيم
خلک راته وايي چې کاروانه چینار څه معنا؟
دا چې پیر صاحب زموږ په کاروان کې موږ سره یو ځای پلي روان دی، نو دده ستاینه په خپل ژوندون کې یو نېک ګام دی، ځکه د ستاینغونډو یوه ګټه دا وي چې هلته د همدې شخصیت له بریالي رازونو څخه خبرې کېږي او دا چاره لامل ګرځي، چې واړه او خام شاعران یاد شاعر هم خپل الګو وګرځوي او هم دده د بریالۍ شاعرۍ رازونو څخه غلا وکړي. بل دا چې په ژوندون کې د یوې وتلې څېرې د ستاینغونډې جوړولو یوه بله ګټه دا وي چې له ډېرو ناویلو څخه دده له خپلې خولې څخه را خبر کېږو چې ممکن د یوه نوښت لامل وګرځي. کاروان صاحب د پښتنو له تربورتوب څخه ناهیلی دی او وايي چې یواځې یو بل ته ننواتې او د غېږې خلاصول زموږ د هوسا ژوند لامل ګرځېدای شي، څو یو بل ته غاړه غړۍ شو:
چې ور کاندو یو بل ته یو ـ یو ګل په ننواتې
له تا به زه جارېږم، ته له ما نه جارېده کړه
له غېږې نه دې ډېره لرې نه یمه کاروانه
یو دوه ګامه را واخله لږ لاسونه را اوږده کړه
اوسني خلک شاعري یواځې د بې کارو خلکو کار بولي، هنر په وزګارتوب بدل شو، ممکن لامل یې د فیوډالېزم اغېز وي، اوس هنرمند هغه یو دی چې ښه ژوند ولري، نه دا چې خپله کڼډو کپر وي او کیسې د شاعرۍ کوي. د شاعرۍ شرعي اړخ «حکمت» دی او په ادبپوهنه کې شاعري یو هنري کار دی، دا چې شاعر څوک ـ څنګه بولي؟ خو کاروان صاحب یې داسې را تعریفوي، چې دا خپله د شاعر ډېر لوی امتیاز را په ګوته کوي:
ستا باڼه مې د زړه جېب کې وهي ګوتې
لکه شوخ ماشومان څومره بې ادب دي
د ریاء زاهدان سپي د دوزخونو
شاعران خو شاګردان د ښکلي رب دي
دلته خپله د شاعر لپاره هم یوه موخه پرته ده، چې د ښې شاعرۍ پیغام ورکوي، کاروان صاحب وايي، چې خدای تعالی پاکۍ او ښکلا خوښوي، ځکه نظافت د ایمان یو جزء هم ګڼل شوی دی، نو د ښو شاعرۍ لپاره (اسټیټیک) یانې ښکلا خوښونه هم خپله د شاعر لپاره د ښې شاعرۍ پیغام ورکوي چې خدای خبر څومره مینه وال به پرې را مات شي.
اوس د خپلو خبرو پایله داسې څرګندوم، چې د ښه شاعرۍ معیار دا دی چې د ټولنې غوښتنې پر ځان ومني، بې له شکه کاروان صاحب ورته غاړه ایښې ده. بله خبره د شعریت دی چې د کاروان په شاعرۍ کې پوره را برسېره شوې ده. بل دا چې د «چینار» سېمبول د کاروان شاعرۍ ته یې ځانګړیتوب ورکړی، دا خپله دده د ادبي څېرې یو بل امتیاز دی. له انسان سره مینه، ښکلا پالنه او د عاطفي الفاظو کارونه هغه مقام دی، چې سخت زړونه را نرموي او مړاوي زړونه غړوولی شي. مخکې مې هم ددې اعتراف وکړ چې د پښتو شعر په دې ګرم بازار کې د نایابې څېرې لټول او انتخابول ډېر ګران کار دی خو ذوقونه متفاوت دي، ممکن بل چا ته یو بل شاعر د پښتو شعر نایابه څېره ښکاره شي. یوازینۍ لامل چې ما کاروان صاحب د پښتو شعر نایابه څېره وبلله، هغه دا چې زما د الهام وزرې یې غوړولي دي. ما یې متفرق شعرونه ډېر لوستي دي، خو لومړی ځل مې په ۱۳۹۸ کال کې د کاروان صاحب (زر زرې وزرې) شعري ټولګه لوستې ده، چې زما د شاعرۍ په بلوغیت کې یې ستره ونډه درلودلې ده. خدای تعالی دې کاروان صاحب ته ډېر عمر ورکړي، څو پښتانه دده مینه پال شاعر د شعر لوست سره مینه پال وروزل شي او د جګړې مفکورې ته د نفرت په سترګه وګوري. خپلې خبرې د کاروان صاحب د نظم په یوې کړۍ داسې راغونډوم:
د بلال خوږه آذانه
د ملالې یا قربانه
زما مینې زما ځانه
ښایسته افغانستانه
******
درنښت
عبدالوهاب مومند
۱۴۰۱/۵/۱۲