زه څنګه کولی شم د رواني روغتیا له حاله خبر شم؟
میزان 11, 1402 12:24 Asia/Kabul
رواني روغتیا ته پام کول سخت دي ځکه دا دې پورې تړلې چې موږ څنګه فکر کوو،
احساس کوو او عمل کوو، او دا تل د بدلون په حال کې وي. کله چې زموږ دماغي روغتیا ښه وي، موږ له ژوند خوند اخلو او د نويو او سختوچارو سره د معاملې توان لرو. کله چې زموږ رواني روغتیا ښه نه وي، موږ د دې سره مقابله ستونزمنه ګڼو او د رواني روغتیا ستونزې سره مخ کیږو. کله چې فکرونه او احساسات د هغو شیانو ترسره کولو مخه نیسي چې موږترې خوند اخلو، یا زموږ د ښه احساس کولو وړتیا خرابوي، دغسې حالت کې ممکن موږ د رواني روغتیا ملاتړ ته اړتیا ولرو.