دلو 02, 1402 12:07 Asia/Kabul
  • قلم بقا ده د سمون نښه ده

شفیع الله حقیار

لکه روڼ لمر چې د ژوندون نښه ده”

(زغم.لیکوالي، ۱۳۹۴: ۳)

دا جمله ډېره خوله په خوله کیږي چې”قلم د فکر ترجمان وي.” مانا دا چې قلم د فکر له چینې د کاغذ په سپین مخ ځان راڅرګندوي او په خپله د شخص تجربې او هنر تعریفوي. بشر هڅه کوي چې خپلې ټولې په ژوند او اخرت پورې اړونده ښېګڼې او لاسته راوړنې د قلم په څوکه په میراث پریږدي او د زده کړې او کارونې ډول یې نورو ته وښیي.

کله چې انسان د ښوونې او روزنې خبره کوي/اوري، د جوړښت، تهذیب او سمون مانا ترې اخلي، نه دا چې ځان یا بل د غم او درد کندنې ته ورټېل وهي.

زه، ته او دی…باید زده کړه وکړو! نورو ته یې ورزده کړو او عمل پرې وکړو!

خو دا پوښتنې چې څنګه مو زده کړي یا یې زده کوو او یا هم څنګه یې چې نورو ته ښیو په همغه ډول موږ له زده کړې، زده کړه کړې؟ ایا زده کړه لکه څنګه چې مناسبه ده موږ کارولې؟

الله “ج” په خپل کتاب کې د قلم په اړه ویلي دي: ” ن، والقلم ومایسطرون.” (القلم: ۱)

انسان ته الله “ج” اختیار د حدودو په چوکاټ کې ورکړی دی، ده ته یې د یوه شي د کولو اراده او اختیار ورکړی او هم یې ورته د ځینو شیانو د منعه کولو امر کړی دی؛ ځکه خو انسان په ازموینه کې دی چې دی څه غواړي ویې کړي آیا خپل مسوؤلیت لکه څنګه چې ورته ښودل شوی ترسره کړی یې دی او که نه؟ کوم اختیار چې ورکړل شوی ايا په سمه توګه یې کارولی دی او کنه؟

شاعر څه ښه وایي:

“بې لیکواله بې قلمه خلک مړه دي

په دنیا کې د ژوندیو په شمار نه دي. (زغم.لیکوالي، ۱۳۹۴: ۲)

په بشري ټولنو کې لوستی او قلمي پوړ د هغه ټولنې تر ټولو وګړو زیات د ټولنیزې لوړتیا، روښانتیا او پر ځان بسیاینې مسوؤلیت پر غاړه لري. دغه قلمي پوړ که خپله قلمي وړتیا په پوره پام ونه کاروي، د ټولنې مترقي ریښې له حرکت او د پرمختګ له تغذیې پاتې کېږي.

موږ وینو او د وخت تجربو ثابته کړې ده چې د هېواد په وروسته پاتې والي او ځوړتیا کې تر نالوستیو، لوستي او قلمي کسان زیاته ونډه لري چې دا بیا د هېواد په ملي ښوونیزه او روزه نیزه روحیه ناوړه اغېزه ښندي. د قلم ناسمه کارونه، د قلم عظمت، تقدس او ارزښت د نسلونو د ذهني امواجو په اهتزاز کې ستونزې جوړوي او خلک د سمونې، سالمې کړنې، بنسټیزې اخلاقي او تربیوي روحیې او هوښیارۍ څخه ساتي.

په یوه ټولنه کې چې قلمي منافقت او ناسمه قلم څرخونه د مادي او نورو ناسمو موخو په خاطر دود شي نو خلک یې د علم په ارزښت او انسانیت جوړونې په حقیقت لاس تر زنې شي.

ځینې وختونه موږ له یو شمېر عمر خوړلیو کسانو په غونډو، کورونو او کلیو کې اورو چې وایي زوی…مې په کمپیوټر…کې شیطانت زده کړی. جمله د بڼې له مخې شاید یوه تکراري او عادی جمله وي؛ خو په مانیز لحاظ دغه جمله وزن لري. هغه زیان چې زوی یې چا/شي ته د کمپیوټر د زده کړې له وجې اړولی، یادوي یې.

په علمي لحاظ کله چې یو لوستی کس ناسم کار ترسره کړي پر ده نه بلکې؛ د ده پر زده کړه نیوکه کیږي. هر شخص که غواړي چې دی، علم او قلم یې د وجدان له قاضي څخه په هسکه غاړه تېر شي او د ټولنې د تلپاتې بقا او هوساینې په زېور سمبال شي، اخرت ته یوه ښه توښه برابره کړي، د خپل قلم او زده کړي علم کارونه دې وړ او په پام سره ترسره وکړي.

د قلم چلوونه د عدالت او قانون پر محور انسان خپل ټاکلي سالم هدف ته رسوي او د ټولنې هغه هیلې چې ټولن مېشت یې ترې لري پوره کیږي، چې دا بیا د یوه حاکم نظام په ښه ټاکنه، غوره رهبرۍ او په وړ انساني قوې ټاکنې دلالت کوي.