سنبله 18, 1402 17:13 Asia/Kabul
  • د اسلام اباد له هوايي ډګر څخه څلور شکمن ناروغان تښتېدلي دي

د سرحدي روغتیايي خدمتونو د کارکوونکو د بې غورۍ له امله د اسلام آباد له هوايي ډګر څخه روغتون ته د لېږدولو پر مهال د موني پوکس ۴ شکمن ناروغان وتښتېدل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د منکي پاکس شکمن ناروغان د پمز روغتون ته لېږدول کېدل. د دغې ناروغۍ شکمن ناروغان له ليبيا څخه ايستل شوي او اسلام اباد ته لېږل شوي وو. له ليبيا څخه ايستل شوي پاکستانيان د ځانګړي الوتکي په واسطه پاکستان ته راوړل شوي وو او د پاکستانيانو الوتکه د سپټمبر په اتمه د شپې اسلام اباد ته رسېدلې وه.

د بي ایچ ایس سرچینې زیاته کړې چې له لیبیا څخه د الوتنې په څلورو مسافرینو کې د مونکي پوکس نښې نښانې وې. د سکرینینګ په ترڅ کې شکمنو مسافرو د جلا کولو پریکړه وشوه ترڅو د مانکي پاکس ناروغۍ ناروغان د پمز روغتون ته ولیږدول شي. د شکمنو ناروغانو فورمونه  چمتو شول خو له بده مرغه ناروغان له هوایی ډګر څخه د وتلو وروسته د امبولانس څخه تښتېدلي.

دسرچينو له مخې د مانکي پاکس شکمن ناروغان دمعلوماتي فورمې په ترلاسه کولو سره تښتيدلي. په تښتيدلو کسانو کې رحمان طارق، علي حمزه، ذوالقرنين، نعيم شامل دي. 

 

تگ