میزان 27, 1402 10:23 Asia/Kabul
  •  په سپرلې کې باید کوم خواړه وخوړل او له کومو ډډه وشي ؟

سپرلی د څلورو موسمونو ترمنځ ، ترټولو ښه او معتدله موسم دی

د سپرلی مزاج تود او لوند دی، د ژمې په موسم کې د سړوښي له کبله په بدن کې اظافی مواد کلک او ټولیږي، په سپرلې کې د هوا په تودیدو سره دا مواد په بدن کې رو رو ویلي کیږي،له همدی کبله پخوانې ناروغې تازه کیږي،او که چیري د بدن یو غړی کمزوری وي،اظافی مواد پری حمله کوي،او ځینی وختونه بیا همدا اظافی مواد د پوست په لوري راټول کیږي،ترڅو د بهرکیدو لپاره یوه لارومندي،له همدی کبله په دی موسم کې په پوستکې کې پوستی ناروغې لکه دانی (اکنه ) رامنځته او زور کوي.په بدن کې د اخلاط اوبه کیدل د ډيرخوب ، زکام،سستی او کسالت لامل ګرځي له همدی کبله باید له بدنه د بهرکیدو لار ورته ومندل شي ترڅو روغتیا مو خوندي شي.

د سنتي طب د کارپوهانو د څیړنو پربنسټ، په سپرلې کې باید تل هڅه وشي ترڅو له سپکو خوراکې توکو ګټه واخیستل شي،او په دی موسم کې باید له ډیرخوړلو او درندو خواړو هم ډډه وشي.د سنتي طب یوه کارپوه وویل:په سپرلې او دوبې موسم کې ډیرۍ هڅه وکړي ترڅو د کبک او بلدرچین په شان مرغیو له غوښې کار واخلی،د وري له غوښې لږه ګټه واخلی او د غوا او خوسکې له غوښي څخه ګټه اخیستنه له ناروغې سره برابره ده.

د سنتي طب دی کارپوه وویل،چې په سپرلې او د دوبې په موسم کې ډیر غوښه خوړل په بدن کې د بیلابیلو ناروغیو لامل کرځي،او همداشان زیاته یی کړه،چې په دی موسم که باید ډیرۍ هڅه وشي ترڅو د تروو مستو ،قیماق ،کنسرونه او د غوایی د غوښي په شان خوړو ډډه وشي او پرځای یی ډیرۍ له سابه،او تازه میوو څخه ګټه واخیستل شي.د سنتي طب پوهان په دی باور یا آند دي چې په سپرلې کې باید له لطیفو خوړو ګټه واخیستل شي ،هغه خواړه چې د ویني د ویلي یا رقیقه کیدو لامل ګرځي،تود طبیعت لري او تاوده خواړه په دی فصل کې د بدن لپاره مناسبه ندي،پرزای یی باید سپک او یخ مزاجه خواړه مصرف شي، ترڅو د وینې او توکو رقت او هیجان برابرکړي، ،دی کارپوه په ډاګه کړل چې وږه د اخلاط د لاډیر تحریک لامل ګرځي له دی مخي په سپرلې د خوړو په کچه کې کمښت هم ښه ندی.خو تلطیف په دی معنا ده چې باید په دی موسم کې له هغو خوړو ګټه واخیستل شي چې که څه هم حجم یی ډیروي خو خوراکې ارزښت یی کم وي،لکه سابه او میوه.هغه ټول خواړه چې په بدن کې تودوښه او رطوبت ډیروي باید ورنه ډډه وکړل شي، او د نوي طب په حواله ،د لوړه کالري لرونکو خوړو او د سنتي طب په وینا بیا هغه خواړه چې لوړه خوراکې ارزښت لري باید ورنه ډډه وشي.دهوا تودوښه د معدی هضمښت کمزوری کوي او معده نشي کولای نامناسبه خواړه هضم کړي او د خوړو ناسم هضمښت په بدن کې خراب اخلاط رامنځته کوي.