دلو 26, 1402 08:46 Asia/Kabul
  • ولنټااین( د مینانو ورځ) او ټولنیزه برابري

لیکنه: خان وردګ

د ولنتاین ورځ د مینانو ورځ ده.یوازې د ولنتاین ورځ نه بلکې نورې داسې ورځې شته چې هغه په نورو هېوادونو کې لمانځل کېږې. د یوېورځي په اکثریتي کفري هېوادونو کې کفري او په اکثریتي مسلمانو ټولنو کې اسلامي نشي کېدای.

د ولنتاین ورځ د مینانو ورځ ده.یوازې د ولنتاین ورځ نه بلکې نورې داسې ورځې شته چې هغه په نورو هېوادونو کې لمانځل کېږې. د یوېورځي په اکثریتي کفري هېوادونو کې کفري او په اکثریتي مسلمانو ټولنو کې اسلامي نشي کېدای.

د اکثرو کفري هېوادونو له لورې په کال کې د یوې ورځې نومول هلته د هغې ټولنې ستونزو ته په کتو سره ټاکل شوېده ترڅو خلک هغېستونزې ته متوجه کړي. لکه د پلار ورځ، د مور ورځ، د ښځو ورځ، د شاګرد ورځ، د چاپيریال ساتني ورځ، د لاس وېنځلو ورځ، ددهقانورځ، د ښوونکې ورځ، د مخدرو موادو پر خلاف ورځ او …. بالاخره د والنټاین ورځ. که دې ټولو ورځو ته ځېرشي نو په اسلامي دساتیرو اوفرهنګ کې هره ورځ باید مور، پلار، ښځې، چاپيریال، پاکوالې، د زراعت، د ښوونکې، احترام او ورته توجه وشي او له مخدراتو ځان وساتواو بالاخره له نوع بشر او نوع مخلوقات سره مینه وکړو، ځکه چې موږ انسانان یو او د انسان ماهیت، جوهر او خصلت مېنه ده اودوحشیانو نفرت او کرکه. داچې له مینې څخه ناوړه ګټه پورته کېږې او  جایز انساني اصول تر پښو لاندې کوي دا ستونزه د کاروونکو ده.

البته د ولنټاین ورځ یوه فرهنګي او تجارتي مېلې په توګه لمانځل کېږې، نه د مذهبي دود په توګه. موږ هم داسې ‌‌‌‌‌‌ډېرې ورځې لرو چېفرهنګي او عنعنوي صبغه لري، اما مذهبي نه دي.  دا فرهنګي او تاریخي ورځې په هر هېواد کې د هماغه هېواد د تاریخ او فرهنګ سرهبرابره دي. البته ځيني ورځې لکه زموږ اخترونه، عرفات وغیره دا دیني ورځي دي.

که چېرې موږ د مسلمانو په توګه ددین جوهر او روح وپېژنو بیا زموږ هره ورځ د انسانیت او دیانت پر اصولو باید برابره وي. بیا د بېلو بېلوورځو لمانځلو او پر هغې مصارف کولو ته اړتیا نه پېښېږې. موږ ولنټاین ورځ نه لمانځو، ولي اسلام موږ ته هره ګړۍ له انسان سره د مینېدرس راکوي. دا ورځ هغه خلک لمانځې چې په فرهنګ او عرف کې یې له انسان سره د مینې اصول نه وي.