د کینو خوراک د ګوزڼ خطر کموي، څېړنه
کله هم چې د ژمي موسم شروع شي د بازارونو ښایست په مالټو لا پسي ښایسته شي، دغه نارنجي رنګه میوه چې د الله لخوا نه انسان ته یوه تحفه ده خو د ویټامن سي ذخیره هم ده.
یوه تازه څېړنه کې ښي چې کینو(مالټه) که د ورځې څوک یوه دانه وخوري نو دزړه حمله او د وینې فشار له ناروغیو څخه ژغورل کیږي او سالم روغتیا به هم ولري.
یوه تازه څېړنه کې ښي چې کینو(مالټه) که د ورځې څوک یوه دانه وخوري نو دزړه حمله او د وینې فشار له ناروغیو څخه ژغورل کیږي او سالم روغتیا به هم ولري.
څېړونکو د یو تازه څېړنې په نتیجه کې چې په تېرو ۱۵ کلونو کې په ۲۸ زره تنو تر سره کړې راغلي، که چېرې یو تن هره ورځ د کینو یو ګلاس جوس وڅښي د هغه حافظه به ۴۷فیصده د خرابیدو څخه وساتي.
هالنډ کې د “نیشنل انسټیټوټ آف هیلت اینډ انوائرمنټ” مؤسسې په اروپا کې د کینسر او نیوټریشن په نوم یو پروګرام درلود چې په دغه پروګرام کې له ۲۰ نه نیولې تر ۷۰ کلنو کسانو سروې وکړه چې دغه کسان کومې غذاوې خوري او ددوئ روغتیا ته څومره ګټه لري.
دغه طبي پوهان وايي، که څوک د کینو رس(جوس) وڅښي په دغو کسانو کې د فالج(ګوزڼ) خطره تر ډیره حده کمیږي، د برټش جرنل آف نیوټریشن په خپل یو راپور کې وايي، که څوک په اونۍ کې ۸ ګلاسه د کینو جوس وڅښي نو په دغه کس کې د فالج خطره ۲۵ فیصده کمیږي.
د کینو د جوس سره د زړه شریانونه سالم پاتې کیږي او د خرابیدو چانس يې ۱۲ نه تر ۱۳ فیصدو پورې کمیږي.
د روغتیا د برخې پوهان وايي، چې کینو د وینې دوران تېزوي، چې ددې اثر په ټول بدن کیږي، بل کینو د ویټامن سي، فائبر، وټامن بي ۱ لروونکی ده چې د مخ په ښکلا کې هم مهم رول لري.