تَره: ګټور خواړه
عبد الهادي همت
تره یا چمبر خیار له هغه خوراکونو څخه ده چې هم د ډوډۍ د خوړلو پر مهال او هم ځان له خوړل کېږي.
تره که څه هم د افغانستان په مرکز کابل کې خوراکیان زیات لري، د یو شمېر ولایاتو وګړي یې هم له څو کلونو راهیسي په خوراک روږدي شوي دي. همدغه ګټوره تره دمخه چا په پښتون مېشتو ولایاتو کې په مینه نه خوړه، خو اوس یې خوراک پیل کړی دی.
تره د بادرنګ په څېر یخوالی لري چې دمخه به یواځې د ګرمۍ په موسم کې پیدا کېده خو اوس په هر موسم کې پیدا کېږي. اما د بادرنګ په نسبت یې خوراکیان کم دي.
تره د ښه خوند لرونکی سبزي ده چې ډېره نازکه، اوږده ده. خوراک یې ځکه ګټور دی چې د پښتورګو او مثانې په سلامتیا کې مهم رول لري.
د چنبر خیار بله ځانګړنه دا ده چې د وینې د لوړ فشار او د وینې د غوړو په کمولو کې مرسته کوي. هغه کسان چې د وینې له لوړ فشاره ځورېږي د ترې خوړل ګټور او مؤثر ورته ثابتېدای شي.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته چې امریکا پر هیروشیما اټوم بم استعمال کړ او د انسانانو تر څنګ یې کرنیز تخمونه هم له منځه یووړل، د ترې تخم په نړۍ کې نه لیدل کېده. خو نړیوالو کروند پوهانو یو ځل بیا د ترې تخم وموند او د ترې کرنه یې دود کړه، چې دا مهال یې په نړۍ کې بېلابېل ډولونه لیدل کېږي.
د ترې خوراک د بي او اې د ویټامینونو په لرلو سره د انسان د وجود په سلامتیا کې ګټوره ونډه لري، چې په افغانستان کې یې د مالګې سره خوراک تر پخوا زیات دود موندلی دی.