سنبله 25, 1402 16:33 Asia/Kabul
  • په چین کې د سېلاب پر مهال لسګونه تمساګانې تښتېدلي

د چین په جنوبي ښار ماومینګ کې د هایکوي توپان له امله د راوتلو سیلابونو په ترڅ کې له یوه فارم څخه تر ۷۰ ډېرې تمساګانې تښتېدلي دي.

د بهرنيو رسنيو د راپورونو له مخې، د ګوانګ دونګ ولايت د ماومينګ ښار په شاوخوا کې د سيلابونو له امله د تمساح ګانو په يوه فارم کې له ٧٠ زيات تمساح ګانې له يوه جهيل څخه تښتېدلي دي چې لټون يې روان دى او ښاريانو ته د کور دننه پاتې کېدو خبرداری ورکړل شوى دى.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، ورکې شوې تمساح ګانې چې ۶۹ یې غټې او شپږ یې وړې دي، د «سیام» له نسل څخه دي، چې په تازه اوبو کې وده کوي، تر ۱۰ فوټو پورې اوږدوالی او په اوسط ډول ۷۵ کیلوګرامه وزن لري.

له پېښې وروسته د کوم ځاني او مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی ځکه چې تمساح په ژورو اوبو کې دي او یو شمېر دولتي ادارې یې د نیولو لپاره کار کوي.

د چینایي رسنیو په وینا، په ماومینګ ښار کې چارواکو د تمساح ګانو د نیولو عملیات پیل کړي، اته تمساح ګانې یې نیولي او ځینې یې په ډزو یا د بریښنا په شاټونو ویشتي.

په یاد ولرئ چې په چین کې ، تمساح د دوی د پوټکي او همدارنګه د غوښې لپاره ساتل کیږي ، کوم چې ځینې وختونه په دودیز درملو کې کارول کیږي.

د يادونې وړ ده، چې د هايكوي توپان له امله له تېرې يوې اونۍ راهيسې په سوېلي اسيا كې تباهي روانه ده، چې له كبله يې تر اوسه د ۷ تنو د مړينې پخلى شوى دى.