قوس 11, 1402 10:04 Asia/Kabul
  •  یوې ۷۰ کلنې ښځې غبرګوني ماشومان زېږولي

په یوګانډا کې یوې ۷۰ کلنې ښځې دوه غبرګوني ماشومان زیږولي دي.

سفینه نامکوایا د یوګانډا پایتخت کمپالا په یو روغتون کې د خپلو دوو ماشومانو په زیږون خوښي وښودله او دا یې یوه "معجزه" وبلله.

ډاکټر اډوارډ تامیل سالي، چې د هغې د میندوارۍ او ماشومانو د زیږون څارنه کوله، فرانس پرس ته وویل: "دا یوه غیر معمولي لاسته راوړنه ده، چې په افریقا کې د ترټولو پاخه عمر یعني۷۰ کلنۍ کې یوه مېرمن غبرګوني ماشومان زیږوي."

هغه وویل، مور او ماشومان چې یو هلک او یوه نجلۍ ده، روغ دي او په روغتون کې یې پالنه کیږي.

نامکوایا چې د پایتخت کمپالا په ۱۲۰ کیلومتري کې په یوه کلیوالي سیمه کې اوسیږي، وویل: "په دې شیبه کې نه پوهیږم چې خپله خوښي څنګه څرګنده کړم... په ۷۰ کلنۍ کې کله چې فکر کیږي، زه ضعیفه یم، ماشوم نشم زیږولی او پالنه یې نشم کولی، دا دی د دوو ماشومانو د زیږون معجزه."

نامکوایا وویل، په ۲۰۲۰ کال کې یې په لومړي ځل وروسته له هغه یوه لور وزیږوله چې، خلکو پرې ملنډې وهلې چې ماشومان یې کور ته نه کیږي.

د نامکوایا لومړنی مېړه په ۱۹۹۲ کې مړ شو او په ۱۹۹۶ کې یې د خپل ژوند له نوي ملګري سره ګډ ژوند پیل کړ.

نامکوایا په دې خواشینې ده چې د ژوند ملګری یې د هغې د ماشومانو د زیږون پر وخت روغتون ته ندی ورغلی او د هغې احوال یې نه دی اخیستی.

هغې وویل: "شاید هغه خوشحاله نه وي چې ما دوه غبرګوني زیږولي دي ځکه چې نارینه نه غواړي ښځه یې غبرګوني وزیږوي ځکه چې د هغوی د ساتلو له مسئولیتونو څخه وېره لري."