د تولستوۍ “اعتراف” او بې مانايي
لیکنه: خالد انسان
د تولستوۍ کتاب Confession اعتراف زما لپاره ډېر جالب او مانادار دی. ما چې کله لوست له دې پوښتنې سره مخ وم چې تولستوۍ ولې په ۵۰ کلنۍ کې د بې مانایي له بحران سره مخ کېږي؟
بله پوښتنه د بې مانایي د بحران وجه وه چې څه کیدلی شي. له دقت او ډېر سوچ څخه پس پوه شوم چې مونږ د بې مانایي دوه ډوله بحرانونه لرو. یو ډول کې مونږ لومړی دا باور لرو چې ژوند مانا لري. دا مانا عمومن زمونږ خپله نه وي بلکې د دین یا ورته بنسټ له خوا راکړل شوی وي. بیا یو دم د ځینو بدلونونو له وجې “پوهیږو” چې ژوند مطلق بې مانا ده. یانې په خپل ذات کې هیڅ مانا نه لري. د مانا دا ډول بحران دومره ګواښونکی نه دی. دا چې ولې نه دی زه لږترلږه د خپل ځان لپاره قناعت بښونکی وضاحت لرم او درته لیکم یې.
دویم ډول د بې مانایي بحران د ژوند د بې مانایي په اړه “پوهیدل” نه بلکې یو ژور احساس دی چې بې نهایته ګواښونکی دی.
د بې مانایي دا احساس ستا ټول بدن او ذهن نیسي او وژونکی زړه تنګون boredom زیږوي. په دې احساس انسان په اسانۍ نه اخته کېږي. که فرض مثال کېږي هم نو ډېری وخت په پاخه عمر کې وي. که موږ کتاب دقیق ولولو پوهېږو چې تولستوۍ په ډېر خام عمر کې د بې مانايي په لومړي ډول او په پنځوس کلنۍ کې د بې مانايي په دویم ډول بحران اخته کېږي. د لومړي بحران وجه ما مخکې هم اشاره ورته وکړه د عقل وده، مطالعه او فلسفه کیدلی شي. خو د دویم ډول بې مانایي وجه دومره ساده نه ده. خو که د تولستوۍ د ژوند ډول او کیسې ته ځیر شو ځواب پیدا کولی شو او هغه دا کیدلی شي. ژوند په خپل ذات کې د هر انسان ژوند ته په ځانګړي ډول مانا ورکولی شي. دا مانا داسې وي چې یو انسان کولی شي سره له دې چې پوهیږي خلقت او ژوند په عموم کې ذاتن بې مانا دي خو بیا هم ژوند ته دوام ورکړي.
د تولستوۍ ژوند ته ګورو. تولستوۍ په خام عمر کې اتیسټ (بې دینه) شو او د لومړي ډول بې مانایي سره مخ شو خو هغه د ژوند نورو ماناوو ته رجوع وکړه او آن تر پنځوس کلنۍ یې دوام وکړ.
د ژوند دا مانا د بېلګې په ډول ښه لیکوال کیدلی شي. تولستوۍ له اتیسټ کیدلو سره سره په کلونو کلونو وکولی شو چې ژوند وزغمي صرف د یو ښه لیکوال کیدلو د موخې د لاسته راوړلو لپاره.
د دې موخې د لاسته راوړلو پس نوموړي د ژوند یو بلې مانا ته لاس ورواچاوه. د بېلګې په ډول هغه د کورنۍ په جوړولو باندې پنځلس کاله نور ژوند وزغمه. د خپلې خوښې ښځه یې وکړه، تر لسو زیات بچیان یې وپالل. تولستوۍ یو بله مانا هم لرله: ډېر مال راجمع کوله او هغه وکولی شو لاسته یې راوړي. اوس پوښتنه دا ده چې تولستوۍ دا ماناګانې لرلې نو اخر ولې د بې مانایي په دوی=م ډول بحران اخته شو. ځواب له دقت پس زما لپاره دا و چې د ژوند دا ماناګانې هم محدودیت لري. که احتیاط ونه شي انسان کولی شي د خپلو ښه شرایطو له کبله دا محدودې ماناګانې هم ختمې کړي.
تولستوۍ ته متوجه شئ. هغه د ښه شرایطو له کبله دا کار وکړ. شهرت یې د ښې لیکوالۍ له لارې لاس ته راوړ، کورنۍ یې هم جوړه کړه، مال یې هم لاسته راوړ، سفرونه یې هم وکړل، مطالعې یې هم وکړې، پوځ کې برخه واخیسته او جنګونه یې هم وکړل، دهقاني یې هم وکړه او داسې نور کارونه.
مطلب د ژوند له ټولو اړخونو یې خوند واخیست. دا هر کار د هغه ژوند ته تر یو محدود وخت (پنځوس کلنۍ پورې) مانا ورکړه. خو له دې وروسته تولستوۍ متوجې شو چې نور داسې څه شته چې د لاس ته راوړلو لپاره یې دی منډه ترړه او هڅه وکړي او د بې مانایي له “احساس” سره مخ نه شي. خو ویې لیدل چې داسې څه نه دي پاتي. ده په ژوند کې هر څه کړي. دغه وخت و چې د بې مانایي دې بحران د نوموړي بدن ونیوه، کوم چې نوموړی په ډېر زبردست انداز بیانوي.
دا بحران بې نهایت شدید و. تا به لیدلي وي چې دی وایي چې پټیو کې مې مخکې ټوپک ځان سره ګرځولو، اوس دومره ویرونکی حالت لرم چې دا توپک مې له ځانه لرې کړ. ویل مې داسې نه چې ځان ووژنم. بل ځای وایي چې په کوم ځای کې مې مطالعه کوله، هلته یو پړی وو. هغه مې لرې کړ. ویل مې داسې نه چې ځان راځوړند کړم. دا د دې بې مانايي د احساس زور دی. که لږ متوجې شو کولی شو نور هم پوه شو چې دا ډول احساس څومره ګواښونکی دی. له ټالسټای چې نور لاره غلطه شوه، منډه یې واخیستله کلک عیسوي شو. دی یو ځای وایي چې کلیسا ته ځم، مونځونه هم کوم او روژه هم نیسم خو زړه مې هیڅ نه مني. عقل مې راته وایي چې دا پوچ او چټیات دي خو دی لدې ډاره چې ځان مړ نکړي مطلقې بې عقلۍ چې دا یې خپله اقرار کوي غاړه ورکوي.