دلو 23, 1402 11:46 Asia/Kabul
  • په هرو دوو اونیو کې یوه ژبه له منځه ځي

ژباړه: هوسۍ طارق

د ۱۹۹۶ په اګسټ کې، هندي امریکایي الاصله ساموئل تیلور بلو وفات شو. هغه د کاتاوبا قبیلې وروستی سور پوستی و چې قبیلې یې سیوهاوو پورې تړاو درلود او د کاتاوبا سیند ته یې نږدې ژوند کاوه. د کاتاوبا په اصلي ژبه غږېده، کله چې ساموئل تیلور وفات شو ژبه یې هم ورسره وفات شوه. کاتاوبا یوه بېلګه کېدای شي خو یوازینۍ او وروستۍ قضیه نه ده، بلکې دې ته ورته ډيرې نورې ژبې هم له منځه تللې دي.

د یونیسکو د راپور پر بنسټ په نړۍ کې شاوخوا ۶۰۰۰ بېلابېلې ژبې دي چې نیمایي یې د له منځه تګ سره مخامخ دي. نړۍوال ژبپوه؛ ډیویډ کریستال، په اټکلییزه توګه وایي، په هرو دوو اونیو کې یوه ژبه له منځه ځي. د یوې ژبې د اعدام حکم هغه وخت صادر کیږي چې والدین خپله ژبه خپلو ماشومانو ته و نه لېږدوي. پر ځای یې هغه ژبه خپلو ماشومانو ته ور زده کړي چې ډیری خلک په هغه ژبه افهام او تفهیم کوي.

د شلو هغو ژبو په منځ کې چې تقریباً ورځنی پرمختګ یې کوچنۍ ژبې له زوال سره مخ کوي؛ چیني ماندرین، هندي او انګلیسي ژبې دي. د دوی په منځ کې ماندرین د ۹۸۲ میلیون ویونکو سره د هغو ژبو په کتار کې ده چې ویونکي یې د همدغې ژبې اصلي ویونکي دي. یانې د دوی مورنۍ ژبه ده. په دویم کتار کې هندي ژبه ده چې ۴۶۰ میلیون اصلي ژبې ویونکي او انګلیسي له ۳۷۵ میلیون کسانو له اصلي ژبې له ویونکو سره په درېیم کتار کې ځای لري.

ژبې د ژونديو موجوداتو په څېر دي. کټ مټ د انسانانو، نباتاتو او ژویو په څېر، ځکه دوی باید له خپل چاپیریال سره سازش (جوړجاړی) وکړای شي.

کله چې یوه ژبه ډیره دود کیږي نو د ژبپوهانو په اند نورې ژبې له ګواښ سره مخ کیږي. تر نن پورې ۱۵۰۰۰۰ ژبې موجودې وې چې اکثره یې پرته له دې چې کومه نښه یې له ځانه پریښي وي له منځه تللې دي. په داسې حال کې چې ځینې یې لکه لاتین، سانسکریت، قبطي، او لرغوني یوناني تر اوسه هم شته دی. نن سبا دغه لرغونې ژبې یوازې او یوازې په مذهبي مسایلو کې کارول کیږي د تاریخ او علم په برخه کې ترې هیڅ کار نه اخیستل کیږي او ځینو یې تر دې بریده بدلون موندلی چې آن د تشخیص وړ نه دي. مثلا: د منځنۍ پیړۍ آلمان خلک د انټرنټ، ټکنالوژۍ او د رباټونو  له کلمو سره هیڅ کومه اړیکه یا هم پیژندګلوي نه درلوده.

ژبې ډیری وخت په دې له منځه ځي چې مورنۍ ژبې راتلونکي نسلونو ته هیڅ نه ور لېږدوي. چې په پایله کې د یوه تمدن او کلتور له منځه ځي. همداسې ځینې ژبې په شفاهي توګه د لېږد بڼه لري او اصلا د لیکنې بڼه هیڅ نه لري. چې له بده مرغه د تېر وخت داستانونه اوفرهنګونو لویه برخه همداسې له منځه تللې ده. هر هغه څوک چې په څو ژبو پوهیږي ورته جوته ده چې د یوه فکر/مفکورې او پیچلي احساس ژباړه بلې ژبه ته، څومره سخت او له ننګونو ډک کار دی.

تر ټولو سخت او ننګوونکی کار د یوې موضوع کره ژباړه ده. په اینویټو ژبو کې ښودل شوې چې د یوې کلمې د ژباړې لپاره مختلفې کلمې موجودې دي، مثلا د واورې د کلمې لپاره، ځینې عبارتونه یې ښیي چې آیا په واوره کې موټر چلولای شو که نه؟ ځینې بیا وایي، نه دا په دې مانا ده چې په واوره کې انسان څنګه کور جوړولی شي. د داسې کلمو په اصلي مانا انسان هغه وخت پوهیږي چې یوه ژبه ژوندۍ وي اود ویونکو تر منځ یې کارول کیږي څو چې د کلمې په اصلي مانا او د استعمال په مواردو یې خلک پوه وي، او پس له هغې موږ کولای شوچې کلمې راتلونکو ته د هغوی د مانا د له منځه وړلو پرته انتقال کړو. نو ځکه یوه کلمه خپله اصلي مانا په مطلقه توګه کله چې هغه ژبه له منځه تللي وي له لاسه ورکوي. ځکه چې د یوې دورې د خلکو علم مثلا د حیواناتو، انسانانو او د هماغې دور په اړه یوازې او یوازې دهغوی په خپلو ژبه د انتقال وړ دی. چې په خپله ژبه ژوندۍ نه وي نو کلمې په ډېری آسانۍ سره خپل مفهوم له لاسه ورکوي.

………یادونه

زما یوه لنډه او شخصي تجربه د همدغې موضوع په اړه چې مې ژباړلې. یوه ورځ مې یوه ویډیو کتله له یوه افغان ځوانه د جرمني د نوي کال په ورځو کې پوښتنه وشوه چې تاسو په دې وخت کې څه کوئ؟ ویل دا خو زموږ دود نه دی خو خپل کوچني ورور ته یوه ډالۍ اخلو. د ډالۍ په اخیستو کې ستونزه نشته خو خبره دې کې ده چې کله انسان پر خپله ژبه په پوره توګه نه پوهیږي په کلتور کې یې بدلون راځي. اوس به یې هغه کوچنی ورور د کریسمس پر مهال د ډالۍ اخیستل د افغانانو د دود یوه برخه ګڼي، حال دا چې دغه مشکل له ژبې سره شروع کیږي چې بلاخره کلتور ترې متاثره کیږي.هوسۍ