آیا په 2023م کال کې په نړۍکې تر ټولو زیات پلورل شوي ټلیفونونه پيژنئ؟
په ۲۰۲۳میلادي کال کې په دنیا کې تر ټولو زیات پلورل شوي ټلیفونه کوم انډریډ ډیوایس ندی، بلکې د ایپل کمپنۍ تر ټولو د لوړ قیمت لرونکي ای فون ۱۴ پرومیکس دی.
د ټلیفونونو د پلورلو د ارقامو د شمېرو اړوند کمپنۍ Canalys په یوه رپوټ کې د لس هغه ډوله ټلیفونونو په اړه معلومات خپاره کړي چې په ۲۰۲۳ کال کې په دنیا کې تر ټولو زیات پلورل شوي دي.
په لیست کې له 10 سمارټ فونونو څخه 7 د ایپل لخوا جوړ شوي آی فونونه دي.
د راپور له مخې، په 2023 کې په نړۍ کې ترټولو غوره پلورل شوی تلیفون د آی فون 14 پرو میکس و، چې ۳۴ میلیون واحدونه پلورل شوي.
په دوهم ځای کې په حیرانتیا سره د آی فون 15 پرو میکس و چې په سپتمبر 2023 کې معرفي شو.
د آی فون 15 پرو میکس 33 میلیون واحدونه په 3 میاشتو کې پلورل شوي.
iPhone 14، iPhone 14 Pro او iPhone 13 په ترتیب سره د دریم څخه تر پنځم غوره پلورونکي سمارټ فونونه وو.
iPhone 15 Pro په 7 نمبر کې راغلی پداسې حال کې چې iPhone 15 په برخه کې په لسم نمبر کې راغلی.
د اپل تر څنګ په دغه نوملړ کې شپږم، اتم او نهم مقام د سامسنګ سمارټ فونونو خپل کړی دی.