ټولنیز نزاکتونه
لیکنه: شکېبا نادري
هره ټولنه ځینې اصول او نزاکتونه لري چې په ترسرهکولو سره یې د ټولنې وګړي له کینې او ګډوډۍ ژغوري او ترمنځ یې د ارامۍ او یو بل ته دې درناوي حس پیاوړی کوي، خو له بده مرغه چې زموږ د ټولنې ۹۵ سلنه خلک په دغو نزاکتونو یا نه پوهېږي یا ځان نه پوهوي. ټولنیز نزاکتونه بېشمېره دي، خو زه غواړم په دې کوچنۍ لیکنه کې ستاسو پام ځینې هغو نزاکتونه ته راواړوم چې نن سبا زموږ ټولنه ورته ډېره اړتیا لري، لکه:
۱ – هېڅکله د بل کس د خبرو په منځ کې خبرې مه کوئ؛
د یو بل خبرو ته غوږ نیول او د مقابل کس په خبره پوهېدل د انسان په پوهه کې زیاتوالی راولي، چې بیا د قناعت وړ بحث او خبرې کولای شي.
۲ – هېڅکله له چا څخه د هغه د شخصي ژوند په اړه مه پوښتئ؛
لکه: څه وخت واده کوئ؟
ته لا مجرد/ مجرده یې؟
ته څو کلن/ کلنه یې؟
ته تر اوسه اولاد نه لرې؟
ستا معاش څو دی؟
تاسو څنګه په دې تنګ کور کې ژوند کوئ؟
ولې دومره ډنګر/ ډنګره یا برعکس ولې دومره چاغه/ چاغ یې…؟
اړینه نه ده چې موږ باید د هر کس د شخصي ژوند په اړه بشپړ معلومات ولرو، ځکه د ځینو پوښتنو ځوابونه د انسانانو په احساساتو او قسمت پوړې تړاو لري چې نه غواړي په هغه موضوعاتو ډېرې خبرې وکړي.
۳ – هېڅکله د ډوډۍ خوړلو پرمهال د لوښو؛ کاشوغې، پیشقاب او… غږ مه باسئ؛
د انسانانو خویونه لکه د دوی بڼې همداسې له یو بل سره توپیر لري، یعنې د ځینو انسانانو نه خوښېږي چې دې ډوډۍ خوړلو پرمهال د لوښو غږونه واوري، نو ښه دا ده چې په دې برخه کې هم پاملرنه وشي.
۴ – په لاره له مشرانو مخکې مه ځئ؛
په لاره کې له مشرانو مخکې کېدل سربېره پر دې چې د هغوی سپاوی دی، بلکې زموږ دا کړنه د دوی د ناهیلۍ لامل هم کېږي او په دې سره د کمزورۍ احساس کوي. نو د اسلام دین د درناوي او له یو بل سره د مرستې دین دی موږ هېڅکله باید خپلو مشرانو ته سپکاوی ونه کړو او داسې کړنې ترسره نه کړو چې زموږ لویان یې له امله ناهیلي شي.
۵ – که له یو کس سره مو د ستونزو پر مهال مرسته کوله، نو هېڅکله یې بیا مه ورته یادوئ؛
ځینې انسانان له یو چاسره مرسته پر هغوی احسان ګڼي او په هره خبره کې د خپلې مرستې یادونه کوي، د دې خبره یادونه زموږ خوږ پیغمبر حضرت محمد(ص) هم کړې ده چې کله مو له یو کس سره پر ښي لاس مرسته کوله داسې یې باید وکړئ چې ان ستاسو چپ لاس هم خبر نه شي، نو کله مو چې غوښتل له یو کس سره مرسته وکړئ، نو بیا یې هېڅکله مه یادوئ، ځکه دلته هم خپل هغه ثواب چې خدای(ج) تاسو ته درکړی ضایع کوئ او هم د مرسته کېدونکي زړه ماتېږي.
۶ – د هېچا له اجازې پرته د هغوی شخصي وسایل مه استفاده کوئ؛
د ځینو کسانو نه خوښېږي چې خپل شخصي وسایل، لکه جامې، بوټونه، د سینګار توکي او… له چا سره په ګډه وکاروي، نو که مو غوښتل چې د بل کس له وسایلو ګټه واخلئ لومړی باید له هغوی اجازه واخلئ.
۷ – پرته له اجازې هېڅکله د چا په مبایل کې ګوتې مه وهئ؛
مبایل د هرچا شخصي ملکیت دی، کېدای شي هلته د مبایل د څښتن شخصي انځورونه، ویډیوګانې، یاداښتونه او… وي چې نه غواړي له بل کس سره یې شریک کړي، نو اړینه نه ده چې له اړتیا پرته د بل کس په مبایل کې ښکته او پورته لاړ شو.
۸ – هېڅکله په کتابتون کې په لوړ غږ خبرې مه کوئ؛
که څه هم چې په افغاني ټولنه کې د ګوتو په شمېر کتابتونونه شته چې هغه هم په نشت حساب دي له بده مرغه دلته دومره خلک د مطالعې مینهوال نه دي، اوس مهال خلک د مطالعې پرځای په یوټیوب کې د یوې کميډي او یا جنګي ویډیو په کتلو دوی خپل وخت تېروي، خو په ټوله کې د کتابتون له اصولو یو دا دی چې هلته باید په ټیټ اواز مطالعه وشي او د نورو مطالعه کوونکو لپاره مزاحمت جوړ نه کړي، ځکه له کتاب لوستلو موږ هغه وخت یو څه زده کوو چې په ارامه ځای کې یې په غور سره ولولو.
۹ هېڅکله په ښاري موټرونو کې د ډېر ځای نیولو هڅه مه کوئ؛
هر ځای او هر شی خپل اصول لري، نو د ښاري موټرونو اصول هم دا دي چې د موټر په هر سیټ باید څلور کسه کېني. زموږ هڅه باید دا نه وي چې موږ ډېر ځای ونیسو یا موږ ارامه کېنو دا هم باید په یاد ولرو چې هغه کرایه چې زه یې ورکوم ترڅنګ کس مې یې هم ورکوي، نو ولې زما ځای سم خو د هغه ځای ناارامه وي.
ادامه لري….