میزان 16, 1402 16:45 Asia/Kabul
  • د غاښونو د درد د درملنې آسانه لار

غاښ به مو کله درد کړی وي کنه؟ خو که د غاښ درد مو تجربه کړی وي، خامخا دا منئ چې د غاښ درد تر ټولو سخت او ځورونکی درد دی. د غاښ درد یو داسې څه دي چې هر وخت په ناڅاپي توګه ستاسو میلمه کیدای شي. له دې درده خوب نه کیږي، خوراک څښاک ستونزمن شي او کله ناکله درد له زغمه ووځي.

ډېر کله په غاښونو کې خاليګاه، د غاښونو خوځېدل، په وريو کې ستونزه يا نورو لاملونو له امله د انسان ورځ ډېره له درده ډکه تېرېږي.

د غاښ درد پر تاسو هر وخت حمله کولای شي، چې په دغه شديد حالت کې ډېر کله ډاکټر ته تګ هم ستونزمن وي، موږ تاسو ته داسې کورنۍ نسخې درښايو چې د يو څه وخت لپاره مو د غاښ له درده ژغوري، بيا په ارامه کولای شئ ډاکټر ته لاړ شئ او خپله درملنه وکړئ.

په اوبو کې مالګه ګډه کړئ:

يو قاشوغه مالګه په يوه پياله تودو اوبو کې حل کړئ او د درد له منځه وړونکی (ماوت واش) ورسره هم ګډ کړئ، بيا دا اوبه په خوله کې واچوئ تر (۳۰) ثانيو يې په خوله کې وشوروئ، تر څو د درد لامل شيان مو له غاښونو څخه ووځي، بيا يې وغورځوئ، دا کار تر هغه وکړئ تر کومه چې ورته اړتيا احساسوئ، يا مو درد يو څه راکم شي.

چای ارام دربښي:

د پودينې (نانا) د چايو خوند ډېر ښه وي او په دې کې دا وړتيا هم وي چې د خولې ټولو برخو ته ځان ورسوي، د وچې پودينې يوه قاشوغه راواخلئ او په تودو اوبو کې يې واچوئ او تر (۲۰) دقيقو يې همداسې پرېږدئ، کله چې یخ شي، نو بيا يې په خوله کې واچوئ او خوله پرې کنګال کړئ، له دې پرته وچ چای هم د درد په له منځه وړلو او سوزش په کمولو کې مرسته کولای شي، وچ چای لږ لوند کړئ، په يوه تکه کې يې تاو کړئ او د درد پر ځای يې کېږدئ، دا مو هم په درد کې يو څه کموالی راوستلی شي.

پر ښه کيفيت لرونکو توکو مو غاښونه پاک کړئ:

که تاسو د وريو مشکل لرئ يا مو غاښونه له ګرم او يخ کېدو سره حساسيت لري، نو د غاښونو داسې کريم وکاروئ چې ستاسو د غاښونو لپاره ښه وي او ښه کيفيت ولري، که مو غاښونه له يخ او ګرم  سره درد پیدا کوي نو دا ستونزه د وريو ده، نرم برش وکاروئ، تر څو دا ستونزه له منځه لاړه شي.

واوره هم ګټوره ده:

د واورې يوه وړه ټوټه په پلاستيک کې بنده کړئ او بيا يې په يوه نرۍ تکه يا رخت کې تاوه کړئ، تر هغې وروسته يې په خپل غاښ  د (۱۵) دقيقو لپاره کېږدئ، تر څو عصبي ريښې يې ويدې شي، همدا شان د غاښ درد له منځه وړلو يوه حيرانوونکې طريقه دا هم ده چې تاسو واوره په خپلو لاسونو مساج کړئ، کله چې ستاسو ګوتې د ډېرې یخېدو سېګنل تر دماغو ورسوي، نو دماغ بيا د غاښ درد سګنل يا اشاره نه مني.

د غاښونو تر منځ خاليګاه لپاره له ژاولې ګټه اخيستل:

که مو کوم غاښ مات شوی يا ويستل شوی، نو تاسو کولای شئ چې پر همغه ځای يوه نرمه ژاوله کېږدئ، له دې سره تاسو خاليګاه ډکولی او په درد کې کموالی راوستلی شئ. ژاوله تر هغې پورې مه لرې کوئ تر څو ډاکټر ته نه ياست تللي.

نو د غاښ د درد په صورت کې خامخا د غاښونو ډاکتر ته ورشئ څو د بیا ځلي درد او د غاښونو او وریو د نور خرابیدو مخه ونیسئ.