جدی 06, 1402 10:26 Asia/Kabul
  •  زوړ نیکه او دهغه لمسی

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

یو وخت یو ډیر زوړ سړی چې لا ژوندی و، د سترګو لید يې کمزوری شوی و، په غوږو يې ښه نه اوریدل اوځنګونونه يې لړزیدل. کله به چې په دسترخوان کیناست، کاشغه يې په لاس کې سمه نه شوه نیولی، شوروا به له کا شغې یو څه په د سترخوان ترې توئيده او یو څه به يې له خولې هم بیرته څڅیده. د زوی او د هغه میرمنې کرکه ترې کیده، نو ځکه يې نور له دوی سره په یوه دسترخوان د ډوډۍ خوړو اجازه نه درلوده او دازوړ نیکه مجبور وه چې هلته د بخارۍ ترشا، په یوه کونج کې، د د وی له سترګو پنا، کښیني او ډوډۍ وخوري. ده ته يې په یوه کنډول ( خاورینه کاسه ) کې دومره ډوډۍ ورکوله، چې پوره نه په موړیده، په غمګینو سترګو به يې د دستر خوان وخوا ته کتل او له ستر ګو به يې داوښکو څاڅکې را څڅیدل. یو وار يې په لړزیدونکو لاسو کې کاسه ټینګ نه شوه نیولی، په مځکه ترې ولویده او ماته شوه. ننګور يې سخت وښکنه، ده نور هیڅ نه ویل او یوازې اوسلي يې ایستل. بیا يې په څو ټنګو یوه تتۍ ( لرګینه کاسه) ور ته را ونیوله او په هغې کې يې ډوډۍ ورکوله. اوس نو چې دوی هلته سره ناست وو، کوچني لمسي يې، چې څلور کلن و، د مځکې په سر څه کوچنۍ ټو ټې راټولولې. پلار يې ترې وپوښتل چې:« څه کوې؟» ده ځواب ورکړ چې:« زه یو کنډول جوړوم، کله چې زه لوی شم، مور او پلا ربه مې په دې کنډول کې ډو ډی خوري.» په دې خبره میړه او میر منې یوه بل ته وکتل او دواړه په ژړا شول، په بیړه يې زوړ نیکه بیرته دستر خوان ته راوست او اجازه يې ورکړه چې وروسته له دې به له دوی سره یو ځای په یوه دسترخوان ډوډۍ خوري او که په دسترخوان یو څه ترې توييدل هم، څه يې نه ورته ویل.