جدی 04, 1402 11:02 Asia/Kabul
  • څنګه یوبریالۍ شخصیت جوړیدلی شم؟

لیکنه: ډاکټر محمد نسيم هميم

کله چې په دې فکر کې شوې چې باید یو بریالی او موفق شخصیت اوسم نو ترټولو اړینه داده چه په ځان حتما باوري شې او دا له ځانه سره ومنه چه انشا الله حتمآ به په ورځنیو چارو کې بریالی ووم. په ځان داسې ډاډمنتیا چې تاسې د ټولو ستونزو په مقابل کې مقاومت کولای شي او دا وړتیا لری چه په ټولو ستونځو بریالی کیدای شی نو تاسی په خپله یو ضمانت تر لاسه که او پدی یقینی شی چه د بریا لپاره مو لار پرانسته .

تر ټولو مهم راز داده چه کله مو غوښتل چه په یوه کار کی بریا تر لاسه کړی نو د زړه له تله د هغه کار سره مینه پیداکړی کله د چه په زړه کی هغی موخی ته د رسیدو لپاره لیوال تیا ولری نو انشا الله حتمآ بریا مو په برخه ده .

مثلآ هر هغه څوک چه په الله ج ایمان ولری داسی ایمان چه په ښکاره او پټه دواړو حالاتو کی الله ج ته تسلیم وی او په هغه لوی زات توکل کوی نو دا شخص دی په دی ډاډه شی چه د بریالیتوب ته د رسیدو په لاره کی هیڅ شی دده خنډ نه شی جوړیدلی .

په لاندی توګه یو څو ټکو ته اشاره کوو چه د بریالیتوب د رازونو څخه شمیرل کیږی

همیشه مثبت فکر او مثبت اند ولره : یو اروپایی ډاکټر لیکلی چه مثبت فکر کول داسی دی لکه یوی تیاره کوټی ته چه د لمر وړانګی ور ولویږی او په خپلو وړانګو تیاره کوټه روښانه کړی.

هر ه ورځ د یوی ښی پیښی په طمعه اوسی : دا ښکاره ده کله چه د یوه څه په طمعه اوسی او څنګه چه ته طمعه لری حتما هم هغه توګه یو څه سره مخامخ کیږی نو ښه داده چه تل د یوی ښی پیښی د پیښیدو په هیله اوسی.

خپل فکر مو په کنترول کی وساتی: په داسی یو څه چه ګټور نه وی او په فکر کولو نه ارزی خپل وخت مه ضایع کوی تل په ګټورو موضوعاتو خپل فکر مصروف وساتی.

تل هڅاند او دکار په تعقیب کی اوسۍ: ټولی بریا وی د سختیو سره ګرو وي څومره چه هڅاند او لټون کی وی نو خپلی بریاوی د ستختیو له ګرو څخه ډیر ژر را خلاصولی شی.

تل صابره اوسی : مونږ تل غواړو چه ډیر ژر خپلو بریاوو ته ورسیږو همدا بی صبری زمونږ د نارامی لامل ګرځی.

تل دنورو سره مرسته کوی : تاسی هغه وخت خپل ځان خوشبخت ګڼی چه پدی و پوهیږی چه دنورو خلکو سره د مرستی له کبله تاسی په ټولنه کی ارزښتمند شخصیت یاست .

په الله ج یقین او ایمان ولری: تل هغه څه پیښیږی چه تاسی یی فکر کوی نو ښه داده چه تل د الله ج څخه د ښی راتلونکی په طمعه اوسی او ټول هغه خنډونه وپیژنی   چه د ستاسو دبریاوو مخه نیسی او دهغوو خنډونو د منځه وړلو هڅه وکړی.

ذهن مو له ترس او ویری څخه پاک کړی او فکر وکړی چه یوازی د الله ج څخه بغیر د ستاسی مخه څوک نشی نیولی یعنی یوازی او یوازی د الله ج څخه ترس ولری انسانی وهم او د انسانانو څخه ویره مو له زړه څخه اوباسی.

تل په غوره شیانو فکر کوۍ

هغه تصویر مو په فکر کی جوړ کړی څنګه چه غواړی په واقعی ژوند کی په هم هغه توګه و اوسیږۍ.

هر وخت په شور او شوق کی اوسه: فرانک بتر په خپل کتاب کی چه څنګه له ناکامی څخه بریالیتوب ته ورسیدم لیکلی : یو شخص چه هروخت وغواړی خپل سرنوشت ته تغیر ورکولی شی دا هغه وخت امکان لری چه په یو چا کی دا شور او شوق موجود وی بغیر له شور او شوق څخه څوک په خپل سرنوشت کی تغیر نه شی راوستلی.

د خپل ځان په هکله مثبت فکر ولره : داسی فکر مه کوه چه زه یو ناکاره او په هیڅ نه ارزیدونکی انسان یم

د خپلو پخواینو خطاوو څخه مو پند واخلی او مخکی روان شی

په خپل ځان باوری اوسی نو هغه وخت به له خپل ځان سره مینه ولری

مسئولیت ومنی هرهغه څه چه در سپارل کیږی چه سرته یی ورسوی دریغ مه تری کوی او مسولیت په غاړه اخلی

همیشه بښونکی اوسی او له یاده یی باسی ،

د کامیابو اشخاصو سره اړیکی وپالی او دوستی ورسره وکړی

خپلی موخی تل په پام کی لری او له یاده یی مه اوباسی

هره ورځ د هغی ورځي لپاره ژوند وکړی ډیر زیات د تیر او راتلونکی په غم کی خپل فکر مه مصروفه وي

د هر کار د سرته رسولو په وخت کی یوازی د هغه کار په پام کی اوسی

په اجتماعی ښیګڼو کی ونډه واخلۍ

تل د لویو موخو په فکر کی اوسی ، هغه موخی چه په ژوند کی مو مثبت تغیر راوړلی شی

تل د انګیزه لرونکو او با روحیه اشخاصو سره په اړیکه کی اوسی

شهامت ولری : هغه ډول ځان جوړ کړه څنګه چه غواړی چه همغه سی اوسی

استقامت ولری: جناب نبی کریم صلی الله علیه و علی اله وسلم فرمایی: الله ج د هغه چاسره مل وی څوک چه دسختیو په مقابل کی مقاومت ولري.

تل شکر ګذاره اوسی : کله چه شکر اوباسو نو په وجود کی مو روحیه او انر ژی پیدا کیږی.