د اولادونو د روزنې غوره لارې!
لیکوال: دکتور محمد راتب نابلسي ژباړه: محمدنعیم پرهېز
(له اولاد سره دې اووه کاله لوبې وکړه، اووه کاله يې پالنه او روزنه وکړه، اووه کاله پام پرې وکړه او ويې څاره، بیا يې په خپلو کارونو کې ازاد پرېږده چې څه غواړي ويې وکړي.)
لومړی پړاو: (لومړي اووه کالونه لوبې ورسره وکړه) دا په دې مانا چې، په لومړیو اوو کلونو کې د اولاد روزنې هڅې په بشپړ ډول، سهي نه دي، ځکه هغه تر اوسه کم عمره دی، ځينې داسې پلرونه هم شته چې اولادونه يې د شپې په ژړا شي، دوی يې سمدلاسه په وهلو او ډبولو پیل وکړي، په داسې حال کې چې، د اولاد عمر به يې تر دوو کلونو لوړ نه وي.
دویم پړاو: (له اووه کلنۍ تر څوارلس کلنۍ یې روزنه وکړه) په دې پړاو کې يې که ناسمې خبرې کولې، یا يې له نورو ناسم الفاظ او خبرې زده کړې وې، په دې وخت کې يې په رورنه او پالنه خورا زیات زیار وکړئ.
درېيم پړاو: (له څوارلس کلنۍ تر یوویشت کلنۍ يې وڅارۍ) چې دې پړاو ته د نوي ځوانۍ پړاو وايي. له دې وروسته، کله چې څوارلس کلنۍ ته ورسېږي، د شخصیت احساس کوي، نه دومره عاقل وي، چې تا راضي کړي او نه دومره کم عمره وي، چې ښوونه وررته وکړې او روزنه يې وکړې، په دې عمر کې لوی حساسیت موجود وي.
د عمر دا پړاو مور او پلار حیرانوي، که د عاقل فرد په ډول رفتار ورسره وکړئ، ناهیلی به شي، که ماشومانه رفتار ورسره کوئ، ناشونې ده.
څلورم پړاو: ( خپلو کارونو ته يې خپلواک پرېږدئ، چې څه غواړي ويې کړي) یعنې له یوویشت کلنۍ وروسته له هغه سره دوستانه رفتار وکړئ، د ملګري او دوست غوندې اړیکه ورسره جوړه کړئ.
که په لومړنیو درېیو پړاوونو کې بریالي شوئ، نو ډېر ګمان کېږي، چې په وروستي پړاو کې به هم بریالي شئ، که د الله جل جلاه غوښتنه او اراده وه-
رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوٰجِنَا وَذُرِّيّٰتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا
“ای زموږ پروردګاره! موږ ته له خپلو ميرمنو او اولادونو څخه د سترګو ړنا راکړه او موږ د پرهېزګارانو امامان کړه (په تقوا او اطاعت کې مو تر ټولو مخکې کړه) .”
اللهم وفقنا على تربية أولادنا
اللهم أدبنا فأحسن في تأديبنا.