ټولنه، تغییر او لوستی قشر
لیکوال: اسدالله غضنفر
موږ د پرمختګ له مفهوم سره په وروستیو کې بلد شو. د علمي، صنعتي انقلاب د پلوشو تر خپرېدو له مخه مو د دود او رواج په پیروي کې خیرونه لیدل او تمه مو نه وه چې د ټولنې سبا دې ترنن بهتره شي.
طبعا دنیا همېشه په تغییر کې وه خو تغییر وېرولو او لکه څوک چې په مات پاڼ ولاړ وي، آینده ناخوندي راښکارېده.
رحمان بابا د دنیا په اړه وایي:
نه یې مخ شته نه یې څټ شته
لکه لوټه د صحرا
په یوه ګړۍ یې مخ وي
په یوه ګړۍ یې شا…
په ساعت کې یې بقا وي
په ساعت کې یې فنا…
خدای څوک پېښ مه کړه رحمانه
په دا هسې رنګ بلا
خو نوي تمدن چې په طبیعت باندې یې د بشر غلبه زیاته او په ټولنه کې یې وګړو ته د انساني حقونو د ورکړې مفکوره پیاوړې کړه، د تغییر د وېرې ځای د تحول هیلې ته وسپاره او زموږ په ادبیاتو کې په شلمه پېړۍ کې له تغییر څخه د مثبت تغییر او پرمختګ معنا واخیستل شوه. د شلمې پېړۍ د منځ په کلونو کې د استاد بېنوا دا شعر چې بدلېدا پکې مثبته معنا لرله، د افغانستان د روڼاندو په کړیو کې په خوند خوند ولوستل شو:
نسیم ووې د ګل غوږ کې
بدل شو د یارانې رنګ
غلی شانته انقلاب دی، بدلوي د زمانې رنګ
په دې کې شک نشته چې نوي تمدن، تعقل او تجربې ته د لا زیاتې توجه په برکت، د دنیا تغییرات ډېر چټک کړل او دغه اکثره تغییرات د پرمختګ سبب شول خو په دې کې هم شک نشته چې دغه تمدن زموږ نه دی، دا یو پردی تمدن دی چې راخپلول یې پوهه او توضیح دواړه غواړي، یعنې داسې کسان باید په کافي اندازه ولرو چې د نوي تمدن له علم، فکر او تکنالوژي سره بلد وي او خلکو ته هغه تغییرات توضیح او توجیه کړای شي چې نوې زمانه یې له ځان سره راوړي.
د یوویشتمې پېړۍ په سر کې افغانستان ته موبایل راغی او مخالفت ورسره ونه شو، د شلمې پېړۍ په سر کې د موټر له راتلو سره هم مخالفت نه و شوی. دلته یوازې د دغو وسیلو زده کړه کافي وه چې استفاده ورنه وکړو مګر عصري ښوونځي مو دومره په اسانه ونه منل، له ځینو عصري لوبو سره هم کله کله مخالفت وشو. یخچال مو په خوشحالۍ ومانه او فیلم ته لا تر اوسه په نه زړه ګورو. د نوي تمدن د کورتیو په اغوستلو کې ډېر دوه زړي نه شو خو په پطلون کې یې لا دوه زړي یوو. په هوټل کې واده کولو یا روغتون ته د ماشوم د زوکړې لپاره د ښځې استولو رانه وخت واخیست، د میکروریان په څېر اپارتماني کورونو ته مو درې څلور کاله په شک وکتل، د جغرافیا مضمون راته څه موده په ګناه لړلی ښکاره شو، په شلمه پېړۍ کې سپوږمۍ ته د تلو واقعه راته د اسمان په لور د نمرود د سفر غوندې له کبر او غروره ډکه جاهلانه هڅه واېسېده، په عصري صابونونو پسې مو یو څو کاله اوازه واچوله چې د خوک له وازدې جوړ شوي دي او د فابریکو په غوړیو پسې مو وویل چې د زېړوغوړیو قوت پکې نشته.
مخالفتونه بېل بېل ډولونه لري. یوه نوې ښکارنده بې فایدې بلل، یا منفي اوازه پسې خپرول یا مسخرې ورپورې کول به هغومره توند غبرګون نه وي لکه له نوې ښکارندې خلک په زور راګرځول، مګر نرم مخالفتونه هم د تحول په بهیر باندې منفي اثر غورځوي.
دا د ټولنې د روڼاندانو، نخبه ګانو او مخکښانو دنده ده چې د نویو مثبتو ښکارندو په اړه خلکو ته توضیح ورکړي او په فکرونو باندې اثر پرېباسي.
زموږ لوستي کسان او نخبه ګان په دغه توضیح کې په کافي اندازه کامیاب نه وو. وجه یې دا وه چې توضیح زحمت غواړي. زموږ لوستو د ځانونو لپاره ځینې داسې فکري کلیشې جوړې کړې دي چې هم د نخبه او روڼاندي مقام له لاسه ورنه کړي او هم د سمې توضیح له زحمته ځان وژغوري. دوی چې د تمدن له یوې مثبتې ښکارندې سره په ټولنه کې مخالفت وویني، معمولا درې دلیلونه راوړي:
الف، زموږ په وروسته پاته وضعیت کې د پردیو لاس دی. پردي نه غواړي په پښو ودرېږو.
ب، زموږ په بې خبري کې د حکومت لاس دی. حکومت نه غواړي چې خلک پوه شي، ځکه که پوه شي بیا له حکومت سره حساب کوي.
ج، مونږ له اصله لا بېکاره خلک یوو.
زه په دې خبرې نه کوم چې دغه دلایل تر کومه حده سم دي یا ناسم، بلکې دا وایم چې دا دلیلونه د ټولنې د ستونزو کومه غوټه نه پرانیزي بلکې د لوستو له اوږو د مسوولیت د اخیستلو لپاره پکارېږي.
په ۱۷۸۹ میلادي کال کې د فرانسې انقلاب خلکو ته د سیاسي او مدني حقونو د ورکړې له نظره د بشر د تاریخ ډېره ستره پېښه ګڼل کېږي. د دغه ستر تحول په راوستلو کې د فرانسې د هغو نخبه ګانو د فکري هڅې لویه برخه وه چې تر انقلاب له مخه یې د معلوماتو د یوې عظیمې ټولګې د برابرولو کوښښ وکړ. دغه نخبه ګان دې نتیجې ته رسېدلي وو چې له جهل څخه د ټولنې د راایستلو لپاره ضرور ده چې د یو داسې دایرة المعارف په جوړولو باندې کار وکړي چې مختلف علوم پکې د عقل او تجربې په بنیاد بیان شوي وي. دوی په کلونو کلونو خواري وکړه او د ټولنې د فکر په بدلانه کې یې محسوسه برخه واخیسته.
نن سبا په دنیا کې د هوا د ککړتیا او اقلیمي تغییراتو بحثونه ډېر تاوده دي. د فابریکو او کاروبارونو ګڼو مالکانو ته دغو بحثونو خوند نه ورکاوه خو د پرمختللې دنیا نخبه ګانو او روڼاندانو دا مساله دومره وشاربله چې اوس زموږ په کابل کې هم د بلاکونو له مالکانو غوښتنه کېږي چې د سکرو لوګیو ته دې فلتر ولګوي.
طب وایي چې یوه نجلۍ که په پنځلس کلنۍ کې حامله شي، د ماشوم د زوکړې په وخت یې تر هغې مور د مړینې خطر څو چنده زیات دی چې په څو ویشت کلنۍ کې اولاد پیدا کوي. اوس که دا وایو چې میندې او پلرونه د اولاد د مرګ پروا نه لري، طبعا غلطه خبره کوو. نو ولې بیا هم ګڼې نجلۍ په کم عمر ودېږي؟ یو لوی علت دا دی چې زموږ رسنیو او هغو کسانو چې روغتیايي کلتور ته باید کار وکړي، خپل کار سم نه دی تر سره کړی.
موږ د ډېرو نیمګړتیاوو مسوولیت د حکومتونو غاړې ته اچوو خو حکومتونه معمولا په اکثرو برخو کې د ټولنې رسېدلي قشر او لوستو کسانو ته چارې سپاري. که د مکتب ښوونکی د درس ورکولو حوصله نه لري او درسي ساعت په پټکو یا ټوکو ټکالو تېروي، یا د پوهنتون استاد دې ته تیار نه دی چې د خپل تخصص په ساحه کې نوې څېړنې وکړي، دلته اصلي ګناه د ټولنې د رسېدلي قشر ده.
د داوود خان مرحوم په جمهوریت کې افغانستان د ادبیاتو یوازې یو پوهنځی درلود چې یوازې د لیسانس د دورې زده کړې پکې کېدلې. د شل کلن جمهوریت په دوران کې په اکثرو ولایتونو کې ادبپوهنځي جوړ شول او کابل پوهنتون د ادبیاتو د دوکتورا دوره پیل کړه. په رسمي او سرکاري لحاظ خو د ادبپوهنې لپاره په لسګونو برابره ډېره زمینه مساعده شوه مګر موږ اوس هم د داوود خان د وخت د ابپوهنځي د وږمې او ادب مجلو ارمان کوو او وایو چې د هغو کیفیت ښه و. دا مثال راښیي چې که لوستی قشر خپل مسوولیت ونه پیژني، د تمدن له کاروان سره یو ځای کېدل او د نویو فکرونو خپلول، تولیدول او خپروول ډېر مشکل دي.
د جمهوریت له سقوطه وروسته په زرګونو متخصصان له وطنه ووتل. دوی طبعا د پردېسۍ له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي خو ایا که په میاشت کې یوه ورځ هم د هېوادوالو د پوهې، معلوماتو او مهارت د سویې زیاتولو ته ورکړي، له مثبت تغییر سره به مرسته ونه شي؟
د نوي او زاړه تمدن تر منځ کشمکش زموږ د تېر یوسلو څو کلن ژوند تر ټولو لوی کشمکش دی چې د نظامونو په نسکورېدو کې، په جګړو کې او په تباهیو کې یې لویه برخه وه. نوی تمدن د پرله پسې تغییراتو بې پایه بهیر دی چې په هره ساحه او هره شېبه کې زده کړه غواړي، ورزده کړه غواړي، توضیح غواړي او له زړو ارزښتونو سره سمون غواړي.
د اوسنۍ زمانې لوستی او منور قشر که کوم تاریخي مسوولیت لري هغه به همدا وي چې د نن او پرون تر منځ انسجام راولي او ټولنه له ذکر شوي تباه کوونکي کشمکشه راوباسي.
لیندۍ، ۱۴۰۲