د ځنګل پاچا یوه شپه پر ښار پاچهي وکړه
عقرب 25, 1402 12:21 Asia/Kabul
د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د شنبې په شپه یو زمری له سرکس څخه وتښتېد او نه یوازې یې د سرکس خاوندان بلکې پولیس درسته شپه سرګردانه کړل.
د زمري له تښتېدو وروسته د روم د لایسپولي د سیمې ښاروال الساندرو ګراندو له ښاریانو وغوښتل چې له کورونو ونه وځي.
زمري له سرکسه تر تښتېدو وروسته د روم په واټونو کې ګرځېده تر دې چې ساعتونه وروسته پولیسو او د سرکس کارکوونکو په ګډه ونیوه.
د ایټالیا رسنیو د لاریسپولي د مېنې په واټونو کې د زمري د چکر وهلو ویدیوګانې خپرې کړي دي.
د روم دا مېنه نژدې ۴۰ زره هستوګن لري.
د لایسپولي ښاروال اعلان وکړ چې له ۵ ساعته هلوځلو وروسته زمری نیول شوی دی.
زمری غالباً په داسې مرمۍ ویشتل شوی چې د بیهوشۍ درمل پکې و. دا ډول مرمۍ حیوان نه ژوبلوي.