فیمینیزم او ایمل پسرلی
لیکنه: صفیه وردګ
ښځې ته د دوهم جنس په سترګه کتلو د پېړیو په اوږدو کې پر ادبیاتو ژور اغېز کړی دی. په ادبیاتو کې ښځه شیطانه، مضره، نحیفه، شر اندازه، جادوګره، ښامار… په نومونه یاده شوې او که احترام ورته شوی نو د تورسرې، عاجزې، ضعیفې په نوم یاده شوې او لا هم یادېږي خو زه دلته غواړم دا په ډاګه کړم چې د ایمل پسرلي د کیسو ښځه څوک ده؟ ژوند یې څرنګه دی؟ نور ورته په کومه سترګه ګوري؟ خپلواکه ده که بېواکه؟ برابره ده که نه ده؟ او لیکوال په کومه سترګه ورته کتلي؟!
د بېلګې لپاره د ایمل پسرلي د «له دایرې وتلي خواله» کیسې یوه یوه برخه را واخلم:
«وايي پښې در ټولې کړه.غځېدلې پښې مې داسې سره راټولې شوې لکه د ماشین بټن چې یې وهلې وي.د کمیس غاړه مې لویه وه.د برنیو دوو پوښتیو د یو ځای کېدو برخه ترې ښکارېده.دوه واړه هډونه مې نېغ راوتلي وو.راته ویې ویل غاړه پټه کړه.پړونی مې پرې راواړاوه.پوندې مې چاودلې وې،مور مې نکریزې پرې کېښودې…»
ددې کیسې ښځه لیدلوری راته وايي چې د ژوند تار یې د بل لاس کې دی.دوی یې چې هرې لور ته وړي وړلی یې شي.واک نه شته .هر څه ان پښې،ژبه،حرکات او بدن د بل په واسطه کنترولېږي:
«ماشومان مې زېږول.نه راباندې یې زېږول .پالل یې زما کار و…»
د فیمینزم مکتب د هغه سیستم خلاف دی چې ښځه او هویت یې یوازې فزیکي رادیکال او مور اوسېدل ګڼي، په دې خبره هم ټینګار کوي چې د مورولۍ غریزه په ښځه کې نه شته، بلکې له شرایطو سره سم منځته راځي. هغه برخلیک چې سنتي ټولنې یې په ښځه تحمیلوي واده دی. ډېرو ښځو واده کړی، کوي یې او یا ورته تیارې دي.خو د مثل تولید د برده ګۍ تر ټولو ستره ځانګړنه ده. په واده کې دواړه جنسه یو بل ته ضرورت لري لیکن دا ضرورت هېڅکله سره برابر نه و. ښځو هېڅکله هغه ځای نه دی خپل کړی چې له نرو سره یو شان، یو ځای په یوه سطحه واقع شي. فرانسوۍ فېمېنسټه او فیلسوفه سیمون دیبووار وايي واده په دوو دلیلونو پر ښځو تحمیلېږي، ۱:باید ماشومان وزېږوي.۲:دولت له هغې بله وظیفه نه غواړي…
نوموړې پخپله یوه مقاله کې چې د «ښځې پیدا کېږي نه، جوړېږي» په نامه ده ویلي چې ښځې له هماغې اولې ورځې د «مورولۍ» په روحیه روزلې کېږي. یا د نجلۍ زېږېدل یوازې د مور کېدو په مانا وو. د دې له پاره چې نسل ادامه ولري ښځې زېږېدلې وې! لکه مور کېدل چې د ټولو ښځو په قسمت کې وي.ایا له دغه قانون او چوکاټ چې نجلۍ ته ټاکل شوی و، وتل ممکن وو؟!
دې به ویل «ښځې مجبوره نه دی چې د مور کېدا مسیر وټاکي.» او پر دې ټینګار کوي چې ښځه باید د نارینه رعیت نه شي.
په «له دایرې وتلي خواله» کیسه کې ښځه تر انحصار لاندې ده. ماشوم پرې زېږول کېږي، پالل کېږي، ساتل کېږي، روزل کېږي، پر هغه قدمونو به یې قدمونه ورسموي چې دې دا دایره پرې طی کړي:«اوس مې چې وېښته سپین شوي د ویلو واک لرم.ټول ګومان کوي چې سپین سرې په زړه پاکې دي سپینې خبرې کوي.»
په نکلونواو ګڼو ادبي اثارو کې ښځه یوازې هغه وخت مهمه وي چې ځوانه او ښکلې وي.په ګڼو نکلونو کې ښځې شیطانې،چغلګرې او مضرې دي،حال دا چې اساطیر او نکلونه له هغه سپین ږیرو ډک دي چې ګټوره تجربه او حکمت لري.
په سنتي ټولنو کې ښځې تر هغه وخته مکارې،ستمګرې،ظالمې او بې وفا ګڼل چې سر یې وړۍ نه شي.کله چې سر سپین شو بیا د ویلو،اغوستلو،کتلو… واک لري:«لور مې په هغه لار سموله چې زه پرې راغلې وم.پښې یې باید نه وای غځولې.ټټر یې باید نه وای ښکاره شوی،په نکریزو سرې پنجې یې باید نه وای ښکاره شوې…»
د فیمینزم مکتب وايي د ښځې په واسطه د نجلۍ روزنه د هغې د ځواک وژل دي، ځکه ښځه یې د ځان په څېر روزي. مور لور ته هغه کالب ور اغوندي چې په دې تپل شوی، هغه خټې پرې تپي چې دا ترې جوړه ده .لور د مور حرکاتو ته ګوري څه چې یې مور کوي،ورو ورو یې پېښې کوي.مور یې داسې روزي لکه ځان مثلآ ورته وايي زه چې ستا په عمر وم،داسې مې نه کول.دا ښه کار نه دی.څه چې زه وایم هغه کوه او نور…خو برعکس هلک ته د نارینتوب، ځواک او پیاوړتیا احساس ورکول کېږي مثلآ ورته وايي نارینه په اینه کې نه ګوري.نر نه ژاړي.نر پخپله خبره ولاړ وي…سیمون لیکلي:تر کومه وخته چې ښځې په پلار سرې ټولنه کې غټېږي ،د ښځینتوب د مفهوم په انحصار کې راګیرې وي او د ښځو تر لاس لاندې وروزلې شي چې واده کول یې اصلي موخه وګڼي هېڅکله نه شي کولی خپل حق تر لاسه کړي.همدغه عادي برخلیک چې«واده» دی ،دوی د نرو تابع کوي.
دغه حس نجلۍ ته له هماغه وخته ورکول کېږي چې ګواکې د ژوند مزی دې ستا واک کې نه دی.څه چې ویل کېږي باید وشي. ترکۍ فېمېنسټه لیکواله ایلیف شفق وايي:موږ له دې څرخ سره روږدې شوې یوو.له پلرونو مو زده کړي او همداسې مو خپلو اولادونو ته هم ورښودلي،له فکر او نیوکې پرته مو منلي.
خو ایمل پسرلي یوازې د ښځې ژوند ایسار نه دی ګڼلی. له څرنګه چې ښځه د بېواکۍ ښکار شوې دغسې نر هم دی.: «ماته یې بیا نه دي ویلي چې غاړه دې لوڅه ده که سر دې لوڅ دی.ویل یې غلی اوسه.د مشرانو مخته خبرې مه کوه.پاس مه ګوره.په خور او کور پام کوه.که یې برګ ږرکتل سترګې یې وکاږه.چې لږ لوی شوم ویل یې برېت ونه خرېیې،خولۍ پر سر کړه.جومات ته ځه.یوه ورځ یې راته وویل کوژده مو درته وکړه.باید کار مې موندلی وای.بیا مې واده و.کور و،لوڼه وې،زامن وو.جرګې وې،مرکې وې،په هغه څرخ کې وم چې پلار مې و.زوی مې په همدې کړۍ کې دی.لمسی به مې هم ورګډېږي…»
ددې کیسې نارینه لیدلوری د ساه حق لري خو د خپلې ږیرې،سر،تګ او واده حق ورسره نه شته،دی به هغه دایره وهي چې پلار او نیکه یې وهلې او بیا به خپل زامن همدې لارې ته رابولي.دا دایره به همداسې غځېږي او نور نسلونه به ادامه ورکوي.
په «جنجالونه» نومي کیسه هم کې لیکوال د نر او ښځې ستونزې نه سره بېلوي:
«دقیق وخت مې نه دی په یاد چې جنجال څه وخت پیل شو.کوژده مو لا نه وه کړې.لیده مې چې مړاوې به وه،خبرې به یې لږ کولې،ځواب به یې هو یا نه و.ګومان مې وکړ چې د ناڅرګند برخلیک خبره ده چې ځورېږي.شاید پر حقه هم وه.له کوژدې وروسته ژوند بوخت شو…څو میاشتې په عذابوونکې وې.ګرمه نه وه،مېندواره وه.ټوله هیله مې په هغه ورځ پورې غوټه وه چې مور به شي.زوی مو ناجوړغاړی و،شپه یې خوب نه لاره او د ورځې به یې کله په نس درد و کله به یې تبه وه.دې شیدې نه لرلې ملامته نه وه ذهنآ،جسمآ او روحآ وځپل شوه…دې حالت تمام نه لاره دویم ماشوم هم وزېږېد.د کور کار،د ماشومانو پالل،په جنجال پسې جنجال و.»
دلته وینو چې لیکوال نارینه لیدلوری د ښځې ژوند جنجال ګڼي د ماشوم پالل ،کار او مسوولیت یو مجبوریت ګڼي او دا مني چې ددې مسوولیتونو بار په مالیخولیايي او رواني ناروغۍ اخته کړې.د نر لپاره هم واده بحراني ښکاري دلیل یې د کوژدې او واده د لومړیو وختونو رواني بې نظمۍ دي.نر چې کله واده وکړي له ټولنې سره یې اړیکې تتېږي،ځکه د غټوالي او مسوولیت احساس ورته پیدا کېږي له دغه حالته ناراضه وي:
«جنجال هغه وخت پیل شو چې کوژده مو وکړه.ده شاید داسې احساس وکړ چې زه دده په نامه شوم.جایداد یې شوم.هر څه به هغسې کېږي چې دی یې غواړي.یعنې زه یوه متاع وم.هغسې لکه کور چې دده په نامه و.هغسې چې کوچونه ده انتخابول.هغسې چې موټر باید دده تر پښو لاندې وای…»
د فیمیزم مکتب د دې مخالف دی چې ښځه د نر هویت وګڼل شي.ښځه باید د هر څه هغسې حق ولري چې نر یې لري.دا باید د مېړه د امر تابعیت ته نه وي چمتو.د موټر،کور،یا سامان په څېر نه ترې حفاظت وشي نه ګټه ترې واخیستل شي. واده باید د دې هویت ته بدلون ور نه کړي یا یې په مېړه پورې ونه تړي.په کیسه ښځه همدغه وايي چې واک ترې پردۍ دی او د وسیلې په څېر ترې ګټه اخیستل کېږي.
په دې کیسه کې نر او ښځه دواړه له ګډ ژونده ناراضه دي،ډېر کله په رښتیني ژوند کې هم همداسې پېښېږي، نامتو لیکوال اوسکار وایلډ وايي:نارینه چې ستړي شي واده کوي او ښځې یې د کنجکاوۍ له امله خو په اخر کې د دواړو خوبونه اوبه وړي.
د وایلډ د خبرې په غبرګون کې ایلیف شفق لیکلي:دا خبره تر یوه حده ناحقه ده.زما په نظر یوازې زه خسته شوې یم زه!ستړې یم او غواړم واده وکړم:
د ځان له ستړي کولو،له دې ټولو سفرونو چې لیک په لاس له یو ښار نه بل، له یوه هېواده بل ته ځم، له دې چې د واده مخالفه وم، ستړې یم!
خو سیمون دیبووار داسې وايي: نارینه په واده کولو سره د ځان غټول او تاکید(منل) ویني، نه د شتوالي حق… لیکن ښځه په واده کې د نر رعیت ګرځي.
د ایمل پسرلي د دوو کیسو مفکوره د سیمون دیبووار له فیمنستي عقیدې سره په ټکر کې ده.جنجالونه او دایره نومې کیسه کې نر د ښځې پر وړاندې د رالټېدو اصلي لامل نه دی، بلکې یو بل ځواک دی! یوه دایره چې جنجال، سلب، انحصار، تشدد ،ظلم او جنسیتي توپیر خلقوي.عربه فیمینسټه لیکواله ،شاعره او ژورنالیسته غادة السمان په همدې عقیده ده:یوه غلطي چې ډېریو انجمونونو او ښځو لیکوالانو کړې دا ده چې فکر کوي د دوی مبارزه د نارینه وو په ضد ده،نه د ټولنیز پس پاتې والی.
خو سیمون وايي:د ټولنې د کلتوري تاریخ اغېز د ښځې پر ژوند تر بیالوژیکي تاریخه ډېر دی، خو د کلتور تولید د نارینه وو له خوا حمایه کېږي.
د سیمون له دې عقیدې سره غادة السمان نه ده جوړه، ښځې ګرمې ګڼي او د ایمل پسرلي عقیده تاییدوي:
اې د دنیا ښځو! در ګران یې کړئ.نر ښکلی موجود دی او زموږ په څېر مسکین دی.د تقلید او پیروۍ پر ځای له هغه سره مرسته وکړئ.نر پر ښځه د ظلم یوازینی لامل نه دی بلکې! دا پس پاتې والی،استعمار او…دی چې په دواړو ظلم کوي.ضروري ده چې په ګډه ښځه او نر ددې واقعي مشترک دوښمن پر وړاندې راولټېږي:«صبر مې وکړ،فکر مې دا و چې له واده وروسته به هر څه عادي شي.خو نه،زه یوازې او یوازې د کور ساتونکې وم.په یوه تش کور کې بې له دې چې جارو وکړم او صفايي وکړم بل څه نه وو.ده اصلآ څه ته لاس نه وړووړ.که یې وروړی هم وای خرابول یې.ژوند تریخ شو لکه زندان ته چې ولوېږم…»
فیمینزم د ښځې د حقارت د قید د خلاصون لپاره واده،مینه او مورولي کاملا نفي کوي،ځکه ښځه په دې غریزو ضعیفېږي.سیمون واده د ښځې رکود او بدمرغي ګڼي.« د واده غمجنه پېښه دا نه ده چې د ښځې نېمکرغي نه تامینوي، بلکې تر دې خواشینوونکې دا ده چې واده د ښځې ژوند ته مانا نه بخښي.هغې ته اختیار او ستروالی نه ور کوي.بلکې د مېړه او اولادونو سره یې توجیه کېږي.درېیمګړې ترې جوړېږي.واده په عادي شرایطو کې هم ښځه د نر تابع ګرځوي.»
په ودني ژوند کې ښځې ته دا وظیفه ورسپاري چې ماشوم وزېږوه، ويې پاله او کور وساته.په مقابل کې یې ځای،جامې او خوراک خپلوي! په دې مانا چې له دې ورهاخوا هر څه د نر دي.د ښځې ،کور او ماشوم مالک نر دی.ښځه باید هغه څه وکړي چې مېړه یې ترې تقاضا لري،هغه څه واغوندي چې مېړه یې غواړي،هغه خوراک وخوري چې مېړه یې خوري،هغه ځای ته لاړه شي چې مېړه یې مناسب بولي.دلته تر ټولو مزخرف څه چې په ښځه بوج کېږي دا ده چې د وجود او ژبې واقعي مانا یې له لاسه ورکوي.
په «ګډ ژوند» کیسه کې سړی هم په ودني ژوند کې ایسار ګڼل شوی:« هر څه مې ومنل خو دې ته بس نه وو،بیا یې نوی فرمان ورکاوه…راته ویې ویل کور نه جارو کوې،جارو مې کړ.راته ویې ویل لوښي نه مینځې ومې مینځل.ویې ویل د باندې فلم لیدو ته ورسره نه ځې،ورسره لاړم،هغه فلمونه مې ولیدل چې اصلآ د لیدو نه دي.ویې ویل رسټورانت کې خواړه نه کوو،رستورانت ته لاړو.»
ایا داسې پېښېږي؟
ښايي ډېر لږ داسې وشی.نارینه د ښځو تابعیت ته نه چمتو دي او نه یې مني.دلته نر د ښځې تر تسلط لاندې دی،ناراضه دی او پر اوږو بار وړي.داسې حال کې چې د هر څه واک د نارینه وو لاس کې دی.په دې مانا چې انحصار پر ښځو ډېر اسانه او ارزانه دی،نو په نارینه وو که ناممکن نه دی سخت خو حتما دی.
ایمل پسرلی «له ما سره مرکه » کیسه کې ښځه او نر مساوي انسانان ګڼي.ښځه له جنسیته نه قرباني کوي او ټولنه پر ښځو د ناسمو دودونو مسووله ګڼي:
«…دغه زموږ مشکل دی تل مو دا هېر وي چې دا هم شته،تل وایوو لیکوال،خبریال،سیاستوال،ډاکټر،شاعر خو دا هېروو چې لیکواله،سیاستواله،ډاکټره او شاعره هم شته.
– تاسو تل د ښځو یادونه کوئ،ځینې مو فیمینسټ بولي نو دا ټاپه یې پر ځای ده؟
– ولې یې باید یاده نه کړو،ایا د ښځو له شته والي انکار پکار دی؟تاسو د ښځو له شتوالي منکره یاست؟
– طبعآ شته.
– نو چې شته طبعآ باید یاده هم شي…»
د ایمل پسرلي د کیسو ښځه مینه کوي،احساسات لري،ژبه لري،خبرې لري،ځور لري.باسواده ده. د انسانه ده! ګیله کولی شي،غږېدلی شي.غوسه کېدلی شي. له نر سره سم ،د هر څه حق لري.د جنسیت قرباني نه ده.د ده د کیسو ښځه د ښامار له جنسه نه ده.ستمګره،دروغجنه،مکاره ،ساحره ،خوارځواکې او بې زړه نه ده. دی مني چې د ښځې ژوند ډېر کله عذاب دی، خو نارینه هم له دغه بېواکۍ او ځوره ماورا نه ګڼي.ټولنیز دودونه،کورنۍ چاپېریال او ښوونه روزنه د نرو او ښځو دواړو د شخصیت او ذهنیت جوړوونکي بولي.
په فېمېنسټي کره کتنه کې اثر له دوو زاویو څېړل کېږي د اثر د خلقوونکي/ې څېره او د اثر خلق شوې څېره ،دلته نه غواړم د لیکوال په لیدلوري وغږېږم،بلکې تمرکز مې د کیسو په خلق شویو څېرو دی.ایمل پسرلي یو سلو اووه لنډې (فلش فېشن) کیسې لیکلې،دغه کیسې ځينې یې په اینټرنیټ او ګاټي فېسبوک پاڼې خپرې دي د کتاب په بڼه تر اوسه نه دي چاپ شوې. د دې کیسو لیدلوری تقریبآ ټولې ښځې دي.ښځه څرنګه فکر کوي؟ځان ته په کومه سترګه ګوري؟بل ورته په څه نظر ګوري؟…لومړی به بشپړې کیسې راواخلم:
وفا
د سمندر اوبه تودې وې. په غاړو کې یې پر سپينو شګو څوکۍ پرته وه. دی پړ مخې پروت و. د سرو انارو ساړه جوس مې ورکړل. راته ویې کتل. غړوپ یې تر ستونې تېر کړ. لاړ اوبو ته ورګډ شو. تر لیرې لاړ. له سترګو مې پناه شو. وډاره شوم. بې سېکه شوم. پر څوکۍ پرېوتم. چې سترګې مې پرانیستې له ټټره ، له تندي او له وېښتو یې د سمندر تروې اوبه زما پر مخ څاڅکې څاڅکې لوېدې. راته ویل یې:
-څومره بې طاقته یې؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زمانه
د مکرویانو د دوو ودانیو ترمنځ د لمر رڼا په پارک داسې خپره وه لکه لاسي څراغ چې یو ځای روڼ کړی وي. په نور پارک سیوری و. زه لمر ته ولاړه وم. کیڼ لاس ته مې دوې سپين سارې ناستې وې. غږ مې یې اورېده
. – ټوله ورځ په هلکانو غږیږي
. – حیا نه لري، زمانه خرابه سوې.
ښي لاس ته وښورېدم. دوو نجونو د موبایل ښیښې ته سترګې نیولې وې. یوې یې ګوته لکه د قلم څوکه پر موبایل کېښوده: –
دا اپ ډاونلوډ کړه له ریاضي سره مرسته کوي
. – د فون میموري به ډومره وي؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اعتبارتروږمۍ وه. د کړکۍ تر خوا مو پوسڼی درلود. تا راته وویل:– ته مشکل نه لرې خو زه په اعتبار نه یم، سبا به مې نظر بدل شوی وي.زما مخ دې ونه لید. تیاره وه. سبا دې خبر هېره وه.ورځې واوښتې. غرمه وه. د پارک پر څوکۍ ناست وې. مخامخ دې زما سترګو ته کتل. ټوله مینه وې. ودې پوښتلم.– بې له تا ساه نه شم اخیستی، ژمنه دې غواړم.– زه خو درسره یم که ته په ځان اعتبار ولرې.مخ دې سور شو. پورته شوې. اوس وایې لمر تود و، په عذاب کړې یې وې.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نظر
لور یې شنو وښو ته نیولی و. پاس یې ماته کتل. شپيلی یې واهه. وشرمېدم. سترګې مې کښته کړې. لمر وهلی پنډ لاس یې خولو لوند کړی و. نوکان یې تور شوي وو. لور یې چابک چابک په وښو تېراوه. وډاره شوم:
-اې ګوتو ته دې پام کوه.
موسکی شو. غرور یې په رګ رګ کې غځونې وکړې. لاس ته مې یې وکتل. ګوته یې وینې شوه. د پړوني په پيڅکه مې ورتړله. ویل یې:
-سترګې دې نظر لري.
مه راته ګوره
داسې یې راته کتل لکه په ژوبڼ کې چې نوی نادره حیوان ویني.ځان مې پوه نه کړ. لورې مې بدل کړ. سړی هغه خوا راغی. ورته ومې کتل. وږې سترګې یې نیغې راته نیولې وې. مخ مې ترې واړوه. پسې راغی. په یوه دوکان ننوتم. سودا مې نه وه پکار. وخت مې ضایع کاوه. دوکاندار راته موسک شو. موسکا یې مطلبي راښکاره شوه. دباندې ووتم. ولاړ و. کور ته لاړم. هینداره مې ولیده. ماته مې کړه. ما ویل مه راته ګوره.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زړه
عينکې يې په جېب کې کېښودې. د کيڼ لاس په دوو گوتو يې شونډې وچې کړې. له کړکۍ يې دباندې وکتل. مچ مړ يې ورواخيست. زه يې لا ځواب ته په تمه وم. مچ يې مړ کړ. پر مچمړ يې ورپورته کړ توکدانۍ ته يې واچاوه. راته ویې کتل.
ښه نو ته يې څه کوې؟ –
– زړه مې غواړي، ټول يې لري، ورور مې هم.
د شنو چايو غوړپ يې تر ستونې تېر کړ. پياله تشه شوه. پورته شو. په کړوپه ملا له خونې ووت. په وره کې ودرې. –
زړه به هر څه غواړي.
ورور مې راغى. په اى پډ يې د بابا عکسونه راوښودل. ويل يې د بابا له زړه سره سم عکسونه يې اخيستي
په ياد دې دي؟يوه ورځ پرې تېره شوې وه. لا وچ نه و. خو تا غوښتل. انا مې په اوسپنيزه پنجره کې اېښي وو. پنجره دباندې لوړ په دېوال پورې لمر ته ځړېده. لاس مې نه ور رسېده. غرمه چې ټول ويده شول لرگي مې کېښودل. پرې ودرېدم. لاس مې وتپاوه. لرگي وښورېدل. وډاره شوم. لاندې مې وکتل. پنجره وښورېده، تر شا يې د سرو موچيو ځاله وه. په ځالې مې گوتې ولگېدې. موچۍ وبوټېدې. ويې چېچلم. چيغې مې کړې. ټول له خوبه راوېښ شول. د کورتو غله يې وبللم، ملنډې يې راپسې وهلې. تا راته ويل:– اې مخ دې پړسېدلى، څرنگه بده ښکارې؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چای
چای یې وغوښت.وچو پاڼو ته مو پو کړل. سترګو مې اوښکې وکړې. پوزه مې ترخه شوه.په سختۍ اور بل شو. را غږ یې کړ:
-دا چای دی که د غوايي غوښه!
کوچني وژړل. انا یې ورپورته کړ. وزغونځېده. پوهېدم چې وروسته به غوسه له ما باسي. اوبه واېشېدې. چای مې دم کړ. چاینکه مې ورته کېښوده. موریې چیغه کړه:
-ماشوم درواخله.
ورمنډه مې کړه. خو چای مې په پیاله کې نه و وراچولی. ساعت وروسته چې ماشوم ویده شو، چای سوړ شوی و، وچو پاڼو ته مې بیا باید پوکلي وای. ده چای په پیاله کې غوښت.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خوب
په اوږده خونه کې میز پروت و. دواړو غاړو ته یې څوکۍ وې. هلکان او نجونې یې شاوخوا ناست وو. زه یې ښوونکې وم. ته مې ولیدې چې په زده کوونکو کې ناست یې. ما ځان ناګاره کړ. خو ستا مخامخ کښېناستم. ټولو ته مې وویل ځانونه معرفي کړي. تا وویل:
-اې راباندې ګرانه یې.
زړه مې موسک شو. خو تندي مې خولې وکړې. ژر ژر مې نورو ته وکتل، کتاب مې پرانیست. نه مې درته کتل.
مور مې رانارې کړې:
-تر قیامته به ویده یې، پورته شه.
سپيده چاود و. سترګې مې بیرته پټې کړې خو نه خوب راغی او نه مې ته ولیدې. زموږ د کلي د هلکانو ښوونځي هم تړلی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ژوند
– مورې ورته گوره.
مور مې په ټوکر گل اوبده. عينکې يې د پوزې په سر پرتې وې . تار يې په غاښ پرې کړ.د عينکو په شيشو کې يې راته ونه کتل. په خپلو زهيرو سترگو يې وليدم. ورور ته مې يې هيڅ ونه ويل، زه يې مخاطبه وم: – دلته راسه يو څه زده کړه. ورور مې وخندل. لا يې په عذاب کړم. تندى مې تريو شو. پېغور يې راکړ:
– ښه وايي ورشه. سبا به واده يې.
ومې ژړل. پلار مې راغى، غوسه شو: –
-غلې شه، مېلمانه دي غږ به دې واوري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
انتظار
عکس مې وليد. د ونو ترمنځ کږه وږه بياله له اوبو ډکه وه.په ونو کې دوه مرغان ناست و. د ونو ترمنځ ځاى په شنو وښو پوښلى و. ومې يادېدې. ما ويل که راسره واى، دغلته به مې له ويالې اوبه په لپه را اخيستې او درشيندلې به مې. تا به په غېږ کې نيولم. گرمي مې وشوه. مور دې رانارې کړې: –
– ورشه حويلۍ جارو کړه ، مازديگر شو.
جارو مې راواخيست. هوا توده وه. له څاه مې اوبه را وايستلې، په وچ پوټي مې ورو ورو وپاشلې. بوى يې خوند راکړ. جارو ستړې کړم. نه ته وې، نه د عکس هغه ښکلى ځاى. شپه شوه ، بله ورځ واوښته.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځنډ
سترگه مې پروني سوک پړسولې وه. پړونى مې په تودو اوبو لوند کړ، ټکور مې کړه. ستړې وم. کور کې څوک نه و. تلويزيون مې روښانه کړ. خبرونه و. مظاهره وه. د ښځو حقونه يې غوښتل. ته مې هم وليدې. په لاسونو کې دې سپينه دړه وه. لوړ دې نيولې وه چې ټول يې وويني. –
له ښځو سره تاوتريخوالى ختم کړئ.
سترگه مې وخوږېده. تلويزيون مې مړ کړ. پخلنځي ته لاړم چې ډوډۍ دې بيا ونه ځنډېږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځواب
ټنډه دې تروه وه. چای مې درته راووړ. ما ویل که تږی یې. هیڅ دې ونه ویل. غږ مې درباندې وکړ، ځواب دې هو او نه و. پوهېدم یو څه دې ځوروي خو نه دې ویل. پورته شوې. پيتاوې ته کښېناستې. درغلم. په اوږو مې دې لاس کېښود. ومې کېکاږلې. لکه هیڅ چې مې نه احساسوې. سړه ساه دې وایسته. پورته شوې. له کوره ووتې. ماښام چې راغلې تندی دې ورین و. ومې پوښتې ځواب دې « هېڅ » و.
سبا دې په حویلۍ کې تر ډېره په تیلې فون خبرې کولې، چې خونې ته راغلې راته ودې ویل:
-کار مې بالاخر وشو ځم اروپا ته، درس وایم.
غلې کښېناستم. د یوازیتوب فکر پسې واخیستم. پيتاوې ته پرېوتم. تا موسیقي اورېده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یخ
سمه ناوه بهېده. تا د کوټه شویو بوټو ترمنځ ځای جوړ کړ. په سر دې پلاستیک واچاوه. راته ودې ویل دا مو خونه ده. دواړه په کې کښېناستو. باران نه لندولو. مخامخ په ونه کې خړه مرغۍ کښېناسته. ومې پوښتې:
-د مرغیو یخ نه کېږي؟
یو لاس دې په بل وواهه. ټک شو. مرغۍ والوته.
-وبال لري ولې دې وډاره کړه.
-چې والوزي تودېږي.
یخ مې وشو. پورته شوم. بیا دې تر څو ساعته خبرې نه راسره کولې.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ډارنه
پل واوره پرته وه.ټول په کور ننوتي وو. تا راته وویل ښکار ته مې بیايې. په اوږده پړي دې لرګی وتاړه. د ونې لاندې یوه لوېشت ځای دې له واورې پاک کړ. وریجې دې واچولې. خښته دې کږه په لرګي تکیه کړه. زه او ته لیرې ورته پټ شو. وږې مرغۍ دانې ته راغلې. لا به یې نه وې خوړلې تا پړی کش کړ. ودې خندل. خښته په وینو سره شوې وه. ما وژړل. تا ویل، ډارنه یم.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کورنۍ
-کورنۍ یې نامي ده. نیکه یې له پاچا سره ګرځېده. پلار یې قومي مشر و. تر دوی به نو ښه لا څوک راته پيدا شي.
پلار مې په یوه ساه خبرې کولې. مور مې یې مخاطبه وه خو زه یې په غوږ وهلم. مور مې هیڅ نه ویل. د ویلو یې څه نه په کې لیدل. زه له خونې ووتم. دوی یوه شېبه غلي شول. وروسته مې مور ولیده. خوشاله وه. ومې پوښتله:
-هلک څه کوي؟
-له هغه خو نه یو خبر.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کړکۍ
هوا توده وه. کړکۍ مې خلاصه کړه. د سپوږمۍ رڼا خونه رڼه کړه. ته ويده وې. په يوۀ اړخ اوښتى وې. مينه مې درباندې راغله. شونډې دې بوڅې راوتلې وې. لکه ماشوم چې ناز کوي. زه کړکۍ ته نژدې کښېناستم. تا ته مې کتل. دباندې سپي وغپل. ته راوېښ شوې. وارخطا. ما ته دې وکتل. راولاړ شوې. کړکۍ سره ودرېدې. دباندې دې وکتل. غږ کې دې غوسه وه-
– دلته څه کوې؟
ځواب مې درنه کړ. کټ ته ستنه شوم. خوب رانه غى. ته هم بيا وېښ وېده وې. څو وارې کړکۍ ته ودرېدې، دباندې دې وکتل. سبا دې خټگر راوست. کړکۍ دې په پخو خښتو بنده کړه.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کار
پیازو مې سترګې راترخې کړې. غوړو ته مې واچول. مور دې رانارې کړې:
-راشه چې لور دې په شرمو وشرمولو.
ورمنډه مې کړه. نجلۍ پر مخ سرخي وهلې وه. په خونه کې یې نوره پاشلې وه. تکه سره ښکارېده. خندا راغله خو ستا د مور لپاره مې ونه خندل. نجلۍ مې له لاسه ونیوله. په تشناب کې مې مخ ورپرېوای. مچه مې کړه. مور دې جارو اخیستی و. زغونځېدله. جارو مې ترې واخیست. دا لاړه. لا هم غصه وه. جارو مې لا نه و خلاص مور دې نارې کړې:
-میرات مړي پياز وسوځېدل. په تا یې هم ولور اخیست.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ليکل
دستکول يې وغورځاوه. پړونى يې ليرې کړ. له گرمۍ په عذاب وه. مور ته يې ويل: – ټولو مفته وخوړه. ډوډۍ مې ورته راوړه. شونډې يې بوڅې کړې: – ټوله ورځ تللې وم اخر هم بېنډۍ؟ مور يې ورته وخندل. دې قاب پورې واهه. خپه کښېناسته. له خونې ووتم. غږ مې يې واورېد: – بې سواده غوا. د خوب خونې ته لاړم. د ياداشتونو کتابچه مې له کولپ شوي بکسه را وايسته. ما ويل ليکم به يې خو لور مې له خوبه راوېښه شوه. کتابچه مې بيرته کولپ کړه چې ته يې ونه وينې، بيا به وايې عاشقانه شعرونه ليکم.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
جميله نه جميل
له ښوونځي ستړې راغلم. مور مې له مېلمنو سره بوخته وه، راته ويې ويل:
– ورشه لالا ته ډوډۍ ورکړه، له مکتبه ستړى راغى.
– زه هم ستړې راغلم.
پلار مې برگ برگ راته وکتل. لالا ته مې ډوډۍ کېښوده. مازديگر يې معلم راغى. ما ويل زه به هم ورسره درس ووايم. ده وويل:
– ځه ورکه شه، په تا لا چا مکتب ويلى.
د کانکور نتيجه مې پلار نه منله. ويل يې غلط شوي د جميل پر ځاى يې جميله کاميابه کړې.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ارزښت
د شپې مې خوب ښه و. ته هم ارام ویده وې. لاس دې داسې راباندې چاپېره کړی و لکه ګران بیه لوښی چې تکیه کوې. ما ځان خوندي احساساوه. سهار مې بیړه وکړه. ستا جامې مې ماښام نه وې تیارې کړې. سهارنۍ ته مې هیڅ نه درلودل. چې راپورته کېدم تا ناز وکړ:
-مه ځه.
خو ما ویل ستا تر راوېښېدو باید هر څه تیار کړم چې درباندې ناوخته نه شي. کار ته چې تلې مخه ښه دې سمه نه وه. په وره کې دې وویل:
-زما خبرې دلته ارزښت نه لري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يوازې
خورلڼه مې له خپلې خور خپه ده. راته وايي په ما ناز کوي. ورته ومې ويل:
– په چا يې وکړي؟
چورتي شوه. ويل يې:
– په خپل مېړه.
– په خپله خوښه يې کړى؟
– نه بابا
– پرې گران دى؟
– نه نو هغه د گرانښت نه دى.
ترې لاړم. لکه د دې خور چې ځان يوازې احساسوي هغسې زه هم يوازې رهي شوم.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زموږ خبره
مور مې کتاب لوست. زه ورته منتظره پاتې شوم. دې مې خبره اورېدلې وه خو نه يې غوښتل وار له واره ځواب راکړي. پوه وم چې زما خبره پرې ښه نه ده لگېدلې. دا په کوچ ناسته وه. زه يې پښو ته کښېناستم. لکه چې مجبوره شوه. عينکې يې له سترگو ليرې کړې، کتاب يې پر مېز کېښود ، زما په سر يې لاس کېښود په مهربانه غږ يې وويل:
– ته ترې وړه يې.
– له ده سره واده کوم، له عمر سره يې نه.
پلار مې وټوخېده. مور مې ورغله. خبره پاتې شوه. پسې ورغلم. پلار مې ويده شو. مور مې په مينه مينه ورته کتل. زما له سوال ډکو سترکو مور په خبرو راوسته:
– زموږ خبره بېله ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ټولنه
نصحيت يې راته وکړ:
– گوره ته نجلۍ يې، ښه خبره نه ده، خلک به څه وايي؟
موبايل مې بند کړ. له خپل زړۀ او ذهن سره په جنگ شوم. صفيې ښه راته ويل. هلک که هر څومره هم سم و، پردى و. ولې بايد ورسره خبرې وکړم. خلک به څه وايي. مخ مې سور شو. غلې شوم. غوښتل مې پورته شم. صفيې ته زنگ راغى، ځواب يې ورکړ:
– سلام گرانه
ما ته يې وکتل. مخ يې واړاوه. له ټولگي ووته.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
منطق
خبرو یې هکه حیرانه کړم. باور مې نه راته چې دا به اوس داسې خبرې کوي. دلیل یې وایه:
سړي له څو څو ښځو سره پالي که موږ یې وپالو نو څه؟-
-په هغو سړو کله چا ښه ويلي؟
د سترګو تور یې پورته کړل چې باڼه پرې وګوري په تور قلم يې رنګول. سپين یې راښکارېدل. مخ یې ورسره کش کړی و لکه په زحمت چې وه. قلم یې کېښود. راته ویې کتل، سترګې یې غټې ښکارېدې. په شونډو کې موسکه شوه:
-چا له کور کلي نه دې ایستلي.
له خونې ووته. لکه نور بحث چې پکار نه و. زه یې له خپل فکر سره پرېښودم.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پېغلې
انا د تور پړونې په پيڅکه سترګه پاکه کړه. د پوزې نسوار یې کش کړل. یوه سترګه یې پټه کړه. د پخوانو پيغلو صفت یې بیا شروع کړ:
-ښار اور واخیست پېغلو غږ ونه کړ.
-نو انا دا خو یې ساده ګي وه، غږ به یې کړی و ، اور به چا مړ کړی و او دوی به هم روغې پاتې وې.
ټول په خندا شول. خو انا لا غصه وکړه. ښکنځل یې وکړل. بې حیا یې وبللم. په زنګنونو یې لاسونه کېښودل په مشکل له ځایه ولټېده. چې ودرېده ویې ویل:
-دغه دی چې وطن نه جوړیږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کارډ
نیکټايي یې سمه کړه. کورتۍ یې لاندې کش کړه. د لمر لپاره په سترګو کړې عینکې یې د کورتۍ په پاسني جیب کې کېښودې.مخامخ راته ودرېد. د پتلانه له جېبه یې کارډ راویوست. ماته یې ونيوه:
-دا مې کارډ دی، د تیلې فون شمېره او ایمیل مې په کې شته.
کارډ مې واخیست. دی رهي شو. لږ لیرې ودرېد. بل چا سره یې خبرې شروع کړې. خو ماته یې کتل. داسې یې کتل لکه مرغۍ چې یې ښکار کړې او پنجره کې بنده کړې وي. کارډ مې له لاسه ولوید. له پارټۍ چې وتلم د بوټ تلی مې په کارډ له قصده تېر کړ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کشره
ښځې تر ډېرو کښېناستې. دا ځل مې مور ورسره خوږه راښکاره شوه. تير دوه وارې یې رډ ځواب ورکړی و. کوچنۍ خور مې غوسه نه وه. چای چې یې ور ووړ ښه په سینګار ورغلې وه. جامې یې هم نوې اغوستې وې. څه مې نه ویل. د مخه ښې پر وخت هم ورنه غلم. لاړم داسې ځای کښېناستم چې څوک مې ونه ګوري. مېلمنې چې لاړې پلار مې دهلیز ته راووت. مور وویل:
– ورته ومې ویل نور د سړو کار دی.
– مشره که کشره؟
– کشره.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیدل
ناست وې. پام دې ما ته نه و. یو لاس دې تر زنې لاندې نیولی و. نه پوهیږم په کوم سوچ کې ډوب وې. ښه راته ښکاره شوې. مخامخ مې درته کتل. غوښتل مې کاملآ خاموشي وي. هیڅ غږ او غوږ نه وي. ما ویل سترګې مې دې باید جذب کړي. ستا د ښکلا روح راکش کړي.
راپام دې شول.ودې پوښتلم:
-خیر خو دی چې داسې راته ګورې؟
ځواب ته مې ټکي نه لرل. سترګې مې واړولې. ذهن کې مې ستا هغه تصویر شته خو نه یې شم لیدلی. اه ، کاشکې کامره راسره وای.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ساعت تيري
د بورډينگ کارډ زلمي ته مې وويل داسې څوکۍ راکړي چې يا کومه مېرمن راسره ناسته وي او يا هم کوم سپين ږيرى. هغه مې خبره ومنله.مونډۍ سپينه ږيره يې درلوده. ترڅنگ مې کښېناست. زهير راښکاره شو. سترگې يې له خوبه ډکې وې. د ډوډۍ پر وخت راوېښ شو. تر ما يې ډېره وخوړه. په اول وار يې داسې راته وکتل لکه د ژوبڼ نادره مرغۍ چې ويني. ويې پوښتلم:– دوبۍ ته ځې؟ومې نه غوښتل ځواب ورکړم. ده هم ټينگار ونه کړ. الوتکه چې ودرېده. سړي مخ رانژدې کړ، په ټيټ غږ يې راته وويل:– هوټل کې يوازې کوټه لرم، که راسره ځې ساعت به دې تېر شي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عشق
له ليرې پوه شوم چې سم هلکان نه دي. داسې يې راته کتل لکه کامره چې عکاسي کوي. سترگې مې کښته کړې موبايل مې غوږ ته ونيوه ما ويل ځان بوخت وښيم. تر څنگ يې چې تېرېدم يوه يې بل ته وويل؛
ـ په فون عشق کوي
. اوونۍ وروسته مې مور ته گاونډۍ ويلي و چې لور دې چا سره جوړه ده هلکانو په خبرو ليدلې. اوس ښوونځي ته نه ځم.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پوښتنه
مور مې راته وویل مېلمنه ده پام پرې کوه. له ښاره راغلې د کلي هر څه بل ډول ورته ښکاري. کالي یې کلیوال واغوستل. غټې سترګې، سپین بشر یې ځلېده. ویل یې شنه پټي او د سنځلو ونې غواړي. د مازدیګر د لمانځه وخت و. ما ویل سړي به په جومات کې وي. ورسره ولاړم. په پټو کې یې څپلې وایستې. پړونی یې راوغورځاوه. وېښته یې خلاص کړل. په ټوپو شوه. شمال یې ويښته خواره واره کړل. زړه مې په دربا شو. نه پوهېدم څه ورته ووایم. مېلمنه وه. ډارېدم سړي یې ونه ویني. له پلاره ډارېدم. له وروره ډارېدم. دې ته یې والله که څه ویلي وای. زه به یې ملامتولم. پسې ورغلم. ټینګه مې ونیوله. ومې ډاره کړه. اوښکې یې په سترګو کې ډنډ شوې:
-ښار لکه زندان داسې دی، دلته هم ازادي نشته؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تېر وخت
لمر لا نه و لوېدلى چې نيکه مې راغى. په کڅوړه کې يې مغز داره گوړه راوړې وه. خوله مې ورته اوبه اوبه کېده. انا مې کڅوړه واخيسته ويل يې دا به مېلمنو ته کېږدو. ما وغوښته. نه يې راکوله. ومې ژړل، چيغې مې کړې، رايې نه کړه. هغه شپه وږې ويده سوم. سهار مې گوړه هېره وه. مور مې يوه چکۍ پټه کړې وه. رايې کړه. سخت خوند يې وکړ. خو لږ وه. نوره مې غوښته، نوره نه وه. په هغه مينه مې اوس مغزداره گوړه واخيسته. خاورين خوند يې و. بادام يې ترخه و. تو مې کړه.له ماشومانو مې پټه کړه چې ستونى يې ورخوږ نه کړي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مخ
موټر چټک تېر شو. دوړې يې باد کړې. په چادرۍ کې مې سا بنده شوه. شاته مې وکتل. څوک نه و. مخته مې هم پردي ونه ليدل. مخ مې لوڅ کړ. سا مې واخيسته. ستوني کې مې دوړه کېناسته. ټوخى راپيدا شو. راته ويې کتل. غوسه شو.
– مخ پټ که، بې شرمې.
پټ مې کړ. سر راباندې وگرځېد. کېناستم. د ده نه و راپام شوي. مخته تللى و.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عمرچې وړه وم راته ويل يې لويه ښځه شوم بايد د کور کار وکړم. چې پېغله شوم راته ويل يې زړېږم بايد واده وکړم. چې واده شوم راته ويل يې اولادونه بايد وزېږوم. چې ومې زېږول ويل يې بايد لوى يې کړم. چې ستر مې کړل راته ويل يې بايد ويې پالم او ودونه ورته وکړم. چې واده مې کړل راته ويې ويل زړه ښځه يم ځوانانو ته بايد موقع ورکړم. اوس مې نږور لمسۍ ته وايي لويه شوې ده د کور کار بايد وکړې. زوى مې راته وايي د مېرمن په کار کې يې بايد کار ونه لرم. مېړه مې راته وايي ټول عمر دې په دعوو تېر کړ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
خبرې
څوکۍ يې په يوه لاس پورته کړه. ماته يې مخامخ کېښوده. کښېناست. په پېړو برېتونو کې يې شونډې راښکارېدې چې موسکې دي. گردۍ خړبخونې سترگې يې خندانې وې. راته ويې ويل:
– ته مستعده يې، د ټولنې په خبرو پسې به غوږ نه گروې. رامخته شه، ستا غوندې نجونو ته دا ټولنه اړتيا لري.
مهربان راښکاره شو. په خبرو مې يې جدي فکر کاوه چې د تيلې فون زنگ يې وشرنگېده. غږ يې لوړ و مقابل لور مې هم اورېده. د ښځې غږ و، ويل يې:
– نورې نجونې هم شته خير دى غواړې يې، اجازه ورکړه.
– بيا دې غږ وانه ورم، بې شرمي هم حد لري.
پورته شوم. د استاد په خبرو مې نور فکر ونه کړ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ماشوم
د پارک سينما مخامخ يې موټر د سړک په غاړه ودراوه. د دوکان څښتن يې په اشاره پوه کړ چې د کېلې دوه گيلاسه جوس غواړي. خپله په موټر کې پاتې شو. د راديو غږ مې جگ کړ. خبرونه وو. ويل يې ډېر خلک په ماشومانو کار کوي. غوسه شو. راديو يې مړه کړه. ما ته يې وويل:
– نو په ماشوم کار ونه کړي په پلار يې وکړي؟
غلې پاتې شوم. د موټر شيشه وټکول شوه. يو ماشوم و ژاولې يې راته نيولې وې. ژاولې مې ترې واخيستې. د کيلې جوس راغى. ده لوى غوړپ تر ستونې تېر کړ. شونډې يې د جوسو په ځگ ککړې شوې. راته ويې کتل:
– له دې ماشومانو ژاولې مه اخله ، سبق دې ووايي چې دا نيمه شپه کار کوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تصويري
ښوونکي راته ويلي و چې په پسرلي څه وليکم. ومې ليکل:
ونې غوټۍ کوي، پاڼې شنې کېږي، چمن زرغونيږي او د مرغيو له هگيو بچوڼې راپيدا کيږي.
معلم مې سر وښوراوه. ويې ويل:
– تصويري يې کړه.
پاڼه يې بيرته راکړه، پوه يې نه کړم. پلار ته مې وويل. هغه خپله پخوانۍ د مکتب د وخت ليکنه راکړه. اوږده وه.
واورې اوبه شوې وې، له غره چينې بهيدې ، سيند له اوبو او کبانو ډک وو. فضا ښکلې وه. د ونو په غوټيو کې مرغيو ځالې کړې وې…….
ښوونکي افرين راکړ. زما پلار ته د ده ښوونکي هم شاباس ورکړى و. زه به يې هم خپلې لور ته وساتم.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ونه
تل دې ويل ښکلا درته مانا نه لري. سينگار ځان غلطول دي. بيا دې دنگه ونه وستايله. ويل دې د هغې نجلۍ ونې خوند درکړ. زه لاړم له بازاره مې د جگو پوندو بوټ واخيستل. په پښو کولو يې په عذاب وم. تگ په کې اسانه نه و. ستا نه و راپام، ما نه غوښتل خپله يې دروښيم. هغه ورځ چې راغلې تر څنگ دې ودرېدم. اوږو ته دې وکتل دنگه درښکاره شوم. خبرې دې وروسته وژړولم. تا ويل د دنگو عقل په پونده کې وي. بوټ مې ليرې کړل اوس مې لنډۍ بولې.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مينه او کرکه
کمپيوټر مې روښانه کړ. په فيسبوک کې مې ښه ليکنه وليده. خوښه مې کړه. د زړه خبره مې هم پرې وليکله. په سبا مې بيا يوه ليکنه خوښه کړه. ليکونکي يې بلنه راکړه.ملگرتيا مې يې ومنله. روغبړ يې ډير دروند و. لا ډېره خوشاله شوم. سړي خبرې پسې وغځولې. خبرې يې بل لور لاړې. نا ليدلى مين شو. هڅه مې وکړه ځواب ورنه کړم. له فيسبوکه ووتلم.اوس يې زما ملگرو ته ليکلي دي چې زه پرې مينه يم. ليکنې چې مې خوښې کړې وې اوس مې هم خوښې دي. خو د ليکوال له ذهن او زړه څخه يې کرکه کوم.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هدیره
له لیرې یې راته کتل. لکه سوداګر چې خپل مشتري په نخښه کړی وي. ورپام مې شول خو نه مې ورکتل. د هدیرې په پوټي شوې لار ورو ورو تلم. سوځنده لمر په عذابونکی و. د مور قبر مې وموند. دا ډېر وخت نه وم ورته راغلې. ورته ودرېدم. لمر ځورولم. سیوری نه و. د توت ونې ته مې وکتل. ده ورته ډډه وهلې وه. لا یې هم راته کتل. بیرته مې مخ واړاوه. که ګورم پسې راغی. پلاستیکې سلواغه ورسره وه. زما د مور پر قبر یې اوبه وپاشلې. د خاورو بوی ولټېده. مور مې رایاده شوه چې کله تلم دې په وره کې اوبه راپسې شیندلې . سړي ته مې پیسې ورکړې. وایې خیستې. ترې رهي شوم. په موټر کې چې سپرېدم. ورته ومې کتل. د توت سیوري ته غځېدلی و.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
-->