میزان 16, 1402 14:11 Asia/Kabul
  •  ننګرهار ته لنډه کتنه

ننګرهار ولایت د افغانستان له ۳۴ ولایتونو او د ختيځو سرحدي ولايتونو څخه دى چې په ختیځ کې د پاکستان له پښتونخوا ايالت، شمال کې له کنړاو نورستان، شمال لودیځ کې له لغمان، لویدځ کې له کابل، لوګر او پکتیا او په سوېل کې بیا د پاکستان له خیبر پښتونخوا ایالت سره ګډه پوله لري.

ددې ولایت مرکز د جلال آباد ښار دی. د اټکل له مخې دا ولايت له کابل څخه وروسته د هېواد گڼمېشتی ولايت ګڼل کېږي، چې د وګړو شمېر يې له څه د باندې ۳۰۰۰۰۰۰ تنو هم پورته دی.

د ننګرهار ولسوالۍ:

هسکه مینه،اچین،بهسود،چپرهار،دره نور،بټي کوټ،دوربابا،ګوشته،حصارک،جلال کوټ،کامه،خوګیاني،کوټ،ښیوه،لالپوره،مومند دره،نازیان،پچیراو اګام،رودات،شیرزدا،غني خیل،سره رود ده.

ننگرهار د هغه د پېداوار له مخې د مديترانه يي اقليم لرونکې او د استوا د کرښې لاندې گڼل شوېدى. ځکه چې د مالټې، نارنج، خرما، شولو او گنيو پېداوار هلته ډېر دي. وچ او تود اوړې او معتدل باراني ژمې لري چې دا وضعه يې په هوارو ځمکو کې صدق کوي

خرما، شولو او گنيو پېداوار هلته ډېر دي. وچ او تود اوړې او معتدل باراني ژمې لري چې دا وضعه يې په هوارو ځمکو کې صدق کوي.