قوس 12, 1402 12:00 Asia/Kabul
  • ايډز څه دی؟ نښې او لاملونه يې

ليکوال: اسحاق عزيزي

ايډز څه دی؟ نښې او لاملونه يې - اسحاق عزيزي

 

د انسان بدن معافيت ويروس (HIV) د هغه ویروس نوم دی چې د ایډز لامل کیږي؛ دا ناروغي د وژونکي انتاناتو او ځینې سرطانونو لامل هم کېږي.

 

د ايډز (Aids) کليمه د لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۸۲ ز. کې کارول شوې.

اچ آی وي (HIV) د "انسان بدن معافیت وېروس" په معنا دی، چې انسان په اخته کېږي، او د اخته شوي کس څخه په اسانۍ سره بل روغ کس ته لېږدول کېږي.

 

په ایډز اخته شوي کسانو باندې څیړنې ښيي چې د وېروس څرګندول د ناروغۍ د نښو څخه ډېر وړاندې پېښېږي. (يعني دا چې د اخته کېدو ډېر ناوخته نښې څرګندېږي.) زياتره څېړنې چې د ايډز پر ناروغانو ترسره شوي، ښيي چې د ايډز ناروغي دوه حالته لري.

 

۱ - ناڅرګنده ايډز: په ناڅرګنده حالت کې ناروغ سالم ښکاري، او هېڅ نښې نښانې يې پر بدن نه ښکاري چې ښايي په ناروغۍ دې اخته وي، خو دا کس نورو کسانو ته په اسانۍ سره ایډز لېږدوي. او بل کس په دې وېروس ککړوي.

 

۲ - څرګنده ايډز: دا هغه حالت دی چې په وېروس اخته کس باندې نښې څرګندې وي، چې په دې توګه دي؛ تبه، د سر درد، د غړو درد، د ستوني خوږ، د پوستکي خارش او پړسوب او داسې نورې ستونزې....

 

د ايډز ناروغۍ نښې پر لاندې ډول دي:

۱- په چټکۍ سره د وزن کموالی

۲- تکرارېدونکي تبې يا يوه مياشتنۍ تبه

۳- بې اندازې ستړيا او کمزورتيا

۴- د شپې ډیر خولې کول

۵ - اسهال چې تر يوې مياشتې ډېر دوام يې درلودلی وي

۶- د حافظې د لاسه ورکول او نور عصبي اختلالات

۷- ټوخی چې تر يوې مياشتې ډېر دوام يې درلودلی وي

۸- د رنګ ژېړوالی يا هم پر پوستکي نښې

 

هغه لاملونه چې دا وېروس په چټکۍ سره بل انسان ته لېږدوي پر لاندې ډول دي:

۱- جنسي اړيکه يا (سکس کول)

۲- ښکلول/مچول (kissing)

۳- په غېږ کې نيول

۴- وينه ورکول

۵- ټوخی يا پرنجی

۶- د ګډو جامو اغوستل، يا په ګډ ځای کې پرېوتل

۷- ورځني چارو کې اړيکې/ناسته ولاړه

۸- په ګډ ګيلاس کې اوبه يا چای څښل

او داسې نور....

 

درملنه او حل لاره:

له بده مرغه چې د ايډز ناروغي تر ننه پورې پېژندل شوې درملنه نه لري، هېڅ واکسين د ايډز لپاره نه دی کشف شوی، او بله هېڅ داسې درملنه نه ده څرګنده شوې چې د ايډز په وېروس ککړ کس دې پاک کړي. نو يوازينۍ لاره چې زموږ لاس کې ده «مخنيوی» دی.

 

په مخنيوي سره کولای شو تر ډېره د دې ویروس د خپراوي او لېږدون مخه ونيسو.

 

څه ډول مخنيوی وکړو؟

د جنسي لېږد مخنیوی: د اخلاقي او کورني اصولو او دیني عقایدو ته غاړه ایښودل او د جنسي ژغورنې مخنیوی د دې وېروس په مخنيوي کې مؤثر دی.

 

د وینې ورکولو مخنیوی: اوس مهال د وينې ورکولو له لارې د HIV لیږد خطر خورا ټیټ دی، مګر غوره ده چې د وینې له لیږد څخه مخنیوی وکړئ. په استثنایي حالاتو او بیړنیو حالتونو کې.

 

جدي پاملرنه: په ایډز اخته شوي ښځې بايد د اميدوارۍ څخه په جدي توګه ځان وساتي.

 

ليکوال: اسحاق عزیزي

ماخذونه:

A Guide to AIDS-Free Life for Teens.

World Health Organization