دلو 26, 1402 08:13 Asia/Kabul
  • ۲۶ د سلواغې د روسانو د تېښتې ورځ!

لیکنه: س، سيرت

روسانو چې د خپل اکتوبر د انقلاب په ډاډ يې د نړۍ په نقشه کې د امپراتورۍ خوب ليده او دا يې پتيلې وه چې د بخارا په څېر به افغانستان هم په خپل کنټرول کې راولي د کمونستو غلامانو په مرسته يې په ١٣٥٨ د جدي په شپږمه د افغانستان په پاکه خاوره يرغل وکړ او پليت قدمونه يې زموږ په حريم کېښودل هغه تور ماښام د هر افغان له ياده نه وځي خو زمري زړو مجاهدينو يې د تيري او د ګرمو اوبو پورې ټولې شومي ارادې دافغانانو په وژلو تباهيو او زنداني کولو يې په زړونو وي له خاورو سره خاورې کړې.

ډير څه پرې ځکه نه ليکو چې د روسانو وحشت او د تور مخو کمونستانو غير اسلامي او غير افغاني کړنې له هيڅ چا نه پټې نه دي خو د افغان زړور او مجاهد ملت قربانيو او شهادتونو ته بايد يو څو کرښې د هغوي د ارواو لپاره نذرانه کړو.

روسانو چې د يرغل له پيله ټول ٩کاله، شپږ مياشې او ١٦ ورځې په افغانستان کې د خپلو وحشتونو زور ازمايې وکړه؛ مونږ به دا منو چې افغانستان يې کنډواله کړ په مليونو شهيدان، کډوال او معيوبين د همدې روسيې وحشيانو او پليدو کمونستانو د کړنو نتايج دي، خو د ايمان په وسله سمبالو مجاهدينو ته الله د روسانو د جنګي الوتکواو ټانګونو په مقابل کې د مقابلې توان ورکړ.

افغانانو د روسانو په مقابل کې د بل چا په ډاډ په جهادي سنګرونو کې پر دښمن سرې ګولۍ نه دي ورولې، لومړى جهاد افغانانو له تبر، مارپور، پنځه ډزي او چرييز ټوپک، توري او کوتکونو پيل کړی دى، وروسته د روسانو څخه په غنيمتونو مجاهدينو وسلې پيدا کړې، په دې هر افغان او نړيوال شاهد دى، چې افغانان په تورو او کوتکو د روسانو مقابله کړې ده.

روسانو، چې د جدي په شپږمه يا د دسمبر په ٢٧ مه مزدور کارمل افغانستان ته راوست تر وروستۍ ورځې پورې چې لا روسانو د تېښتې مخه نه وه نيولې، افغانان ور سره په پوره ميړانه وجنګيدل، چې بلاخره په ١٣٦٨ د دلو په ٢٦ مه روسانو د مجاهدينو د پرلپسې بريدونو له امله د تېښتې لار ونيوله .

که د يوې خوا روسانو په افغانستان کې په مليونونه افغانان شهيدان او معيوب کړل، سره د وحشي اعمالو يې په ياده موده کې ١٤٤٥٣ عسکر په افغانستان کې ووژل شول ٣٣٠ يې ورک او ٩٩٨٥ يې سرماتې او غاښ ماتې له ځانه سره په ټانګونو کې يووړل.

د روسانو د تېښتې وروستي جنرال ګروموف، چې د آمو په سيند اوښتو په افغانستان کې يې خپله ماتې او د افغانانو ميړانه تسليم کړه، ویې ويل

هيڅ يو طاقت په افغانانو حکومت نه شي کولاى مونږ( روسانو) چې افغانان مات نه کړل د دنيا هيڅ يو طاقت به يې مات نه کړي.

 په همدې دليل ويلى شو که ژوند ياري وکړه يوه ورځ به داسې هم راشي، چې د امريکايي يرغلګرو په بشپړې تېښته څو کرښې وليکو، که څه هم د امريکا د سنا د مجلس يو شمير غړو په افغانستان کې خپله ماتې تسليم کړې ده، خو د نړيوالو له شرمه د نورو پوځونو په راليږلو او وحشتونو د يرغل څو شپې ورځې اوږدوي ان شاء الله دوى به هم دګروموف په برخليک اخته کړل شي.