د یوه ړانده سړي حکایت
ژباړن دوست محمد عارف
يو ړوند سړی په دوه لارې کې د ونې سيوري ته ناست و !
پاچا چې په لاره تېرېده، د ده څنګ ته راغی، له آس ښکته شو، تر سلام او درناوي کولو وروسته یې وويل:
قربان! له کومې لارې کولی شو پايتخت ته لاړ شو؟ سړي ځواب ورکړ او پاچا پخپله مخه روان شو.
تر پاچا وروسته یې وزير د نابينا ترڅنګ ورسېد، له احترام کولو پرته یې مستقيم وپوښتل:
ښاغلیه! پايتخت ته کومه لاره تللې ده؟ نابینا سړي ځواب ورکړ او وزیر پخپل هدف پسې روان شو.
تر دوی دواړو وروسته یې سرتېری هم چې په همدې لاره روان و، نابینا سړي څخه ودرېد، د پاچا او د وزير څخه په متفاوته توګه یې نابینا ته ټکان ورکړ او په لوړ غږ یې ورته وويل:
ای وړونده!!! پايتخت ته کومه لاره تللې ده؟؟ نابینا سړي د پخوا په څېر لار وروښوده او سرتېری روان شو.
کله چې دوی درې واړه د ړانده له څنګه لاړل، تېر شول. هغه له ځان سره وخندل.
یو بل سړي چې ټوله صحنه یې تر سترګو تېره کړې وه، د نابینا څنګ ته نږدې شو او ترې ويې پوښتل:
د څه لپاره خاندې؟
نابینا سړي ځواب ورکړ :
لومړي کس چې له یې پوښتنه وکړه هغه پاچا و. دویم نفر د هغه وزير او درېیم کس يوازې يو عادي ساتونکی و.
سړي ډېر په حیرانتیا له نابینا وپوښتل:
څنګه دې ورته پام شو؟ ته مګر ړوند نه یې؟
هغه ځواب ورکړ :د دوی ترمنځ ډېر توپيرونه شته.
پاچا چې په خپلې لویي مطمئن و په همدې دليل ډېر په ادب او هوښيارتیا وغږېده. ورپسې وزیر هم د خپل موقف په برابره رویه وکړله چې لږ درناوی یې درلود؛ خو ساتونکی د خپل سپکوالي هومره په عذاب اخته و چې حتا زه یې په کوتک ووهلم. د هرچا د کړنو طرز د هغه د شخصيت ښکارندویي کوي.
نه سپينوالی د ښايست شاهدي ورکوي او نه هم تور رنګ د بدرنګۍ. د انسان شرف د هغه په کردار، اخلاقو او رویې پورې تړلی دی.