جدی 16, 1402 11:05 Asia/Kabul
  • نوزېږی څنګه ومینځو؟

لیکواله: مینه احمد

ډېری میندې په ځانګړي ډول‌ هغه میندې چې په لومړي ځل مور کېږي په دې نه پوهېږي چې نوی زېږېدلی ماشوم څنګه او څه وخت ومينځي. لکه څنګه چې تر زېږون وروسته یو ماشوم خوړو او ساتنې ته اړتيا لرې ترڅنګ یې مينځلو ته هم اړتیا لري ځکه چې د ماشوم د روغتيا لپاره تر ټولو اړين ټکی د ماشوم پاکوالی دی.

د يوه نوي زېږېدلي ماشوم د مینځلو طریقه د نورو ماشومانو له مینځلو سره توپیر کوي او مور يا بل هر هغه څوک چې ماشوم مینځي باید د نوزېږي د مينځلو په لارو چارو باندې پوره پوه شي تر څو د ماشوم د مينځلو پر مهال هغه ته زیان ونه رسېږي.

په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د نوي زېږېدل شوي ماشوم د مينځلو د لارو چارو په اړه معلومات درکړو ترڅنګ یې د لیکنې په بېلابېلو برخو کې مو په دې خبروو چې يو ماشوم تر زېږون وروسته څه وخت باید ومينځل شي. که غواړئ په دې اړه پوره معلومات ترلاسه کړئ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

پام مو وي چې هېڅکله په لومړۍ اونۍ کې ماشوم ونه مينځئ ځکه چې دا کار ستاسو د ماشوم روغتیا ته زیان رسولای شي. کله چې ماشوم پیدا کېږي په روغتون یا زېږنتون کې یې ډاکټران مينځي، خو کله چې تاسو ماشوم کور ته راوړئ خپل ماشوم د نرم ټوکر په واسطه ومينځئ. پام مو وي چې ماشوم مو په هېڅ ډول په اوبو ونه مينځئ.

کېدای شي چې له تاسو سره دا پوښتنه پيدا شوې وي چې د نرم ټوکر په واسطه څنګه خپل ماشوم و مينځئ؟ د نرم ټوکر په واسطه د نوزېږي ماشوم د مينځلو لپاره لومړی یو نرم ټوکر چې پاک وي او پټ ونه لري پيدا کړئ او بیا یې لږ نمجن کړئ، بیا ورو ورو د خپل ماشوم بدن پرې وموښئ، تر څو پاک شي.

که ماشوم مو ډېر خیرن وي کولای شئ چې په همدغه ټوکر د صابون اوبه واچوئ او ماشوم پرې ومينځئ او بیا یې په يوه بل نمجن ټوکر پاک کړئ، خو هېڅکله باید په مستقیمه بڼه د نوي زېږېدل شوي ماشوم پر بدن صابون ونه موښئ ان که صابون د ماشومانو ځانګړی صابون هم وي. ځکه چې کېدای شي د ماشوم بدن ورسره حساسیت وکړي.

تاسو باید تر هغه وخته خپل ماشوم د ټوکر په واسطه ومينځئ تر څو چې د ماشوم نو (ناف) ولوېږي. کله چې د ماشوم نو ولوېد بیا نو هغه وخت چې د ماشوم له زېږون نه دوې اونۍ تېرې شوې وي تاسو کولای شئ چې ماشوم په تودو اوبو او د ماشومانو پر صابون او شامپو  ومينځئ.

په پای کې د دې یادول اړين دي چې د نوزېږي د جامو په ټاکلو کې هم باید ډېره پاملرنه وکړئ او ماشوم ته نرمې او ازادې جامې وټاکئ، ځکه چې د ماشوم تر زېږون وروسته په لومړيو اونيو کې د ماشوم د بدن پوستکی ډېر حساس وي او کېدای شي چې له تنګو جامو سره حساسیت وکړي.