د ژوند په اړه د شاعر د لید بېله زاویه
لیکوال: همت عمرزی
پر ادبیاتو خبري:
د دې هسي بې معنا ژوندون دپاره.
د اضدادو سره ولي تل په جنګ یم؟
سیدشمس الدین مجروح.
د دې پورته بیت ترشا فلسفي فکرونه خورا ژور او جوت مفاهیم لېږدوي، دلته شاعر د ژوند متناقض ماهیت ته ځيرمن او فکرمن دی، د لویو هنرمندانو یو غوره ځانګړنه دا ده چې ژوندته د دوی د لید انداز بېل دی، دوی ژوند داسي تفسیروي چې عادي خلک يې آن حِسولای هم نه سي، ژوند يوازي د وخت د تېرولو او مادي لذایذو او خوندونو سره د روږدي کېدلو ظاهري تجسم ته نه وايې، بلکه ژوند ته په ځيرمنو او فکرمنو ذره بینانو داسي کتل لازم دي چې د اضداد پر تناقض او جګړیز بهیر شعوري غور وسي، پوښتني او پلټني وسي او د دې سوالونو د ځواب موندلو په لټه او تفحص کې ځان د معنا په سیند کې داسي ډوب کړو چې ترڅو د معرفت ګوهرونه او د ځان پېژند څرکونه تري راونه باسو تر هغو د ژوند له مادي طلِسم سره پخلا نه سو، د معرفت اصلي زړی د اضدادو مقایسوي شننه او ارزونه ده، کله چې مونږ غواړو ژوند وپېژنو، ماهیت او موخه يې درک کړو نو غوره لار يې دا ده چې د مرګ په اړه پلټنه وکړو او د مرګ له ترخې زاویې څخه د ژوند مقصد او مرام پېژندلای سو، د هست او نېست پرتله مونږ ته د هستی د معرفت ښه درک په لاس راکولای سي، بنا” دلته په دې معنایز بیت کې زمونږ لوی ادیب او مفکر سیاستوال ارواښاد سیدشمس الدین مجروح ژوند ته په دغسي پرتلیز دیالیکتیک انداز کتلي دي، نوموړی مونږ ته په دې شعر کې په فلسفي ژبه د ژوند خورا ژور هر اړخیز مفهوم وړاندي کوي، دی راته وايې چې د ژوند وجودي فلسفه فقط د اضدادو ترمنځ جګړه ده او د دې جګړې سره د انسان ناپایه ماتي ده اوبس، د هستی د موقتي دوام راز د دغي مسلسلي مبارزې او مجاهدې په پایله کې محفوظ دی ولي د فنا اونیستی تجربه حتمي ده، نوموړی په شاعرانه هنري ژبه دا راته په ډاګه کوي چې د نفرت او محبت سیالي او مبارزه تل ګرمه روانه ده دا چې خلک د محبت په خوند او شتون کې د سکون احساس کوي، علت يې د نفرت او کین اورنی تاو او دباو دی او که چېري نفرت نه وای نو د میني او محبت وجودي ارزښت به دغسي مهم او مطرح هم نه وای، مونږ د دې پورته بیت څخه په اخستنه کولای سو چې د ژوند په لویه غېږکې د ټولو کایناتو او وجودي عناصرو د ضدینو په اړه ګڼ فکرونه او مثالونه وړاندي کړو اوپه ټوله کې د ژوند د رازونه رمزونه ومومو.
د ارواښاد مجروح موخه دلته د ژوند د بې معنا یادوني څخه دانه ده چې ګواکي ژوند هسي خالي کډو دی او په ماهیت کې يې هيڅ هم نسته، دی مونږ ته دا پېغام راکوي چې د ژوند د بقا ارزښت دومره نه ارزي لکه انسان چې يې په کومه پيمانه په تناقضاتو او تلازماتو کې اسیر دی او دومره ورپوري نښتی چې د فاني والي فکر یې له سره الوتی دی، نو په نتیجه کې به انسان د خپل اصلي ماهیت او مرام څخه ارومرو منحرِف او ترکستان ته درومي، مونږ دا اوس هم پر ژوند نه! بلکه د ژوند پر تمثیل او ظواهرو دومره مین یو چې افراط راڅخه ستړی دی.
مشر مجروح مونږ ته په ژوندکې د اعتدال بلنه راکوي، او ژوندته په دغه مادي ارزښت نه دی قایل لکه مونږ چې اوس ورپوري چسپ یو!
ارواښاد سیدشمس الدین مجروح زمونږ د ویاړلي هیواد د فکري سرخېلانو په قطار کې د حساب او کتاب سړی دی، او ده مونږ ته د خپل ادبي اوسیاسي مېراث په اډانه کې خورا د ارزښت وړ معنوي هستي را پېرزو کړې ده، چې په دې برخه کې د نوموړي ادبي_هنري پنځوني د بیا بیا لوستني او ارزوني وړ مطالب لري، تر ټولو د پام وړ مسله دا ده چې زمونږ دا پياوړی ځيرمن او فکرمن ادیب خپل مخاطب ته د ژوند د اصلي مسیر او معتدل بهیر د څرکبه لارښود پيغام ورکوي.
دا به ښه نه وي؟ چې د ژوند ښایست د معنا په دنیا کې ولټوو نه د مادې په لذتي دام کې!!!
د مشرمجروح ويښه اوسپېڅلې روح دي ښاد وي او د ده او درنې ادبي کورنی د فکر رڼا دي لاهم زمونږ پر شعوري دنیا تانده اوځلانده وي.