څرنگه بحث وکړو؟
لیکوال:حفيظ الدين پيرزاده
زہ، چې په مختلفو گروپونو کې د خپلو ملگرو نژدې ھر علمي بحث ته ور کوز شوی یم، نو دا راته جوته شوې چې:۱- زموږ علمي بحثونه له بدہ مرغه، د پوھاوي، قناعت ورکولو او قناعت کولو یا د بل نظر ته په احترام، د خپل نظر د ښکارہ کولو لپارہ نه وي، بلکې تل کوښښ کوو خپل نظر پر بل تحمیل کړو بې۲- مخالف لوری، تمسخر، تضحیک او ان توھین کړو تر څو یې د کم راوستلو له لیارې د خپل نظر څخه لآس په سر کړو۳- خپل نظر او رایه راته د کاڼي کرښه ښکاري او د بل ھغه، ھسې ببولاې یا نامطلوب وضاحت۴- په وړو فرعي فقھې مسائلو کې دومرہ جدي شو چې نژدې وي مخالف لوری له دین او یا مذھب څخه وباسو۵ – له آرہ مو د بحث موخه حق ته رسیدل نه بلکې د مخالف ملامتول وي نو ځکه که څوک په استدلال او یا قاطع نصوصو ھم خبرہ راته کوي، ھڅه مو دا وي چې نه تسلیمولو ته یې په یو شکل د اشکالو توجیھات پیدا کړو۶- ډیری وخت خبرہ له اصلي بحث څخه شخصي نیوکو او ان د بل پر شخصیت جرحې ته ولاړہ شي چې په پایله کې بحث بې پایلې پای و مومي او موږ او جانب لوری مو غصه او خفه پاته شي.
دا رنگ بحثونه په زړونو کې عُقدې زیږوي، فکرونه سرہ لیرې کوي، د متقابلې بې احترامۍلامل گرځي او ھیڅ ترې نه شي زدہ کیدای.
که موږ پخپل منځي بحثونو کې د سلف الصالح تعامل او روِش خپل کړو نو کم له کمه دا لاندې گټې به مو کړې وي:الف: پخپله به مو څه زدہ کړي وي او نورو به ھم را څخه څه زدہ کړي ويب: نه به خپله له مجلس څخه غصه او خفه پاڅیدلي اوسو او نه مو مقابل لوریت: بحث به مو حق ته د رسیدو یا ارجح قول د پیدا کولو ھڅه وي چې له امله به یې د اجر او ثواب گټونکي شوي یو.
د سلف لارد اھل السنة والجماعة دا عقیدہ دہ چې پیغمبر علیه السلام آخري معصوم و.د مدینې امام، مالک رحمه الله ته منسوب قول دی چې د پیغمبر علیه السلام مبارک قبر ته پر اشارہ یې ویلي و:كلٌ يؤخذ من كلامه ويُرد عليه الا صاحب هذا القبر” ( د ھر چا خبرہ سمه یا غلطه کیدای شي، بې د پیغمبر علیه السلام د خبري څخه چې په ھغې کې د خطا امکان نشته ).لامل یې د قرآن کریم ارشاد دی چې وایي: و ما ینطق عن الھوی.کله چې موږ دا خبرہ له زړہ ومنو چې په خبرو، منطق او استدلال کې مو د خطا امکان شته نو بیا ھیڅکله خپل نظر د کاڼي کرښه نه گڼو او خپل فکري مخالف نه توھینو!امام الشافعي رحمه الله ته منسوب قول دی چې کله به یې په اجتھادي مسائلو کې تر څیړنې، تحقیق او تدقیق پس فتوا ورکوله، نو بیا به یې ویل:«رأيى صواب يحتمل الخطأ، ورأى غيرى خطأ يحتمل الصواب» زما رایه سمه دہ خو کیدای شي خطا وي او د نورو رایه خطا دہ خو کیدای شي سمه وي.له ھمدې څخه ښکاري چې زموږ دا ستر امام چې ښایي زموږ په سلف کې تر ھغه بل ذھین تر ھغه را وروسته نه وي تیر شوی، د نورو علماو رایو ته په څومرہ قدر او احترام قایل و !د امام شافعي له ھمدې وجیز قول څخه موږ دوہ شیان په اسانه استنباط کولای شو:۱- د بل رایې او نظر ته احترام، اگر چې نظر یې زموږ په اند خطا وي.۲- د رایې پر حریت او ازادۍ باورمندي.فرد په اسلام کې ډیر زیات محترم دی. که فرد نه وي نو ټولنه نشته او چې ټولنه نه وي، بیا نه شرعي نظام شته او نه اسلام!که فرد د رایې حریت و نه لري نو محکوم دی او محکوم افراد ھیڅکله د یوې رښتینې اسلامي ټولنې غړي نشي کیدای یا به داسې ووایم: محکوم افراد، محکومه ټولنه جوړوي او محکومه ټولنه ھیڅکله شرعي نه وي!که په اسلام کې فرد د رایې حریت نه لرلای نو ھیڅکله به یو فرد په نبوي مسجد کې د وخت خلیفه ته برملا نه و ویلي: که تر حدودو تیری وکړئ، په تورہ دې سموم!ھمدا زموږ اھل السنة والجماعة د اسلافو تگلار دہ. که زموږ د فقھې ھر کتاب را واخلئ نو ډیرې کمې اجتھادي مسئلې به داسې پیدا کړئ، چې څلور ستر امامان دې پکې یو نظر ولري، ان زموږ په حنفۍ فقه کې د امام ابو حنیفه رحمه الله تعالی او د ھغه د شاگردانو تر منځ په ډیریو مسائلو کې اختلاف موجود دی خو د یو بل نظر او د رایې حریت ته یې احترام کړی, د رایې پر اختلاف، امام صیب ھیڅکله له خپلو شاگردانو نه دی خوابدی شوی، بلکې لا یې پسې تشویق کړي، مرسته یې ورسرہ کړې.که امام صیب داسې نه و کړي، د رایې حریت ته یې احترام نه و کړی، نو نن به موږ داسې وسیع او عریضه حنفۍ فقه نه لرله!که ھمدا زموږ د اسلافو تعامل او روِش وي، که ھمدا زموږ د علمای کرامو تگلارہ وي، بیا موږ ولې باید په فرعي مسائلو کې دومرہ جدي شو چې خپل استدلال راته قاطع نص ښکارہ شي او مخالفت کونکی یې سوچ گمراہ!سرہ له دې چې د عقلي استدلال په اړہ مولانا صیب وایي:پای استدلالیان چوبین بودپای چوبین سخت بی تمکین بود
راځئ! پخپلمنځي بحثونو کې د خپلو اسلافو لار ونیسو؛ یانې پخپله رایه کې د خطا امکان رد نه کړو، د مخالف رایې ته په احترام قایل شو او د فکري اختلاف له امله یې توھین او تحقیر نه کړو!