دلو 11, 1402 11:35 Asia/Kabul
  • ويکتور هوګو څوک دی

لیکوال: بصيرالحق عادل

د بې‌وزلان ناول ليکوال ويکتور هوګو دی، نوموړی (۱۸۸۵ – ۱۸۰۲) د فرانسې له مشهورو ليکوالو دی. دی چې په يوه پوځي کورنۍ کې زېږېدلی و او پلار يې د ناپيليون په لښکرو کې د حرفوي افسر په توګه دنده ترسره کوله،  غوښتل چې خپل زوی هم په پوځ کې شامل کړي، خو د ويکتور هوګو نازک طبعيت او نرم بشري عواطف د دې لامل شول چې هغه ليکوال شي، داستانونه وليکي او داسې اثار وپنځوي چې د فرانسې پولې هم ونړوي او نړيوال حيثيت پيدا کړي.

ويکتور هوګو په خپل ژوند کې پنځوس اثار چاپ کړي دي او پنځوس يې له مرګ وروسته چاپ شوي دي، نوموړی ليکوال، شاعر او ډرامه ليکونکی و او د رومانتيزم مکتب ته ډېر ژمن و.

د هغه په ټولو ناولونو کې يو مهم او مشهور ناول همدا بې‌وزلان يا بېنوايان دی چې د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوی دی او هر څوک په‌کې د خپلې ټولې انځور ويني.

بې‌زولان له څه شي کيسه کوي؟

بې‌وزلان ناول اصلاً د فرانسې له انقلاب مخکې د دغه هېواد د ټولنيزې بې عدالتۍ، فساد، ظلم، عقايدو، تبعيض، معنوي او فکري فقر، د اخلاقياتو کمښت، عشق او دوستي، نېکۍ او نورو ګڼو موضوعاتو انځور دی.

ويکتور هوګو په دې ناول کې د ژان والژن روح ته ورننوتلی دی او هغه يې په واقعي ډول داسې سپړلی دی چې حتی د انسانيت تر مقام هم لوړ تللی دی.

ژان والژن چې په يوه ډوډۍ ۱۹ کاله بند تېروي، شکنجي ګالي، بيا چې له زندان رخصت شي لا هم د ټولنې له نفرت سره مخ کېږي، ولې د يو کشش په ښه رويه هغه سل سلنه تغير کوي او داسې يوه پرښته ډوله انسان ترې جوړيږي چې د ټولنې نور وګړي ورسره هوسا کېږي، نېکمرغه کېږي او بدليږي.

ژان والژن د رښتيا، صداقت، مهربانۍ، مرستې او ژوند بدلولو د سبمول په بڼه په ناول کې انځور شوی دی، دا انسان سره له دې چې د واګ په ګدۍ هم ناست وي، بيا هم چې خبر شي، محکمه کې د ده پر ځای بل څوک محاکمه کېږي، خپل قدرت، واک، پيسې هر څه له خپل وجدان قربانوي، نېغ محکمې ته حاضريږي او په ډاډه زړه وايي چې اصلي مجرم زه يم. دا يې يوه داسې انساني کړنه ده چې ناممکنه ده په اوسني انساني ټولنه کې يې څوک ترسره کړي.

خو بېرته له همدغو پوليسو کور په کور پټيږي چې ونه نيول شي، سره له دې چې ځان مجرم هم ګڼي دا ولې؟

زما د درک له مخې ژان والژن باندې د فانتين مرګ او بې‌وزلۍ او د هغه د لور فراق دومره بد اغېز کړی چې اوس يې تر ټولو لوی انساني مکلفيت همدا و چې د کوزت ژوند وژغوري، د هغې د ليدو په ارمان د مړې شوې مور فانتين ارمان پوره کړي او ارواه يې ارامه کړي.

بل پلو ژان والژن دغه مهال مجرم نه و او په دې پوهېده چې اوس يو شريف انسان دی، د زندان پر ځای د باندې ټولنه کې خلکو ته ډېر خير رسولی شي، د خلکو ژوند جوړولی شي، خلکو سره مرسته کولی شي.

ژان والژن کې د مهرباني ځواک دومره غښتلی و چې په ډېرو بېړنيو شېبو کې به يې هم له بې‌وزلو سره مرسته کوله او د مرستې د همدې انګېزې يو دليل يې د فانيتن واقعه وه، چې له بې‌وزلۍ له لوی درد او بيا له مرګ سره مخ شوه.

دغه راز د بې‌وزلان مرکزي کرکټر چې ژان والژن دی د کوزت روزنه او پالنه يې بله انساني ځانګړنه ده چې هغه سره حتی د يو واقعي پلار تر پولو اخوا مينه کوي، پام پرې کوي او بالاخره يې د فانتين په څېر د بېلتون له درد څخه مري.

دې ناول کې نور کرکټرونه هم شته چې ټول پر خپل ځای مناسب او سم راوړل شوي دي، د ناول پېښې په منطقي ډول يو په بل پسې راغلي دي، تلوسه لري او ځينې پېښې يو په بل پسې داسې اوډل شوي دي چې لومړۍ پېښه بيا په درېيمه پېښه کې بېرته تړل شوې ده او هر کله چې لوستونکی کيسه لولي، څومره چې مخته ځي بيا غوټې سپړل کېږي.

دا ناول ولې نړيوال شهکار دی؟

د نړيوالو شهکارونو معيارونه مالوم دي چې په‌کې فکر، انسانيت پالنه، زغم، پېغام، مخاطب، تلپاتې والی، نړيوال موضوعات او نورې ځانګړنې ولري.

يو کتاب هغه وخت پر نړيوال شهکار بدليږي چې له ملي پولو ووځي، نړيوال فکر په‌کې بيان شوی وي، نړيوالې غوښتنې او بالاخره د هرې ټولنې د وګړو ارمانونه په‌کې وي او هغوی په‌کې خپل ځان وويني.

انسانيت، فقر، غربت، درد، بې‌وزلي، ظلم، عدالت، مينه، جګړه او ګڼ شمېر نور موضوعات دي چې دا د نړۍ د ټولو انسانو ګډه غوښتنه، ګډې ځانګړنې او هر ځای کې پېښېدونکي دي / پېښېږي.

بې‌وزلان هم دغه ډول يو ناول دی، بې‌وزلان کې فقر داسې انځور شوی دی چې نن سبا يې موږ او تاسو خپله ټولنه کې وينو، که موږ همدا ناول لولو فکر کوو چې دا يې لکه چې زموږ ټولنې ته ليکلی دی، ويکتور هوګو څنګه زموږ له ټولنيزو ستونزو خبر و؟

که د ناول انساني اړخ را اخلو، هم موږ او تاسو په خپل چاپيريال کې له ګڼو بېلګو سره مخ کېږو، ښه انسانان وينو او لکه ژان والژن پرښته ډوله انسان زموږ ټولنه کې هم پيدا کېږي، په هره ټولنه کې پيدا کېږي، نو ځکه هر څوک فکر کوي چې دا ناول د همدوی د خلکو لپاره پنځول شوی.

مينه او پر مينه محدوديت، د دې ناول بله هغه برخه ده چې کټ مټ زموږ ټولنه کې د پرتلې وړ ده. کله چې ماريوس د فرانسې په څېر ټولنه کې پر کوزت زړه بايلي حتی په پارک کې هغوی ته له محدوديت مخامخ کتلی هم نه‌شي، ځان د کتاب په لوست مشغولوي او د سترګو له کونجونو د کوزت تماشا کوي، بيا د ليکونو تبادله، د کوزت احتياط چې پلار يې خبر نه‌شي، همدا صحنه عيناً زموږ په ټولنه کې د مينې انځور دی، ممکن دا په ډېرو ټولنو کې وي.

ټولنيزه بې عدالتي، کرکه، بې ګناه بنديان، فقر، د بې‌وزلو له حاله ناخبرتيا او پر هغوی مسخرې کول، له غريبو سره ناوړه چلند، فريب، دوکه او نور ګڼ موضوعات چې دغه ناول کې راغلي دې که موږ يې له خپلې افغاني ټولنې سره پرتله کړو، د ټولو ژوندۍ بېلګې همدلته شته او ليدلي مو دي.

همدا ګډ خصوصيات چې د ټولو ملتونو، هېوادونو او خلکو ګډ ارمانونه، غوښتې او ځانګړنې وي په يوه کتاب کې راشي نو هغه بيا پر نړيوال شهکار بدليږي.

بې‌وزلان د نړۍ په لسګونه ژبو ژباړل شوی، چې پښتو ته يې د ناول له لنډيز ژباړه شوې ده، لسګونه فلمونه پرې جوړ شوي دي چې ياد اثر پېړۍ وروسته هم خپل تلپاتې والی ساتلی دی او هر څوک چې يې لولي د نن ورځې کيسه ورته ښکاري، چې همدا د شهکار تر ټولو غښتلې ځانګړنه ده.

پای

۱۴۰۱ د تلې ۱۹مه