کډوالي؛ فرصت که ننګونه!
ليکنه: مجیب الرحمن إحساس
کډوالي له جګړې او نا امنۍ وروسته د افغانستان او افغانانو له نامه سره تړلی نوم دی، څلوېښت کاله کیږي چې افغانان د هر نظام له را نړېدو سره دغه ترخه تجربه تکراروي او دا دي په افغانستان کې پنځمه لسیزه هم دکډوالۍ له یوې نوې څپې سره پیل شوه.
د ملګرو ملتونو دکډوالو چارو « یو،ان،ایچ،سي ،ار» د یوه راپور پراساس ، شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغانان په بهرنیو هیوادونو کې اوسیږي چې لوی شمېر یې په ایران او پاکستان کې دي، خو ښایي پر افغانستان وروستۍ راغلې څپې د کډوالۍ دا کچه څو چنده لوړه کړې وي او دا نه تکرارېدونکی داستان لاهم روان دی.
خو آیا مهاجرت یوازې د بدبختۍ نوم دی؟
ښایي افغانستان دکډوالۍ لوړ شمیر ولري، خو یوازینی هیواد هم نه دی چې کډوال لري، په ننۍ نړۍ کې ډیری کسان له جنګ جګړو ور ها خوا د اقتصادي فرصتونو او نورو اسانتیاو لپاره هم کډوالي ته مخه کوي او د خپل ژوند د مسیر بدلولو لپاره دکډوالۍ پرمټ نوې لارې چارې لټوي.
د ساینس او ټکنالوژۍ له برکته ننۍ نړۍ خورا کوچنۍ شوې او د یوه کلي بڼه یې غوره کړې ده، هرڅوک کولای شي هر کله چې وغواړي د نړۍ له یوې برخې بلې برخې ته په خورا ساده ډول سفر وکړي.
د امریکا متحده ایالات چې اوس مهال د نړۍ اقتصادي او سیاسي سر لاری هیواد بلل کیږي، لوی شمېر وګړي یې بهرنیان دي او د دې هیواد پخوانی ولسمشر بارک اوباما د افریقا د لویې وچې کېنیا هیواد څخه و، چې مور او پلار یې امریکا ته کډوال شول او بارک اوباما له یوه عادي کډوال څخه د زده کړو په برکت د امریکا متحده ایالاتو سیاست ته ور دننه شو، د پارلمان غړی شو او بلاخره د دې هیواد لومړنی تور پوستی ولسمشر شو.
همدا شان د دې هیواد د اوسني ولسمشر جوبایډن مرستیاله کاملا هاریس یوه اسیاسي میرمنه ده چې کورنۍ یې کلونه مخکې امریکا ته کډواله شوې ده.
د امریکا متحده ایالاتو ترڅنګ، د دې لویې وچې په ډیری هیوادونو زرګونه بهرني وګړي چې هلته کډوال شوي د دې هیوادونو په سیاستونو کې مهم رول لري.
دغه راز د بریتانیا اوسنی صدر اعظم ریشي سوناک هندي الاصله بریتانیایی دی او دې ته ورته دګڼو پرمختللو اروپایي هیوادونو دکابینې وزیران بهرني کډوال دي او د دې هیوادونو په سیاسي، اقتصادي او ورزشي پرمختګونو کې لوی لاس لري.
ښايي په استثنایي ډول ځینې افغانان هم وي چې په نورو هیوادونو کې لوړې دولتي دندې ولري او په نړیواله کچه پیژندل شوي وي ، چې بیلګه یې زلمی خلیلزاد یادولای شو، خو له بده مرغه لوی اکثریت کډوال شويو افغانانو د دې هیوادونو له مهمو فرصتونو ګټه نه ده اخېستې.
ډیری افغان کډوال چې دې هیوادونو ته تللي د پرمختګ او زده کړو پرځای یې په ورځني ډول د پیسو ګټلو ته ترجیح ورکړې ده او د دې پرځای چې د زده کړو له لارې دپرمختګ لوړو پوړیو ته ورسیږي له هماغه پیله یې سختو او درنو کارونو ته مخه کړې، چې له بده مرغه نه د پیسو څښتنان شوي او نه یې هم زده کړې کړې او دا دي تر ننه په هماغو سختو کارونو کې بوخت پاتې شوي دي.
ممکن ځینو افغانانو په یادو هیووادونو کې واړه تجارتونه او کاروبارونه پیل کړي وي،خو بیا هم تر یوې محدودې کچې پاتې شوي او د پرمختګ لپاره یې هڅه نه ده کړې.
خو آیا لاهم د بدلون وخت نه دی را رسېدلی؟
لویدیځ هیوادونه د زده کړو لپاره تر ټولو مساعد هیوادونه دي او باید دې هیوادونو ته راتلونکي افغانان تر هرڅه لومړی د زده کړو په اړه فکر وکړي.
ممکن اقتصادي ستونزې د زده کړو د مخنیوي پر وړاندې خنډ ووسي، خو په دې هیوادنو کې شته فرصتونو ته په پام ، ډیرې داسې لارې چارې شته چې د زده کړو ترڅنګ کار هم کولای شي او خپلې اقتصادي ستونزې حل کولای شي.
په افغانستان کې تر وروستي سیاسي بدلون او یوې بدې غمیزې وروسته، یو ځل بیا زرګونه افغانان اړ شول چې خپل هیواد پریږدي او لویدیځو هیوادنو ته مخ کړي.
خو داځل یې توپیر دا دی چې د دې کډوالو لوی شمېر لوستي او مسلکي ځوانان دي چې دافغانستان په دولتي ادارو کې دکار تجربه هم لري.
خو کله کله بحرانونه لوی فرصتونه هم رامنځ ته کوي، ممکن ګڼو افغانانو ته دا فرصت په سختۍ لاس ته ورغلی وای او اوس چې دلته را رسېدلي ، ښه ده چې له دې چانس په تر ټولو ښه ډول کار واخلي او د پخوانیو تجربو د تکرار پرځای د زده کړو په فکر کې شي.
له شک پرته چې له یوه نا اشنا محیط سره بلدیتا هم کله کله وخت نیسي او ستونزمنه وي، خو ښه ده چې لویدیځ ته راغلي افغانان په ځانګړي ډول هغه کسان چې لږ تر لږه لوړې زده کړې لري ، باید د یوه اوږد مهال پلان په درلودلو سره د نورو هیوادونو د کډوالو له بریالیو تجربو ګټه واخلي.
ښایي د افغانستان اوسني سیاسي او اقتصادي ناسم وضعیت هغوی ناهیلي کړې وي او دبدلون تمه ورته اسانه نه وي، خو تجربو ښودلې هغه نظامونه چې د خلکو ترمنځ ریېښې ونه لري دوامداره نه پاتې کیږي او باید دغه ځوانان د ناهیلۍ پرځای د خپل هیواد لپاره هم فکر وکړي.
ممکن ځینې افغانان په لویدیځ کې د اوږد مهاله پاتې کېدو په فکر کې وي، خو له شک پرته چې وطن وطن دی او حتمي ده چې ډیری کسان بیرته ورتلونکي دي، خو ولې خالي لاس؟
او هغوی چې دلته د اوږد مهاله پاتې کېدو په فکر کې دي ، ولې د ورځني کار او څو پیسو ګټلو پرځای پر زده کړو تمرکز ونه کړي!
د دې هیوادونو یوه لویه ځانګړنه داده، چې بشري ظرفیتونو او مسلکي کدرونو ته خورا درناوی لري او له ځینو استثنایي حالاتو پرته، له توکمي او نژدادي توپیر پرته ورته دکار زمینه مساعدوي او فرصت په لاس ورکوي چې لا وځلیږي.
تجربو ښودلې چې افغانان له هیچا هم کم نه دي او که چیرې زیار وباسي کولای شي چې د نړۍ په هر میدان کې سیالي وکړي او لوړو مقامونو ته ورسیږي.
نو همدې ټولو مسایلو ته په کتو هغه افغان کډوال چې دلته د اوږد مهال لپاره د پاتې کېدو په فکر کې دي او یاهم بیرته هیواد ته د تلو پلان لري ، باید د خپل ځان د ظرفیت پر لوړو او زده کړو تمرکز زیات کړي او نور پخوانۍ تجربې تکرار نه کړي.