زموږ کمزوری اداري سیسټم
لیکنه: عزیزالله انس
په نن سبا کې ډېری ملګري لولم او وینم چې د پاسپورټ د اخیستلو له پروسې څخه شکایت لري. ممکن د پروسې د سختوالي یو مهم عامل هم د ډېرو خلکو تقاضا وي. خو دا سختوالی یوازې د پاسپورټ اخیستلو په پروسه کې هم نه دی، زموږ د وطن په اداراتو کې د ټولو قانوني اسنادو اخیستل او طی مراحل کول بې شمېره جنجالونه لري، چې لوی علت یې کمزوری او له کاره لوییدلی اداري سیسټم دي.
که زموږ په اداراتو کې دې کار بند شي، نو ګڼ اسنادونه به دې په لاس کې وي، له یوې خونې به وځې، بلې ته به ننوځې. هر ځای کې به درته ویل کېږي: د رییس صیب احکام راوړه، په دې فورمه د امر صیب لاسلیک راوکه، دا باید پلانی دفتر موږ ته راجع کړي، ولې دلته مدیر صیب لاسلیک نه دی کړی… دا خو خیر؛ له دې بده دا چې هغه رییس صیب، امر صیب او مدیر صیب چې ستا په کاغذ یې لاسلیک یا احکامو ته اړتیا وي، پر ځای نه وي. کله وايي چې جلسه کې ده، کله چېرته په هئیتي تللی وي، کله وېده وي، کله ورسره مېلمانه وي او کله برېښنا نه وي.
موږ څه باندې څلور لسیزې په جنګونو کې تېرې کړې. په دې اوږده موده کې نړۍ ډېره په چټکۍ ډیجټلي شوه. دوۍ له ټیکنالوژي څخه په استفادې اداري پروسیجرونه اسانه کړل. د انټرنیټ په منځته راتګ سره په اداري پروسیجر کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته شول. د غلا او تخطیو مخنیوی وشو او یو مهم کار چې انټرنیټ په اداري پروسیجر کې وکړ، هغه د وخت بچت ؤ. مثلن: د اسنادونو په طی مراحلو کې حتمن له یوځای څخه بل ځای ته تګ اړتیا پېښېږي، چې د ګڼې ګوڼې په ډکو ښارونو کې دا تګ راتګ، ډېر وخت ضایع کوي. د دې ترڅنګ یو رسمي مامور/ کارمند که په مروجه طریقه خپل قانوني اسنادونه خلاصوي، نو باید خپلې رسمي دندې ته ولاړ نشي. له یوې خوا خو همدا مامور هلته غیرحاضرېږي او له بل لوري هلته ګڼ مراجعین د ده د نشتون له امله له سرګرانۍ سره مخ دي. خو که اداري پروسیجر انټرنیټي وي، نو مامور کولی شي، په غیر رسمي وخت کې یا له خپلې ادارې څخه هم خپل شخصي کار ترسره کړي.
خو موږ چې په جنګونو کې راګېر ملت ؤ، د حکومتونو او ډلو ټول تمرکز په دې ؤ چې څنګه په جنګ کې ګټونکي شو او له کومې لارې خپلې اېډیالوژۍ ته کار وکړو؟ همدا ؤ چې د نورو ګڼو اولیتونو ترڅنګ له اداري پروسیجر څخه خلکو ته د راولاړو شویو ستونزو حل او د اداري پروسیجر اصلاح ته پاملرنه ونه شوه.
دوه کاله مخکې مې د پوهنې وزارت په بشري سرچینو ریاست کې څه کار بند شو. یو د پاخه عمر سړی مې ولید چې له پلاسټیکي دوسیې یې یوه رساله کاغذونه راواخیستل او ټول یې څېر کړل. په تګ تګ کې یې څو پرلپسې کنځاوې وکړې. ورته اندېښنه مې شوه چې دا ولې؟ پوښتنه مو وکړه. په پکتیکا کې په کومه ولسوالي کې معلم ؤ، دلته د قدم په اجراء پسې راغلی ؤ، وروسته له دوو ورځو سرګردانیو ورته ویل شوي ؤ چې بېرته پکتیکا ته ولاړ شه، په پلانکي فورم کې د پلاني مدیر لاسلیک پاتې. معلم صیب ګرم نه ؤ، د پنځم او شپږم بست کارمند ته په یو قدم ۲۰۰-۲۵۰ افغانۍ زیاتېږي، نو دا کله په دومره ډېرې سرګردانۍ ارزي!
دا ستړیاوې او جنجالونه یوازې د مراجعینو په برخه نه دي، له مراجعینو څخه زیات مامورین ورسره په تنګ دي. مامورین چې د سیسټم د بدلولو صلاحیت نلري، مجبور دي چې همدا له کاره لوییدلی سیسټم پر مخ یوسي. دوۍ مجبور دي چې د ورځې له ګڼو خلکو سره د سر ماغزه وخوږوي، هر یو ته بېل بېل قناعت ورکړي، هر کس ته لارښوونه وکړي او هغوۍ چې ټینګار کوي، ورته په غوسه شي.
په جمهوریت کې د کمېشنکارانو او رشوت اخیستلو د راوجېدو یو عمده لامل ګونګ او پېچلی اداري پروسیجر ؤ. ګڼو خلکو به چې د اداري پروسیجر ګونګتوب او سختوالی ولید، په دې به راضي شو چې کمېشنکار ته پیسې ورکړي. له همدې سختوالي څخه به ډېری وخت مامورینو هم استفاده کوله. په لوی لاس به یې یو شخص دومره ستړی کړ، چې په اخیر کې به دې ته تیار شو چې مامور ته پیسې ورکړي.
د پورتینو ټولو جنجالونو څخه د راوتلو په خاطر په کار دی چې د اوسني عصر له غوښتنو سره سم اداري سیسټم موډرن شي. په کاغذونو باندې د لاسلیکونو او احکامو ځای باید انټرنیټي سایټونه ونیسي. که په کاغذي اسنادونو باندې یو لړ مراحلو ته اړتیا وي، نو ښه به وي چې ځانګړي مامورین یې مخته یوسي، نه مراجعین. له یوې خوا به مراجعین ستومانه نه وي، له بلې خوا به یې طی مراحل کوونکي په کار پوه وي. په دې طریقه به مو سرګرانۍ کمې، وخت به مو له ضایع کېدو ژوغورلی، مصارف به مو کم او د اداري فساد مخنیوی به شوی وي.