میزان 11, 1402 12:50 Asia/Kabul
  • د وخت مدیریت

غورچاڼ: د وخت د مدیریت له مهمو بنسټونو څخه یو د ۸۰-۲۰ اصل دی، یعنې له ۲۰ سلنې وخت څخه د ۸۰ سلنې کارونو د ترسرو کولو لپاره استفاده وکړ‌ئ. د وخت په صحیح مدیریت کې بریالیتوب د مهمو کارونو په ځانګړولو پورې تړلی دی. په دې لیکنه کې مو هڅه کړې ده چې د وخت مدیریت ځینې مهمې تګلارې تاسو ته در وپېژنو.

د وخت د مدیریت له نظره کارونه په څلورو برخو وېشل شوي دي1. مهم او سملاسي کارونه: دا کارونه پخپله ترسره کېږي2. مهم او غیر سملاسي کارونه: داسې ډول کارونه دي چې بریالي او غیر بریالي وګړي سره بېلوي او معمولاً نا بریالي وګړي د هغو ترسره کول ځنډوي.3. سملاسي او غیر مهم کارونه: دا کارونه د انسان د موخو په جهت کې نشته خو ترسره کېږي.4. کم ارزښته او غیر اړین کارونه: ځینې وګړي د مهمو او سملاسي کارونولپاره د ځواک په نه لرلو سره (کله د ساتېرۍ او کله د حواسو له تمرکز څخه د تښتې لپاره) ځانونه په دې کارونو لګیا کوي.

د وخت په صحیح مدیریت کې بریالیتوب د مهمو او غیر مهمو کارونو په ټاکنه پورې تړلی دی، نو د بریالیتوب لپاره:1. له غیر مهمو کارونو څخه صرف نظر وکړﺉ.2. کارونه د لومړیتوب له مخې ترتیب کړﺉ.3. د وخت لوټماران وپېژنی.4. د وخت د رامنځ ته کولو لارې زده کړﺉ.

د وخت لوټماران1. کم ارزښته خبرې2. نا بللی مېلمه3. د کم ارزښته او غیر اړينو مطالبو مطالعه4. د مطالعې ناسمې لارې او عادات5. مزاحم او غیر اړين ټلفونونه6. د کاري انظبات نه لرل7. په تصمیم نیونه کې ټنبلي او بې اراده توب8. د کار پرېښودل سبا ته.9. په ځای نه غوښتنو ته د نه ویلو وړتیا نه لرل10. د حسونو د تمرکز نه لرل11. د نن او صبا کړلو عادات12. له ماتې څخه وېره

د وخت د رامنځ ته کولو لارې1. د مړه وخت ژوندي کول ( د بېلګې په توګه هغه وخت چې په انتظار کې یې تېروو، هغه وخت چې په میلی بس کې یو).2. په وخت سره د کارونو ترسره کول.3. د خوب د وخت تنظیمول.4. د تفریح په وخت باندې ډېر کنټرول.5. غیر مهمو غوښتنو ته «نه» ویل.6. د غیر مهمو کارونو شا ته اچول.