که غواړئ د ژور خپګان په وړاندې مقابله وکړئ دا ۱۰ وړاندیزونه زده کړئ
میزان 13, 1402 15:33 Asia/Kabul
لیکوال: ډاکټر عامر
۱- هېڅکله د څو ساعتونو ډېر پۀ کور کې مۀ پاتې کېږئ.
دا هم ولولئ
۲- د اړینو پرېکړو پر مهال لږ تر لږه دوو کسانو سره مشوره وکړئ.
۳- هر سهار یو منظم جوړښت غوره کړئ مثلا لۀ ځایه پورته شئ آن کۀ حوصله هم نلرئ حمام وکړئ.
۴- د مخدره توکو او الکولو لۀ کارول څخه ډډه وکړئ.
۵- کۀ مو اشتیا نۀ وي ځان پۀ ټاکل شوي وخت خوړلو ته مۀ اړباسئ بلکې لۀ سپکو خوړو ګټه پورته کړئ.
۶- لۀ لویو، وړو، اړینو او نا اړینو چارو څخه یاداشت واخلئ.
۷- کۀ پۀ نیمه شپه ویښېږئ د خوب لۀ ځایه پورته شئ یو کار ترسره کړئ. (مثلا انګېزوي کتاب ولولئ، لۀ تلویزیون لیدلو او انټرنټ کتلو څخه پۀ کلکه ډډه وکړئ)
۸- هره ورځ ۲۰ دقیقې پیاده مزل وکړئ.
۹- ځان ته د استراحت موقع ورکړئ.
۱۰-هره ورځ لۀ نویو خلکو سره خبرې وکړئ.